افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د اوږدو جګړو او د اسلام د دښمنانو د توطئو له امله درانه زیانونه ګاللي دي. په تېرو سلو کلونو کې هر دښمن په دې خاوره کې خپل زهر شیندلي دي. هر هېواد او ګاونډي د خپلو شومو او ورانوونکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې وطن کې خپل اسونه ځغلولي دي. نن هم، لکه د تېر په څېر، د پاکستان لاسپوڅی او منافق رژیم د خپلې پخوانۍ تګلارې له مخې په افغانستان کې د توطئو او دوهمخیتوب هڅه کوي.
دغه رژیم باید پوه شي چې د افغانستان ملت د سیمې د دغو خاینانو په اړه ترخې تجربې لري؛ خو له دې وروسته به هېڅ مکار او دښمن ته اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې توطئې جوړې کړي او ورانکارۍ ته لاس واچوي. پوځي رژیم غواړي د سرحدي سیمو ترمنځ د اړیکو، د افرادو او د کرښې هاخوا د تړاوونو له لارې د وسلهوالو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.
په داسې شرایطو کې، د هرې ډلې له لوري د کسانو د جذب مرکزونو جوړول، د تجهیزاتو لېږد او د عملیاتو تنظیم هغه خطرونه دي چې د سیمې هېوادونه باید ورته متوجه وي.
ځکه د دې موضوع اهمیت یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه هم له تاوتریخوالي سره د ملې افراطپالنې او داعش پورې تړلو شبکو د فعالیتونو له ګواښونو سره مخ دي.
فتنهګره داعش ډله په خپلو تبلیغاتو او موخو کې د یوه هېواد تر پولو محدوده نه ده. د کسانو جذبول، پر انټرنېټ تبلیغات، د پټو اړیکو جوړول او د خپلو عملیاتو د پراخولو هڅې کولای شي په یو وخت کې د څو هېوادونو امنیت اغېزمن کړي. له همدې امله، که د دې ډلې د ملاتړ شبکې یا روزنیز مرکزونه د سیمې په هره برخه کې جوړ شي، پایلې او اغېزې به یې د هغو سیمو له پولو واوړي چې دغه مرکزونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
په دې وضعیت کې، د سیمې هېوادونه باید د کره معلوماتو پر تبادلې، د دغو ډلو د مالي سرچینو پر وړاندې مبارزې، د نوو کسانو د جذب د مخنیوي او د امنیتي راپورونو پر خپلواکې ارزونې تمرکز وکړي. د سیمې امنیت په سیاسي شعارونو نه تأمینېږي، بلکې عملي اقداماتو، رښتینې همکارۍ او حسابورکونې ته اړتیا لري.
د سیمې د امنیت په اړه د پاکستان مسؤلیت
پاکستان د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه مسؤلیت لري چې اجازه ورنه کړي خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد د وسلهوالو ډلو د عملیاتو د پلانولو یا ترسره کولو لپاره وکارول شي. همدارنګه، د افغانستان، پښتونخوا او منځنۍ آسیا د خلکو امنیت باید د سیاسي سیالیو یا د دغه رژیم د پټو محاسبو قرباني نه شي. هره هغه تګلاره چې په قصدي ډول د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي، په پای کې کولای شي په ټوله سیمه کې د بېثباتۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
له همدې امله، په پاکستان کې د داعش او نورو ډلو د فعالیتونو د احتمالي پراختیا د مخنیوي لپاره، د سیمې هېوادونه باید عملي او بنسټیز ګامونه واخلي او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.











































