کله چې پر یوه کس په فردي او شخصي کچه ظلم کېږي، که د هغه شخصیت، ځان، مال یا عزت په نښه کېږي، نو اسلامي شریعت تر هر څه وړاندې هغه ته «د بریدګر د دفع کولو او له خپل ځان څخه د دفاع بنسټیز حق» ورکوي. د اسلامي فقهې د یوه منل شوي اصل له مخې، که یو څوک د بل چا پر ځان یا مال په ناحقه برید وکړي، نو مظلوم حق لري چې له سپکې لارې پیل او د اړتیا په اندازه په تدریجي ډول د خپل ځان دفاع وکړي او بریدګر ته د شریعت له خوا د اجازې تر بریده په زیان رسولو سره هم ځان خوندي کړي.
لکه څنګه چې د جامع الترمذي د ۱۴۲۱ شمېرې حدیث له مفهوم سره سم، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د څرګندو لارښوونو په رڼا کې، هغه څوک چې د خپل حق، ځان او مال د ساتنې پر مهال ووژل شي، د شریعت له مخې د «شهید» درجه ترلاسه کوي. پر دې سربېره، شریعت مظلوم ته دا اجازه هم ورکوي چې د ظالم پر وړاندې په ښکاره غږ پورته کړي، د هغه بدي څرګنده کړي او له ځان سره د شوې تېري په اندازه بدله، یعنې قصاص یا مالي عوض وغواړي. لکه څنګه چې په قرآن کریم کې فرمایل شوي دي: «الله تعالی دا نه خوښوي چې بدي په ښکاره په ژبه راوړل شي، مګر مظلوم ته یې اجازه شته.» (سورة النساء: ۱۴۸)
خو شریعت د فردي حقونو په دې مسئله کې خورا دقیق او څرګند حدود هم ټاکلي دي. مظلوم ته چې د بدلې اخیستلو یا دفاع کوم حق ورکول کېږي، هغه یوازې «د برابرۍ او له حده د نه اوښتلو» تر پولې محدود دی. یعنې مظلوم له ظالم څخه یوازې د هماغه ظلم په اندازه بدله اخیستلای شي، څومره تېری چې پر ده شوی وي. له دې اندازې لږ هم اوښتل د شریعت له مخې ظلم او تېری ګرځي.
لکه څنګه چې د سورة الشورى په ۴۰ آیت کې راغلي دي:
«وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ»
او د بدۍ بدله د هغې په اندازه بدي، یعنې برابره بدله ده؛ نو څوک چې بښنه وکړي او روغه جوړه راولي، اجر یې د الله پر غاړه دی. بېشکه هغه له ظالمانو، یعنې له حده اوښتونکو سره مینه نه لري.
دویمه مهمه خبره دا ده چې په فردي توګه د بدلې اخیستلو یا سزا ورکولو حق دا معنا نه لري چې مظلوم دې په خپل سر قانون مات کړي؛ بلکې د دې لپاره د اجازې او شرعي کړنلارې پابندي اړینه ده. د عدالت د ټینګښت او د دې لپاره چې غچ اخیستل په شخصي لېونتوب بدل نه شي، وروستۍ پرېکړه یې شرعي قاضي یا قضایي نظام ته سپارل کېږي، څو ټولنه د شخصي دښمنیو او ګډوډۍ په ډګر بدله نه شي.
په دې توګه شریعت فردي مظلوم ته د خپل ځان د دفاع او عدالت غوښتنې بشپړ شرعي جواز ورکوي؛ خو ورسره یې د ټاکلو حدودو او شرطونو پابندوي، څو د غچ اخیستلو لړۍ بېمهاره نه شي. خو کله چې دا ظلم له فردي کچې واوړي او ټولیزه او دولتي بڼه خپله کړي، نو د مظلوم په ذهن کې یوازې د خپل درد د درملنې پوښتنه نه راپورته کېږي، بلکې د شریعت د احکامو، عدالت او د بدلې اخیستلو د فلسفې په اړه هم سلګونه پوښتنې راولاړېږي.
