کله چې خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنت څخه دا خبره ثابته ده چې د کوم غیر مسلمان د احسان اعتراف کېدای شي او د هغه د مثبت کردار ستاینه کېدای شي، نو بیا د کوم مسلمان له خوا د یو کافر د کومې مرستې، ښه چلند یا د ستاینې وړ دریځ په اړه د هغه ستاینه کول یا مننه ترې کول په کوم دلیل کفر بلل کېدای شي؟
حقیقت دا دی چې هغه کسان چې دا ډول دعوه کوي، یوازې د خوارجو په څېر د ګناهونو له امله د مسلمانانو تکفیر نه کوي؛ بلکې تر دې هم وړاندې ځي او هغه چارې هم د کفر سبب ګڼي چې مشروعیت یې خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک سنت څخه ثابت دی. همدا ډول فکر د افراط، علمي بېاعتدالۍ او د شرعي نصوصو څخه د انحراف ښکاره نښه ده.
بلکې که یو مسلمان د یو کافر د ښې عادت، غوره اخلاقو یا د ستاینې وړ خصلت تعریف وکړي، که څه هم هغه کافر پر ده کوم احسان هم نه وي کړی، بیا هم په شرعي لحاظ په دې کې هېڅ ستونزه نشته. همدارنګه که یو مسلمان د کوم کافر د ښه نوم، ښو اخلاقو یا شرافت له امله د هغه له کورنۍ سره ښه چلند وکړي، دا هم روا دی. د دې روښانه بېلګه له سفانه بنت حاتم طایي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه چلند دی.
له همدې امله، د یوه کافر د کومې ښې ځانګړنې اعتراف کول، د هغه د کوم احسان مننه کول، یا د هغه د کوم مثبت کردار ستاینه کول د تکفیر سبب نه شي کېدای. داسې چارې د کفر سبب بلل په حقیقت کې د هغو افراطي کسانو طرز فکر دی چې نه د دین له حقیقت څخه خبر دي او نه د هغه له اصولو او ضوابطو څخه.
البته که کوم مسلمان د چاپلوسۍ، دنیاوي ګټې یا کومې ناروا موخې له امله د یوه کافر داسې ستاینه وکړي چې هغه په حقیقت کې د هغې وړ نه وي، نو دا یقیناً یو حرام او باطل عمل دی؛ خو یوازې د همدې له امله هغه کس کافر نه شي بلل کېدای. خو که هغه د کافر د کفر ستاینه وکړي، د هغه شرک سم او د منلو وړ وبولي، د مسلمانانو پر وړاندې د هغه د تېري ستاینه وکړي، یا په وینا، عمل یا عملي همکارۍ سره د مسلمانانو پر ضد د هغه مرسته وکړي، نو دا هغه چارې دي چې د خپل حقیقت او نوعیت له مخې د کفر سبب کېدای شي.
له همدې امله، د حق غوښتونکي لپاره لازمه ده چې په داسې حساسو مسئلو کې د موضوعاتو له ګډولو څخه ځان وساتي، او د داعشي خوارجو او نورو افراطي ډلو له خوا خپرو شوو غلطو فهمیو او شبهاتو ښکار نه شي.
تر کومه ځایه چې له کفري هېوادونو او اشخاصو سره د اړیکو، متقابل اقتصادي همکاریو، سوداګریزو اړیکو، سیاسي مناسباتو، ډیپلوماتیکو لیدنو او په ځینو حالاتو کې د اتحاد خبره ده؛ نو که د دې موخه د اسلامي دولت د ګټو ساتنه، د مسلمانانو د مصلحتونو رعایت، یا له هغوی څخه د لګېدلو بندیزونو او محاصرو ختمول وي، او دا ټولې چارې د شریعت د ټاکل شوو اصولو او حدودو مطابق ترسره کېږي، نو دا د اسلامي سیاستِ شرعیه له روا برخو څخه دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت په دې برخه کې غوره لارښوونه وړاندې کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له غیر مسلمانو سره بېلابېل ډول تعاملات کړي دي؛ د هغوی د پلاويو هرکلی یې کړی، که وروسته مسلمان شوي وي او که نه وي شوي، له ګڼو قومونو او ډلو سره یې تړونونه کړي، له ځینو سره یې موقتي اتحادونه کړي، له هغوی سره یې پېر او پلور کړی، او د هغه مبارک وفات په داسې حال کې وشو چې د هغه زغره له یوه یهودي سره ګرو وه.
دا ټول حقایق هغه بنسټ له منځه وړي چې د افراطي ډلو شبهات پرې ولاړ دي، او د هغوی د بې بنسټه دعوو حقیقت روښانه کوي. له همدې امله اړینه ده چې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت ژوره مطالعه وکړي او هغو باوري علمي کتابونو ته مراجعه وکړي چې له کفري دولتونو او اشخاصو سره د اړیکو او تعاملاتو شرعي احکام یې په تفصیل سره بیان کړي دي. همدا لاره کولای شي د هغو کسانو له زړونو څخه د شبهاتو تیاره لرې کړي چې د افراطي تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.
یاد ولرئ!
تر ټولو ستره ناپوهي دا ده چې د داسې تورتم په منځ کې د یوه بلېدونکي څراغ د مړه کولو هڅه وشي، حال دا چې ښه معلومه وي، که دا څراغ مړ شي، نو هر لوري ته به داسې تیاره خپره شي چې انسان به خپل لاس هم د خپلو سترګو مخې ته ونه شي لیدلای.
