داعش (خوارج) ولې په کفارو او یهودو بريدونه نه کوي؟

صلاح الدین “ثاني”

دا چې نن ورځ د نړۍ په څلورو کونجو کې مسلمانان د کفارو تر ظلمونو او وحشتونو لاندې د اسارت شپې او ورځې سبا کوي: لکه په هند، چین او فلسطین کې مونږ او تاسو وینو، په زندانونو کې مسلمانې خویندې د وامعتصما چیغې او نعرې وهي. همدا رنګه اکثره اسلامي خاوره د اشغال تر تورو وریځو لاندې ده، مګر د وخت تش په نوم د خلافت مجایدین یواځې دښمني له مسلمه امت سره کوي، د افغانستان په شمول سوریه او صومالیه کې له هغو مجاهدینو سره په جګړه بوخت دي، چې هغوی کفارو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي. خو د وخت داعشي خوارجو دا مجاهدین مرتدين او مشرکین وبلل، همداراز د بریاو مخې ته یې خنډ او ډب ګرځي.
دا ولې؟
دا ځکه چې د دې دولت مشر هېڅ جهادي سابقه نه لري، په ټول عمر کې یې ټوپک هم په لاس کې نه وو اخیستی او د عراق په بعثي مدرسو کې په کمونیستې خوړو را لوی شو، د امریکا د استخباراتو له لوري په عراق او شام کې په داسې حال کې د خلافت امیر وټاکل شو چې د عراق وضعیت د یو جنګي میدان څخه بدتر وو، هغه ابوبکر البغدادي وو. له ابوبکر بغدادي سره په دولت کې (۱۱) لویو کمونستانو شتون درلود.
۱- حجي بکر کمونېست، د صدام د حکومت جنرال.
۲ ـ ابو احمدالعلواني کمونېست د صدام د حکومت ضابط.
۳- ابوعلي الانباري کمونېست، د صدام د حکومت د یوې فرقې مسؤل.
۴- ابومسلم الترکماني کمونېست، د صدام د حکومت ضابط.
۵- ابومهند السویداوي کمونېست، د صدام د حکومت جنرال.
۶- عاصي العبیدی کمونېست، د صدام د حکومت د لواء مشر.
۷- ابو عمر قرداش کمونېست، د صدام په حکومت کی دنده لرونکی.
۸- ابو اسامه العرقي کمونېست، د صدام په حکومت کې د لواء مشر.
۹- ابو ایمن العراقي کمونېست، د صدام د حکومت ضابط.
۱۰- ابولقمان کمونیست، د صدام د حکومت جنرال.
۱۱- ابوعمر الشیشاني، چیچنایي الاصله د ګورجستان د استخباراتو ضابط و.
دا د دوی د دولت لوړ پوړي چارواکي وو، چې د خلافت دعوه یې کوله، نو اوس دلته دا خبره واضحه کیږي چې کمونیستان د اسلامي دولت یا خلافت واګي په لاس کې واخلي نو دا کوږ بار به تر منزله ورسي؟
همدا لامل دی چې داعشي خوارج تل د مسلمانانو وینه تویوي او له کمیونستانو څخه د خیر او خدمت تمه کول نو تاسو پوهیږی چې څه مانا لري؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version