د داعشیانو افراط او د محمدي اسلام تر منځ يې توپير…!

ايا داعش د اسلام نمايند ګې کولاى شي… ؟

که چیري د داعش ډلې کړنو، وحشتونو او بربريت ته وګورو، په ذهنونو کي به مو سوالونه پيدا شي چي ايا داعشي افراط څومره د محمدي اسلام سره په ټکر کي دى… ؟

دا هغه سوالونه دي، چي د نني عصر مسلمان ملت په ذهنونو کي ګرداب کوي او د جواب په لټه کي يې دي.

موږ تاسو ته د محمدي اسلام او اوصولو مقايسه د داعشي افراطي خود خوانده اسلام او اصولو سره درتــه وړاندي کوو

په لاندي مقايسه کې به تاسو ته هغه څه ثابته شي، چې ريشتيا هم داعش خوارج دي او د محمدي اسلام استازي توب نشي کولاى

 

لومړى : محمدي اسلام او محمد (ص) فرمايلي دي : تاسو پر انسانانو رحم وکړئ، خداى تعالى به پر تاسو رحم وکړي.

اما داعشيان د انسانيت سره د بي رحمۍ پخاطر، خداى ناراضه کوي

دوهم : محمد مصطفى (ص) : اسيران مه وژنئ، له هغوى سره ښه چلند وکړئ

اما داعشيانو د اسيرانو په وژلو سره د عراق دښتې د مړو جسدونو کوربه کړې

دريم : رسول اکرم (ص) فرمايلي دي : ملکي وګړي مه وژنئ، هغوى بي طرفه دي

اما داعشيان د ملکي وګړو له وژلو څخه خوند اخلي

څلورم : رسول الله (ص) فرمايلي دي : کله چي مو اسلامي نظام حاکم کړ، تاسو قانون، نظم او ترتيب را منځته کړئ

اما داعشيانو قوانین، مقررات او ترتیبونه ټول لمنځه يوړل

پنځم : حضرت محمد (ص) به ويل : د غلامۍ او غلام د ازادولو لپاره کار وکړئ، کمپاين وکړئ، تر څو غلامان ازاد شي

اما داعشيانو د غلامانو او غلامۍ رواج بيا تاسيس کړ او په عراق کي يې غلامان ونيول

شپږم : محمد (ص) خپل ټول غلامان ازاد کړل

اما داعشیانو په خپل راتګ سره نوي کسان غلامان کړل

اووم : محمد (ص) د جنسي تيري او جنسي تبعیض منعه کړې ده

اما داعشیانو د جنسي تبعیض ډيرې پيښې ترسره کړي دي

اتم : محمد (ص) د عربي قومونو او مختلفه مذهبي ډلو ترمنځ سوله رامنځته کړه

اما داعشيان انسانان ترور کوي، او د خلګو تر منځ سوله له منځه وړي

نهم : محمد (ص) په ښکاره ډول د کوم ژوندي مخلوق سوځول منع کړي دي

اما داعشيان خلګ ژوندي سوځوي

لسم : محمد (ص) د خپل حاکمیت تر چتر لاندي کافران او یهودیان د بشپړې ازادۍ سره یو ملت اعلان کړل او هغوى ته يې د جزيه په ورکړې سره امنیت ورکړ

اما داعشیانو د دوى د وهابي فکر څخه بغیر ټول سني مسلمانان، شيعه ګان، يزديان، يهوديان وشړل او ويه وژل

يولسم : حضرت محمد (ص) به هيڅکله عبادت ځايونه مساجد نه ورانول

اما داعشيانو په عراق او سوریه کې د اصحابو او پيغمبرانو قبرونه، مسجدونه او عبادت ځايونه ونړول

دولسم : محمد ص به د خپل حاکمیت او جهادي دور په زمان کې خپل ترسره کړي تړونونو ته پابند وو

اما داعشيان بيخي د عهد او تړون په نوم څه نه پيژني

ديارلسم : رسول الله (ص) به مسلمان ته هيڅکله کافر نه ويل

اما د داعشیانو په نزد له دوى نه بغير ټول مسلمانان مرتدين، کافران او مشرکین دي

څوارلسم : محمد (ص) به هيڅکله د مجاهدينو، مخلصينو او مسلمانانو سره دښمني نه کول

اما داعشیانو د عراق او سوریې څخه را نيولې بيا تر افغانستانه هميشه د مسلمانانو، مجاهدينو او

مخلصينو پر زړونو وار کړى دى

 

حضرت محمد مصطفى (ص) په قرآن کې د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه بیان شوی دی

هغه مبارک ص د سولې، عدالت، قانون او نظم د رامنځته کولو لپاره راغلی وو، لکه څنګه چې پورته جدول یادونه وکړه

اما داعش په پراخه کچه د هغه څه سره مخالف دی چې هغه (ص) ښودلي او تمه لري چې د هغه (ص) پیروان یې تعقیب کړي

داعش د اسلام او مسلمانانو استازیتوب نه کوي

 

ليکوال : ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version