نړۍ که هر څومره پرمختګ وکړي، پر سپوږمۍ ښارونه او مېشتځایونه جوړ کړي، په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې بېپیلوټه الوتکې تولید کړي او د سپوږمکیو په وسیله د ځمکې هره لوېشت تر څار لاندې راولي، خو د جګړې یو اصل لا هم نه دی بدل شوی؛ هغه دا چې منظم پوځونه ښايي جګړې وګټي، خو د چریکي مبارزې پر روحیه سمبال ولسونه هېڅکله نه شي مغلوب کولای.
چریکي جګړه یوازې یوه جنګي تګلاره نه، بلکې د ژوند یو ځانګړی طرز دی. دا هغه جګړه ده چې پکې تر وسلې هوډ او مېړانه، تر ټکنالوژۍ جغرافیوي موقعیت او تر منظم پوځ ولسي ځواک ډېر اغېز لري. د دې حقیقت تر ټولو څرګنده بېلګه افغانستان دی. تاریخ شاهد دی چې هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی افغانستان د تل لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي. لومړی برتانوي استعمار راغی؛ هغه امپراتورۍ چې ویل کېدل لمر یې پر قلمرو نه لوېږي، خو د افغانستان له دې غرني ولس سره په درېیو جګړو کې له داسې ماتې او رسوایۍ سره مخ شوه چې تر نن ورځې یې د پوځي تاریخ پر تندي د یوه تور داغ په توګه یادېږي. دا د برتانوي امپراتوري د تاریخ له تر ټولو درنو ماتو څخه وه.
ورپسې شوروي اتحاد راغی؛ هغه مهالنی زبرځواک چې حتی امریکا ته یې هم سترګې برګې نیولې، خو نږدې لس کاله د همدې څپلیو په پښو، بېوزلو او له لږو امکاناتو برخمنو مجاهدینو په لاس له سختې جګړې او پرلهپسې زیانونو سره مخ و، بالاخره یې له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل او څه موده وروسته خپله شوروي امپراتوري هم ټوټه ټوټه شوه.
له هغه وروسته یو بل زبرځواک د جګړې ډګر ته راودانګل؛ امریکا او ناټو، چې د نړۍ په تر ټولو پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ سمبال وو، د ۵۲ هېوادونو ائتلاف یې تر شا ولاړ و او په جګړه یې تریلیونونه ډالر ولګول؛ خو له دې ټولو امکاناتو سره سره، بالاخره د همدې چریکي مبارزې پر وړاندې د ماتې منلو ته اړ شول او د شپې په تیاره کې یې د بګرام پوځي اډه پرېښوده او ووتل. «همدا لامل دی چې افغانستان ته د امپراتوریو هدیره ویل کېږي.»
اوس پوښتنه دا ده چې هغه ځواک څه شی دی چې د نړۍ درې ستر قدرتونه یې له ماتې سره مخ کړل؟ ځواب دا دی چې دا نه کومه ځانګړې وسله ده او نه هم پرمختللې ټکنالوژي؛ بلکې دا له خپلو غرونو او خاورې سره مینه، له مرګه نه وېره او له غلامۍ څخه د کرکې هغه احساس دی چې افغان ماشوم یې د مور له غېږې سره یو ځای خپلوي.
د دغو درېیو زبرځواکونو له عبرتناکو ماتو وروسته، اوس څلورم ځواک هم د همدې خوب د پوره کولو هڅې په نوې بڼه پیل کړې دي. بېلابېل چلونه او حربې یې وازمویلې، خو الحمد لله تعالی، تر اوسه یې هره هڅه له ناکامۍ او نامرادۍ سره مخ شوې ده. په لومړي پړاو کې یې هڅه وکړه چې کوم کار له بهره ترسره نه شو، هغه د داعش په نوم له دننه ترسره کړي. له همدې امله داعش د فعالیت لپاره لاس او پښې ووهلې، خو افغانانو په داسې چټکتیا د داعش شبکې وځپلې او ریښې یې ور وایستلې چې په ټوله سیمه کې یې ساری نه لیدل کېږي. نن په ټول افغانستان کې د داعش نوم او نښان هم نه دی پاتې.
کله چې ځمکنۍ حربه ناکامه شوه، پاکستان د هوايي بریدونو د ترسره کولو او بریاوو ادعاوې پیل کړې. کله به یې ویل چې په فلانۍ دره کې یې دومره ترهګر وژلي او کله به یې ادعا کوله چې په فلانۍ سیمه کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر له منځه وړی دی، او داسې نورې ادعاوې یې کولې. خو د نړۍ هېڅ خپلواکې رسنۍ د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره نه کوم قبر او نه هم کوم کره ثبوت وړاندې کړ. برعکس نړیوالو رسنیو دغه ادعاوې د دروغو ټولګه وبللې او د پاکستان دوهمخی چلند یې په نړیواله کچه بربنډ کړ. په پایله کې دا حربه هم له بشپړې ناکامۍ سره مخ شوه.
