داعش له موصله تر ننګرهاره(۱۲ برخه)

قاري سعید خوستی

(۲) ابومحمد المقدسي
عاصم طاهر البرقاوي چې په ابومحمد المقدسي مشهور دی، د عربي نړی وتلی دیني عالم دی. نوموړی د ابومصعب الزرقاوي استاذ او د سلفي جهادي تَیار روحاني شخصیت دی. هغه د بغدادي دولت او د ده د خلافت په آړه داسې وايي:
په الله قسم چې داسې بد اخلاق مې د غِلو کونکو او غدارانو او درواغجنو او مکارانو(دواعش) سوا بل د چا نه دي لیدلي. هغوی د مسلمانو اخلاق نه پیژني او ایماني ورورولي نه پیژني، په داسې یوه ډله کې ځان محصور بولي چې د حال په ژبه د یهودو د دې خبرې مصداق جوړیږي (ولاتؤمنوا الا لمن تبع دینکم) دوی له خوارجو هم بدتر دي. ځکه خوارج په لویه ګناه خلق کافر بولي دوی خو په نیک عمل خلق کافر بولي وروسته له هغې چې دا نیک عمل دوی یو ځل ګناه، خیانت ته واړوي د دوی په هاند د تکفیر ضابطه خواهش او خصومت دی. دوی له روافضو څخه سخت درواغجن دي او له یهودو څخه سخت بهتانګر دي.
نوموړی بل ځای داسې وايي: زه په دؤو خبرو له دوی (داعشیانو) سره مباهله کوم لومړۍ دا چې موږ دوی ته د ټولو هغو لانجو چې د نورو جهادي ډلو سره یې لري د حل کولو په منظور د هغه قاضیانو د تحاکم غوښتنه وکړه چې د دوی د شروطو موافق ؤ(یعنې هغه علماء او قاضیان چې په طاغوت کافر وي ټول وضعي قوانین کفر بولي ) خو دوی له میاشتو ټال مټال وروسته دا تحاکم صراحةً رد کړ دوی د الله شریعت حکم د بل چا په حق کې نافذوي خو د الله حکم پخپل ځان نه تطبیقوي.
دویمه خبره دا چې دوی زموږ د خور ساجدة الریشاوي (هغه فدایۍ میرمن چې غوښتل یې د واسکټ په توسط په یوه خارجي میلمستون برید ترسره کړي او د اردني حکومت لخوا ژوندی ونیول شوه) وینه هدر کړه او د هغې د وینې قدرداني یې ونکړه همدا راز د شهید ورور زیاد الکربولي وینه یې بې قیمته اوبلله. موږ دوی ته خبر ولیږلو چې که تاسو معاذ الکساسبة (اردنی پیلوټ) اوژنی نو اردنی حکومت به دا مجاهده میرمن او دا مجاهد بندي په دار کړي خو دوی موږ ته باربار دوکه راکوله. په داسې حال کې چې دوی اردنی پیلوټ په هماغه لومړیو ورځو کې سوځولی ؤ خو د مسلمانو ځوانانو د تغریر او دوکه کولو په پار دوی د کساسبه په بدل کې د ساجدة الریشاوي نمایشي غوښتنه وکړه خو کله چې موږ پوه شؤو چې کساسبه لا پخوا سوځول شوی دی او داعش د کساسبه له موضوع څخه میډیایي ګټه پورته کوي، بیا مو د داعش قیادت ته ځواب ولیږلو چې لطفاً که غواړی د یوې مجاهدې خور وینه وژغورل شي نو د کساسبه د سوځونې فیلم مه نشروئ ځکه اردنی حکومت به دا مظلومه مجاهده میرمن په دار کړي خو دوی په ډیره بې شرمۍ دا فیلم نشر کړ او همدوی د امت د یوې اتلې میرمنې او اتل بچي د وژلو سبب جوړ شول.

(۳) ابوقتادة الفلسطیني
عمر محمود عثمان چې په ابو قتادة شهرت لري، په برطانیه کې له اوږده بند وروسته په ۲۰۱۳ م کال د اردن حکومت ته وسپارل شو. نوموړی د اردن، الجزایر،بلجیم، فرانسې،امریکا،اسپانیه، المان، ایټالیا لخوا د وانټید یا مطلوبو کسانو په لیست کې دی. د یادو هیوادونو لخوا په نوموړي بیلابیل تورونه لږول شوي دي. د اردن یوې محکمې نوموړی په ۲۰۱۴م د ډیسمبر په میاشت کې له ټولو تورونو برئ کړ او له زندانه خوشی شو. نوموړی په اروپا کې د بن لادن سفیر بلل کیده او امریکایي استخباراتو هغه د القاعدې مفتي باله او تور یې پورې کاوه چې د محمد عطاء ډلې په المان کې د ده څخه درسونه ترلاسه کړي ؤ.
د ګمراه بغدادي په فتنه کې نه واقع کیږي مګر جاهلان او رذیلان.
نوموړی د پورتني عنوان لاندې لیکي: په الله قسم چې د بغدادي ګمراه په فتنه کې نه پریوځي مګر جاهلان او رذیلان. موږ د دوی د اخلاقو ډیره څارنه وکړه خو په دوی کې داسې کس نشته چې دین اخلاقو او علم ته وفادار وي بلکې دوی ډیر بداخلاقه دي دوی په خطاب کې غِلوه کوي او ځان له نورو پورته بولي. په الله قسم او بیا په الله قسم چې زه د دوی په هکله هر وخت استخاره کوم خو زما بصیرت لاپسې زیاتیږي چې دا خلق د جهنم د اور سپي دي.
نوموړی بل ځای داسې وایي:عدناني خبیث خپلو پلویانو ته داسې اشارې ورکړي چې په خراسان کې د طالبانو خلاف وجنګیږي. دا مفسده ډله چې کوم ښار ته داخل شي هغه فاسد کړي، طالبانو د ملاعمر په قیادت په اوسني عصر کې داسې ایماني وِقفات ثابت کړل چې ټول خلک ترې عاجز دي بیا دا عدناني مجرم راځي د بغدادي مجرم، درواغجن، ګمراه په مشرۍ خپلو اتباعو ته د طالبانو خلاف د جنګ امر کوي دا د خباثت دولت دی. موږ له دې دولت سره د دې وجې نه دشمني نه لرو چې دوی د الله له دشمنانو سره دشمني لري بلکې موږ د دوی سره ځکه دشمني لرو چې دوی د الله له دوستانو مجاهدینو سره دشمني لري. دوی مجاهدین کافران بولي، هغوی وژني، هغوی ذبح کوي، هغوی ګواښي، د مجاهدینو ښځې هغوی وینځي جوړوي چې دا خبره اوس په یقین بدله شوي ده او له دې نه صرف جاهلان ناخبره دي.

نوربیا…….. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version