په شمال کې د داعش ځپلو او که د هغوي تجهیزولو عملیات؟!

سرمقاله : وروسته تر دې چې د ننګرهار په خوګیاڼو لسوالي کې د ولسي خلګو او طالبانو په وسیله د ازرې – کابل په لوري د داعشي جنګیالو د لیږد مخه ډب کړای شوه اوس په شمال کې د دې ډلې تحرکاتو زور اخیستی دی.

له څو ورځو راهیسي نړیوالو او د افغانستان محلي رسنیو په شمال کې د داعشي تحرکاتو او په سیمه کې د هغوی د نویو پوځي فعالیتونو تبلیغاتي هنګامه توده ساتلې ده.

د رسنیو په دې تبلیغاتي کمپاین کې دا هم ویل کیږي چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د دې ډلې هغه عربي او فرانسوي وسله وال هم لیدل شوي کوم چې په عراق او سوریې کې د هغوی تر ماتې وروسته له مختلفولاروڅخه د افغانستان شمال ته راوړل شوي.

مخکې تر دې چې د هیواد په شمال کې داعشي تحرکات زور واخلي د تیر نوومبر په ۲۷ نیټه په سوریه کې د کوردي دیموکراتیکو ځواکونو یوه پوځي قومندان له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې واضح کړه چې پررقه ښار د داعش د خلافت پر مرکز د امریکايي ځواکونو تر برید وړاندې هلته په سلګونو میشت غربي او اروپايي جنګیالي د هغوی له کورنیو سره یوځای د امریکايي الوتکو په وسیله په سیمه کې امریکايي پوځي اډې ته ولیږدول شول.

په منځني ختیځ په تیره سوریه اوعراق کې د داعش په وسیله د امریکايي اهدافو تر تحقق وروسته امریکایان غواړي نور دا پروژه په افغانستان کې د خپلو نیمګړو اهدافو د پوره کولو لپاره دلته را انتقال کړي.

دا چې اوس مهال په شمالي ولایتونو په تیره جوزجان او سرپل کې د سختې یخنۍ له کبله د طالبانو فعالیتونه متوقف دي نو امریکايي ځواکونه په اساني سره کولای شي په یادو سیمو کې داعشي جنګیالي تجهیز او تمویل کړي.

د جنرال نیکلسن په دستور په شمالي ولایتونو کې د ګډ حکومت او امریکايي ځواکونو نوي اعلان شوي عملیات هم د شنونکو په باور د همدې غرض لپاره تر سره کیږي ، نه هلته د داعشي ملیشو د ځپلو په غرض.

ځکه تر دې وړاندې د هیواد په ختیځ ننګرهارولایت کې د امریکايي الوتکو تر حمايي لاندې د ګډو ځواکونو لخوا عین همدا شانته عملیات تر سره شول، چې د عیني شاهدانو او حتی د ننګرهار او کابل میشتو دولتي چارواکو او سیاسي شنونکو په اجماع دا عملیات هلته د داعشي ملیشو د کمزوري کولو لامل نه ؛ بلکې د طالبانو له بریدونو څخه د هغوی د ژغورنې لامل شول .

خو دا چې اوس په ختیځ کې د موسمي او جوي شرائطو له کبله د امریکایانو لخوا د داعشي جنګیالوانتقالاتي پروژه د طالبانو د مقاومت له امله له شکست سره مخ شوې هغوی غواړي همدا پروژه په شمال کې عملي کړي.

ځکه په شمال کې د امریکایانو په ګټه فعلي موسمې شرائط او د عطاء نور او ناراضي دوستم د شخصی ملیشو تر شتون لاندې د داعشي پروژي د تجهیز او بریالیتوب احتمال زیات شونی دی .

همدا وجه ده چې ګډ حکومت له وخت نه په استفادې سره په شمال کې د پراخو پوځي عملیاتو د تر سره کولو تابیا کړې ترڅو هلته د امریکایانو په دستور د داعش ځپلو په پلمو د طالبانو د نفوذ په ساحوکې داعشي ملیشوته د ځای پرځای کیدو زمینه مساعده کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version