ورپسې یې هڅه وکړه چې اجیر یاغیان راولاړ کړي او د هغوی په وسیله په افغانستان کې کورنۍ فتنې او ګډوډۍ رامنځته کړي؛ یعنې نړۍ ته داسې وښيي چې ګواکې د افغانستان خپل خلک د خپل حکومت پر ضد راپورته شوي دي. د همدې موخې لپاره یې بېلابېلې څېرې رامخې ته کړې، خو پایله یې څه شوه؟ یو مرکز یې په بشپړ ډول له منځه ولاړ او د بلې ډلې مشر له خپلو لسګونو وسلهوالو ملګرو سره ژوندی ونیول شو. دا د چریکي جګړې له اصولو څخه د هغوی د ناخبرۍ څرګنده بېلګه وه؛ ځکه اجیر کسان هېڅکله له یوه پر خپل فکر او عقیده ولاړ ولس سره د مقابلې توان نه لري.
اوس وروستۍ دسیسه؛ په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج نافذول:
کله چې ټول بهرني او کورني بریدونه او دسیسې ناکامې شوې، نو اوس یې په خیبر پښتونخوا کې ولسي حکومت هم له منځه یووړ او ګورنر راج یې نافذ کړ. یاد ولرئ! دا یوازې یوه اداري پرېکړه نه، بلکې یوه سنجول شوې جنګي تګلاره ده. د سرچینو او طبیعي زېرمو پر ولکه سربېره، د دې اقدام تر ټولو ستر هدف دا دی چې په دې ټوله سرحدي سیمه کې داعش خراسان بیا منظم کړي، ورته پټنځایونه جوړ کړي، روزنیز مرکزونه ورته پرانیزي او بیا یې د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې خپاره کړي.
دا پلان به څو موخې ولري: لومړی دا چې دغه کسان به له هغو کورنیو وسلهوالو ډلو سره وجنګول شي چې د پاکستان د پوځ پر ضد فعالیت کوي. دویم دا چې د هېواد دننه به د هغو سیاسي، مذهبي او ولسي شخصیتونو پر ضد وکارول شي چې د حق خبره کوي. ورپسې به د تکفیري فتواوو په وسیله د هغوی پر ضد اقداماتو ته د مشروعیت رنګ ورکړل شي، خو د دې پلان تر شا ولاړ کسان به ځانونه له هر ډول مسؤلیت څخه خلاص کړي او حتی د دغو پېښو په اړه به سخت غندونکي بیانونه هم خپاره کړي.
خو د دې ټولو تر شا تر ټولو ستر او وروستی هدف افغانستان دی؛ یعنې دغه ټولې شبکې به پیاوړې کړل شي، څو یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي حکومت پر ضد وکارول شي او په هېواد کې ګډوډي او بېثباتي رامنځته کړي.
خو دا ډارن دښمن دې د خپلو ټولو دغو پلانونو تر عملي کولو وړاندې لږ فکر وکړي چې له چا سره د جګړې ډګر ته وردانګي!
په یاد ولرئ! دا جګړه یوازې په افغانستان کې له یوه واکمن حکومت سره نه ده او نه هم یوازې له یوه حکومتي جوړښت سره؛ بلکې دا د یوه بشپړ فکر، عقیدې او ولسي روحیې پر وړاندې جګړه ده.
په افغانستان کې پوځ او ولس دوه بېل حقیقتونه نه، بلکې د یوه حقیقت دوه نومونه دي. هلته هر کور یو سنګر دی، د هرې مور غېږ د یوه چریک د روزنې زانګو ده او هر ماشوم د راتلونکي یوه مبارز په توګه لویېږي.
که وویل شي چې د افغانستان ټول وګړي په حقیقت کې یو چریکي پوځ دی، نو دا به مبالغه نه، بلکې عین حقیقت وي.
له همدې امله به دا پلان هم د نورو ناکامو پلانونو په څېر پخپله له منځه ولاړ شي؛ ځکه تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې پر افغانستان برید کولای شئ، خو د افغانستان د تسخیر او د دې خاورې د تابع کولو خوب به مو هېڅکله په حقیقت بدل نه شي.










































