د عراقي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه مسؤل د خپل هیواد د کورنیو او بهرنیو چارو پر وزارتونو غږ کړی چې په ترکیه کې یو ازاد ګرځېدونکی داعشی قومندان چې په غیاب کې په اعدام هم محکوم دی محکمې ته راکش کړي.
د القدس العربي ورځپاڼې د راپور له مخې، د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیال، جبار الکناني، رسنیو ته ویلي چې د یوه عراقي عسکر وژونکی داعشی قومندان، رافع مشحن الجمیلي، په ترکیه کې د عراق قونسلګرۍ ته ورغلی او آزاد پکې ګرځېدلی دی.
نوموړي د خپل هیواد له ادارو غوښتي چې دا قضیه په دقت سره تعقیب کړي او داعشی قومندان ونیسي.
د الجمیلي په لاس د وژل شوي عراقي عسکر ورور په یوه ویډیو کې ویلي چې قونسلګرۍ ته د قاتل تګ او هلته له قونسل سره یې لیدنه دا ښيي چې قونسلګرۍ کې دننه یې ملاتړي او همکاران درلودل. قونسلګرۍ ته د الجمیلي ورتګ عراقیان غوسه کړي او پر حکومت یې ټینګار کړی چې له داعشیانو سره د همکارۍ پرځای باید د هغوی پر ضد اقدام وکړي.
د یادونې وړ ده، عراق او سوریه د داعشي خوارجو هغه ولایتونه دي چې د دوی صفونه پکې له جاسوسانو ډک شوي او نور ولایتونه هم د معلوماتو په ورکولو کې احتیاط ورسره کوي. په ترکیه کې د عراق قونسلګرۍ ته د الجمیلي تګ هم ممکن د دې لپاره وي چې غربي استخبارات، د خپلو همکارو عراقي ادارو په توسط، غواړي چې له نوموړي ښه استفاده وکړي او خپل پلانونه ورباندې عملي کړي.