کله چې د يوه وحشي رژيم پوځي الوتکې د ملکيانو پر کورونو او د محصلينو د علمي درسګاوو پر مقدسو دیوالونو بمونه وروي، دا یوازې یوه پوځي تېروتنه نه ده؛ بلکې دا د هغې صهيونيستي پروژې یوه برخه ده چې غواړي د منځني ختيځ د ویښو ملتونو مغزونه په بارودو فلج کړي. پر کونړ د پاکستاني رژیم وروستي بریدونه، چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون او د سرکاڼو مېشت کلي یې په وینو لېت پېت کړل، په حقیقت کې د هغې “وحشیانه هندارې” یو عکس دی چې اسراییل او امریکا یې په سیمه کې کاروي.
دا بمبارۍ په دقیق ډول د هغو جنایتونو کاپي ده چې څه موده وړاندې د ایران په زړه (تهران) کې د زده کوونکو یو تعلیمي مرکز په نښه شو. هلته هم هدف “پوهه” وه او دلته هم. دا ډول پاروونکې کړنې ښکاره کوي چې د افغاني محصلينو د وژونکي رژیم خټه له هغو اشغالګرو سره اخښل شوې چې په لبنان او تهران کې یې پوهنتونونه او کتابتونونه په نښه کړل ترڅو راتلونکي نسلونه د ذلت په تیاره کې وساتي. د کونړ پر پوهنتون برید، د هغې فکري جګړې دوام دی چې غواړي افغان ځوان له کتابه لیرې او په جګړو کې ښکېل وساتي.
په سرکاڼو کې د یوه کلي بشپړ په نښه کول ثابتوي چې د بریدګر منطق د “بې توپیره وژنې” پر بنسټ ولاړ دی. دا هماغه وحشت دی چې نن یې اسراییل په لبنان کې ترسره کوي؛ هلته چې ملکي کورونه د جنګي الوتکو د تمرین په ډګر بدل شوي. کله چې یو رژیم د خپلو همژبو او ګاونډیو په وړاندې د صهیونیستي تاکتیکونو څخه کار اخلي، دا په ډاګه کوي چې د هغوی “استراتیژیک عمق” نور په انساني وژنه او د مېشت ځایونو په ویجاړۍ کې خلاصه شوی دی.
هغه رژیم چې د پوهنتون پر لیلیه او تدریسي خونو بم غورځوي، په حقیقت کې یې د سید جمال الدین افغاني هغې فلسفې ته ماته منلې چې د اسلامي نړۍ د یووالي او بیدارۍ غږ یې پورته کاوه. دا بریدونه یوازې پر خاوره تېری نه دی، بلکې پر هغه مشترک تمدن برید دی چې علم او معرفت یې د بقا ضامن وو.
تاریخ ثابته کړې چې د بارودو په لوګیو کې د علم ډېوې نه مړې کېږي. که امریکا په تهران کې، اسراییل په بیروت کې او د پاکستان متجاوز رژیم په کونړ کې پوهنتونونه په نښه کوي، دا د هغوی د “فکري افلاس” نښه ده. د کونړ د پوهنتون هر ویجاړ شوی دیوال به د داسې یوې بیدارۍ بنسټ شي چې د بریدګر رژیم د زوال نغاره به وغږوي.
پوهنتون د انسانیت د بقا مرکز دی او پر هغه برید په حقیقت کې د بشري ارزښتونو ننګول دي. زموږ قلمونه به د جګړې او وحشيانه بمبارونو په وړاندې د عدالت او رڼا تاریخي مبارزه جاري ساتي. کونړ د نړۍ د هغو تحصیلي مرکزونو استازیتوب کوي چې د استعمارګرو د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.












