راځئ، دا موضوع لږ په تفصیل او ژوره توګه وڅېړو…
یو عام انسان چې کله ویني، د ده پر مېنه، کلي یا ښار په ظالمانه توګه دولتي پوځي عملیات شوي، خلک بېکوره شوي او د مظلومیت د جبران، اعتراض او د عدالت غوښتنې ټولې لارې تړل شوې او په لوی لاس بندې کړای شوې دي… ان محکمې هم چوپې نندارچیانې شوې دي، یا د ظالم مټې پیاوړې کوي؛ نو د یوه مسلمان په توګه د خپل رب له دین څخه ځواب او انصاف غواړي چې: «انصاف چېرته دی؟»
پوښتنه دا پیدا کیږي چې کله د مظلوم پر مخ د محکمې هېڅ ور پرانیستی پاتې نه شي، ایا شریعت دغه مظلوم مسلمان ته امر کوي چې لاس تر زنې کښېني؟ او ایا د ظالم پر وړاندې د اقدام پر مهال د هغه مذهب ته کتل اړین دي؟
د ظالم مذهب او د عدالت نړیوال اسلامي تصور
د اسلامي شریعت تر ټولو بنسټیز او نه بدلېدونکی اصل دا دی چې: «ظلم په هر حال ظلم دی؛ که کوونکی یې مسلمان وي او که د الف، بې، تې او ثې په څېر هر یو غیرمسلمان…» د اسلامي عدالت له نظره، د مظلوم حق او د ظالم تعقیب په هېڅ مذهبي یا قبیلوي توپیر پورې نه تړل کېږي. لکه څنګه چې د قرآن کریم د النحل سورت په ۱۲۶م آیت کې الله تعالی فرمایي: «او که غچ اخلئ، نو یوازې هومره غچ واخلئ، څومره چې پر تاسې تېری شوی وي.»
د جامع الترمذي په ۱۳۹۳مه حدیث کې راغلي دي چې:
یوه سړي له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل:
«اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! که یو څوک زما د مال د لوټلو لپاره راشي، څه وکړم؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«خپل مال مه ورکوه.»
هغه وپوښتل:
«که راسره وجنګېږي؟»
ویې فرمایل:
«ته هم ورسره وجنګېږه.»
هغه وویل:
«که یې ووژلم؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«نو ته شهید یې.»
هغه وپوښتل:
«که ما هغه وواژه؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«هغه به دوزخ ته ځي.»
له دې وینا څرګندېږي چې دفاع د برید په مخنیوي پورې تړاو لري؛ د بریدګر مذهبي پېژندپاڼه یا د هغه مسلمانوالی ظالم ته خوندیتوب نه ورکوي.
له تاوتریخوالي ډک یا وسلهوال مقاومت: بغاوت که د دفاع حق؟ دلته په ټولنه کې د مقاومت او بغاوت په اړه د دود شوي تصور درک کول هم اړین دي…
هغه داسې چې کله خبره له فردي دفاع څخه واوړي او په ټولیزه کچه د ظالم دولت یا ځواک پر وړاندې وسلهوالو اقداماتو ته ورسېږي، نو د ژبې او اصطلاحاتو کارول ځانګړی اهمیت پیدا کوي. ظالم ځواکونه تل د مظلومې طبقې دفاعي هڅو ته د «بغاوت»، «خروج» یا «ترهګرۍ» نوم ورکوي، څو مظلومه طبقه په کورنۍ او نړیواله کچه له اخلاقي او مذهبي پلوه یوازې او بېملاتړه کړي.
خو له شرعي او فقهي پلوه، په علمي تعبیر: «بغاوت (بغي) هغه سرغړونه ده… چې د یوه عادل، قانونپال او شرعي حاکم پر وړاندې یوازې د واک ترلاسه کولو یا فساد د خپرولو لپاره ترسره شي.» له بلې خوا، کله چې دولت پخپله پر بېګناه وګړو بمبارۍ کوي، هغوی بېموجبه بیا بیا کډوالۍ ته اړ باسي او قضائیه قوه د بډو یا وېرې له امله د ظالم د لاس اله وګرځي؛ نو د مظلوم له خوا وسله پر اوږه کول او د خپلې دفاع او حق لپاره درېدل «بغاوت» نه، بلکې «وسلهوال مقاومت» (Armed Resistance) او «له ځان څخه دفاع» بلل کېږي.
په دې اړه د اسلامي فقهې د ستر امام، حضرت ابو حنیفه رحمه الله، فکري دریځ خورا څرګند دی. نوموړي د اموي او عباسي حکومتونو په دورو کې د جابرو واکمنانو پر وړاندې د سیدنا نفس زکیه رحمه الله او سیدنا زید بن علي رحمه الله د غورځنګونو نه یوازې اخلاقي، بلکې مالي ملاتړ هم کړی و. د امام اعظم رحمه الله په اند، د جابر واکمن او جابر نظام پر وړاندې د خپلو حقونو ساتنه، په بېجرئتۍ سره د ظلم تر زغملو خورا غوره عمل و؛ په دې شرط چې موخه یې د ظلم له منځه وړل او د عدل او انصاف تأمین وي.
نور بیا…











































