د داعش دروغجن تبليغات

اویس احمد

 

کله چې کومه ډله د کمزورۍ اخري حد ته ورسيږي، نو دروغجنې اِدعاوې پېل کړي. دوى دا فکر کوي چې په دې سره به د خلکو په منځ کې قوتمند پاتې شي، خو بالعکس د خلکو په منځ کې هغه نور هم ﺫليل شي.

داعش ته هم بغير له دروغجنو اِدعاوو نور څه ورپاتې نه دي، که څوک له طبعي پېښې سره مخ کيږي او يا وفات کيږي، داعشيان يې مسٶليت په غاړه اخلي او وايي؛ دغه کار دوى کړى، حال دا چې ټول خلک په دې پوهيږي چې دغه پېښه څرنګه شوې ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د مرکزي بانک رئيس الحاج ملا هدايت الله بدر، په يوه ترافيکي پېښه کې ﺯخمي شو، ميډيا ته د خبر په رارسېدو سره سم داعشي ګوډاګيانو وويل؛ چې دا کار دوى کړى او هغه وژل شوى بيا يې وويل؛ مرګونى ټپي شوى حال دا چې هغه يوه عادي ترافیکي پېښه وه.

همداشان يو مجاهد چې غلو اختطاف کړى وو، د افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا اختطافګر تعقيب شول، متأسفانه مخکې له دې چې مجاهد وژغورل شي د هغوى لخوا په شهادت رسېدلى وو او اختطافګر ټول ووژل شول، داعشي ځناورو وويل؛ چې دا کار هم دوى کړى.

چېرته چې هم يو عام کس ږېره لري او يا کوم مجاهد ته څه زیان ورسيږي، داعشيان وايي دا کار دوى کړى حال دا چې ميډيا ته د خبر رارسېدو مخکې خبر هم نه وي.

يواﺯې دروغو او کاﺫبو تبلیغاتو ته يې مخ کړى او د جګړې توان يې له لاس ورکړى.

(فلعنة الله على الکذبين)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version