اوس لږ فکر وکړئ! که هغه یوازې یو عادي څراغ نه وي، بلکې یوه ستره رڼا وي، که څه هم په کې لا هم د کمزورۍ او نیمګړتیا څو نښې پاتې وي، خو د سهار د رښتینې سپېدنې رڼا د راختو په درشل کې وي، او د همدې رڼا خاوندان هم په بشپړې دیانتدارۍ او اخلاص سره د دغو پاتې نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي، نو د داسې رڼا د مړه کولو هڅه نه یوازې د عقل او حکمت خلاف ده، بلکې یوه داسې درنه تېروتنه ده چې زیان یې ټولنه په ګډه ګالي.
حقیقت دا دی چې له رڼا سره دښمني یوازې هغه کسان کوي چې له تیارو سره یې مینه وي، د هر خیر او نېکۍ له څرګندونې کرکه لري، د هر اصلاحي هڅې مخالفت کوي، او په افراط کې دومره وړاندې ځي چې د رڼا هماغه لږې نیمګړتیاوې پلمه ګرځوي او غواړي ټول څراغ مړ کړي. حال دا چې د عقل، انصاف او حکمت غوښتنه دا ده چې رڼا ژوندۍ وساتل شي، نیمګړتیاوې یې اصلاح شي او لا نوره هم پیاوړې او روښانه کړل شي، نه دا چې یو ځل بیا پر ټولنه د تیارو واکمني وتپل شي.
دویمه شبهه: د شرکي کړنو د اجازې او ساتنې تور
د یوه مسلمان وګړي یا حکومت په اړه د شرعي حکم تر کولو وړاندې اړینه ده چې ورپورې د تړل شویو خبرو پلټنه وشي او چلند یې په سم چوکاټ کې وڅېړل شي. یوازې د تورونو، نیمګړو معلوماتو یا بېلابېلو چارو ته د یوې معنا ورکولو پر بنسټ د تکفیر حکم صادرول نه له علمي امانتدارۍ سره سمون لري او نه له شرعي احتیاط سره. د قبرونو زیارت او له مړو څخه د مرستې غوښتل، د تاریخي ځایونو لیدل او د بتانو عبادت کول، همدارنګه د یوه وګړي د حقوقو ساتنه او د هغه د عقایدو تاییدول، سره توپیر لري. که دا توپیرونه له پامه وغورځول شي، د چارو د حقیقت د روښانه کېدو پر ځای لا ډېرې ناسمې انګېرنې رامنځته کېږي.
زموږ په هېواد کې داعشي خوارج د اسلامي امارت پر چلند د نیوکې پر مهال دا بېلابېلې چارې سره ګډوي او بیا پر همدې بنسټ د تکفیر پایلې ترې راباسي. له همدې امله اړینه ده چې د دې شبهې بېلابېل اړخونه په جلا توګه وڅېړل شي، څو د ادعا او حقیقت، همدارنګه د یوه عمل او له هغه څخه د اخیستل کېدونکي شرعي حکم ترمنځ توپیر څرګند شي.
داعشي خوارج چې اسلامي امارت تکفیروي، دا تور لګوي:
«اسلامي امارت له قبرونو سره د تړلو شرکي کړنو، له مړو څخه د مرستې غوښتلو او د بودا د مجسمو د زیارت اجازه ورکوي. همدارنګه د اهل تشیع د شرکي عقایدو او کړنو ساتنه کوي او هغوی د صحابهوو او امهات المؤمنین رضی الله عنهم په شان کې له سپکاوي نه منع کوي.»
په دې تور کې څو بېلابېلې چارې سره یوځای شوې دي. د هرې چارې پر حقیقت او څرنګوالي له پوهېدو پرته حکم کول سم نه دي.
د قبرونو زیارت او مړو ته دعا:
د قبرونو اړوند شرکي کړنو او له مړو څخه د مرستې غوښتلو په اړه باید وویل شي چې زموږ په هېواد کې دا ډول کړنو ته اجازه ورکول د اسلامي امارت تګلاره نه ده. البته، په هېواد کې د محمود غزنوي رحمه الله په څېر د مشهورو تاریخي سپهسالارانو قبرونه او مزارونه شته. همدارنګه د ځینو شهیدانو او د تحریک د مشرانو قبرونه هم شته چې د امارت ځینې مسؤولین ورځي او هلته خښو شویو کسانو ته دعا کوي. دلته پر بنسټیز توپیر پوهېدل اړین دي: یوه قبر ته ورتلل او هلته خښ شوي مسلمان ته له الله تعالی څخه دعا غوښتل یوه خبره ده، خو له مړي څخه د حاجتونو غوښتل او د مرستې لپاره هغه رابلل بله خبره ده. دا دواړه یو شان ګڼل سم نه دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله د بقیع زیارت ته تله او هلته خښو شویو مسلمانانو ته یې دعا کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبُورِ أَلَا فَزُورُوهَا فَإِنَّهَا تُذَكِّرُ بِالْآخِرَةِ».
ژباړه: ما تاسې د قبرونو له زیارته منع کړي وئ؛ اوس یې زیارت کوئ، ځکه د آخرت یاد درته تازه کوي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرئیل علیه السلام دا پیغام بیان کړی دی:
«إِنَّ رَبَّكَ يَأْمُرُكَ أَنْ تَأْتِيَ أَهْلَ الْبَقِيعِ فَتَسْتَغْفِرَ لَهُم». (صحيح مسلم، حدیث: ۹۷۴)
ژباړه: بېشکه ستا رب تاته حکم کوي چې د بقیع هدیرې ته ورشې او هلته خښو شویو کسانو ته د بښنې دعا وکړې.
له همدې امله، یوازې یوه قبر ته ورتلل او هلته خښ شوي کس ته دعا کول شرک نه شي بلل کېدای. که په کوم ځانګړي ځای کې د یوه شرعخلاف عمل ادعا کېږي، باید د هغه د ثبوت او څرنګوالي په اړه خبرې وشي؛ یوازې زیارت کول یې دلیل نه شي ګرځېدای.










































