تمدن له هغې ورځې سرچینه اخیستې ده چې انسان د هستۍ ډګر ته قدم ایښی او تر هغه وخته به دوام ولري چې د انسانانو ژوند دوام لري. تمدن هغه ټولنیز نظام دی چې له انسان سره د خپلو فرهنګي لاستهراوړنو په پراختیا کې مرسته کوي. [مصطفی سباعي]
تمدن د تاریخ په اوږدو کې د بشر له مهمو لاستهراوړنو څخه دی. انسان د خپل ټولنیز ژوند له پیله تل هڅه کړې چې د ژوند چاپېریال آباد کړي او پوهه ترلاسه کړي. داسې هېڅ ملت موندلای نه شو چې د تمدن په تاریخ کې یې د خپلو کړنو او لاستهراوړنو پاڼې نه وي ډکې کړې.
هر هغه تمدن چې نړیوال رسالت او بشردوستانه جذابیت درلود او د خپلو اخلاقو، اصولو او بنسټونو په مراعاتولو کې واقعګرا پاتې شوی وي، په تاریخ کې یې دوام او پایښت زیات وي او د بقا او ستاینې وړ ګڼل کېږي. د دغو ټولو هڅو مجموعه د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو تمدنونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.
اسلامي تمدن هغه مهال راڅرګند شو چې نړۍ د ژورې ناپوهۍ او جهل په تیارو کې ډوبه وه او د نړۍ خلکو د وحشت، بېرې او ډار په فضا کې ژوند کاوه. نه داسې کتاب و چې هغوی ته لارښوونه وکړي او نه داسې مصلح انسان پاتې و چې د هغوی ژوند سمبال کړي. خو د اسلامي تمدن له ظهور سره یو ځای د نړۍ په کچه ستر بدلونونه رامنځته شول او د انسان ژوند نوې بڼه خپله کړه.
یاد تمدن هغه مهال د هستۍ ډګر ته راوړاندې شو چې په چین، هند، ایران، مصر او روم کې هم نور تمدنونه موجود وو. اسلامي ټولنه او مسلمانان له بېلابېلو او ژورو ریښو لرونکو تمدنونو، فرهنګونو او عقایدو سره مخ شول او نوی راټوکېدلی اسلامي فرهنګ نه یوازې دا چې ستر معنوي میراث یې له ځانه پرېښود، بلکې د هغه مهال د بېلابېلو تمدنونو وارث هم شو.
اسلامي تمدن یوازې د ښارونو پر جوړولو، اقتصادي پراختیا، علمي پرمختګ یا د پیاوړو حکومتونو پر رامېنځته کولو محدود نه دی؛ بلکې داسې تمدن دی چې د توحید، ایمان، علم، اخلاقو، عدالت او د انسان د کرامت پر بنسټ رامنځته شوی دی. په دغه تمدن کې مادي پرمختګ له معنوي ارزښتونو څخه جلا نه دی او علم او پوهه د انسان د نېکمرغۍ او د ټولنې د آبادۍ لپاره کارول کېږي.
د اسلامي تمدن بنسټ د اسلام له ظهور او د وحې په خاوره کې د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم له بعثت سره خوجت کېښودل شو او د خپل ظهور په مټ یې تیاره ټولنه او فرهنګ روښانه کړل. قرآن کریم انسان تفکر، زدهکړې، عدالت، د ځمکې آبادۍ او د ټولنې اصلاح ته راوباله. د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم هم د ایمان، ورورولۍ، عدالت او ټولنیز مسئولیت پر بنسټونو د ولاړې ټولنې په جوړولو سره د یوې متمدنې ټولنې لومړني بنسټونه ټینګ کړل.
اسلامي تمدن د نبوي عصر او د راشده خلفاوو له دورې وروسته په تدریجي ډول پراخ شو او د اسلامي نړۍ له ختیځه تر لوېدیځه، په بېلابېلو سیمو کې ستر علمي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي مرکزونه رامېنځته شول. مسلمانانو د دیني علومو ترڅنګ په طب، ریاضیاتو، نجوم، جغرافیه، فلسفه، معمارۍ، ادبیاتو او طبیعي علومو کې هم مهم اثار او لاستهراوړنې له ځانه پرېښودې. له همدې امله، اسلامي تمدن د انسان د ژوند یو هراړخیز نظام بلل کېدای شي چې د ایمان او علم، اخلاقو او پرمختګ، دنیا او آخرت، او د فرد د حقونو او د ټولنې د مصلحتونو ترمېنځ توازن رامنځته کوي.
د دې تمدن د پېژندنې اهمیت یوازې د تېر ویاړ په یادولو کې نه دی؛ بلکې د هغه سمه پېژندنه مسلمانان دې ته متوجه کولای شي چې خپل علمي، اخلاقي او فرهنګي ظرفیتونه وپېژني او د یوه غوره راتلونکي په جوړولو کې ترې ګټه واخلي. له بلې خوا ډېر هغه اصول چې اسلامي تمدن پرې ولاړ دی لکه عدالت، د انسان د کرامت ساتنه، له علم سره مینه او ټولنیز مسئولیت، دا هرڅه نړیوالې اړتیاوې دي او په ټول بشریت پورې اړه لري.












































