د خوارجو عمومي عقائد شپاړسمه برخه!

لیکوال: مفتي حماس

خوارج ځانګړي عقائد لري چې د تاريخ په اوږدو کې وخت پر وخت بدلون پکې راغلی او يو ډله يې په مختلفو ډلو ويشل شوي، يو بل ته يې کافر ويلي، خو هغه څه چې ټول خوارج يا اکثره ورباندې متفق دې څو مسئلي دې:

اوله مسئله:
يوازې په خپل ځان او ډله اعتماد.

دويمه مسئله:
په نورو مسلمانانو بلکې په ډيرو صحابه کرامو رضي الله عنهم خصوصا حضرت علي رضي الله عنه ته يې فاسق، ګمراه او کافر ويل.

دريمه مسئله:
د ګناه په وجه مسلمان ته کافر ويل.

څلورمه مسئله:
افراط او تفريط، لکه د عبدالله بن خباب جليل القدر تابعي يې په ناحقه شهيد کړ او د يوې کجورې او خنزير يې تاوان ور کاوو.

پنځمه مسئله:
که شرعي امير له سنتو خلاف وکړي د هغه مقابله کې پاڅون کول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version