دوه شپې وړاندې، د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو اسمان یو ځل بیا د پاکستاني پوځي رژیم د جنګي الوتکو په اورونو او بریدونو ولړزېد. د تېرې شپې قربانیان نه پوځیان وو او نه هم د جګړې په ډګر کې موجود و. هغوی هغه بزګران وو چې د خپل رزق د برابرولو لپاره کروندو ته تللي وو او د شپې د آرام لپاره خپلو کورونو ته راستانه شوي وو، بېخبره له دې چې د پاکستان جنایتکار رژیم به یې خوب او سکون حرام کړي او کورونه به یې په هدېرو بدل کړي.
د دغو قربانیانو په منځ کې هغه معصوم ماشومان هم وو چې لا یې د ژوند خوند نه و څکلی، هغه میندې چې د خپلو اولادونو لپاره یې له آرام او سوکالۍ پرته بل ارمان نه درلود او هغه بزګران چې پینې وهلي لاسونه یې د ژوند لپاره یوازینۍ وسیله وه. خو د پاکستان رژیم دغه انساني ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي؛ ځکه د دوی په درندهخویه منطق کې، هر هغه انسان چې د افغانستان پر خاوره ساه اخلي، د خپلو پټو او راټولو شویو عقدو د تشولو هدف ګڼل کېږي.
اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د پاکستان رژیم تل بېدفاع خلک په نښه کوي؟ ولې د نظامي ځواکونو پر ځای ماشومان او بزګران هدف ګرځوي؟ د دې پوښتنې ځواب په یوه کلمه کې راټولېږي: عقده. دغه رژیم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې له هر ډول نفوذ او فعالیت څخه محروم شوی دی. د دوی لاسونه خپلو ناوړه موخو ته له رسېدو لنډ شوي او نور نه شي کولای په دې خاوره کې خپله پخوانۍ ونډه ترسره کړي.
همدې ناکامۍ او حقارت هغوی تر ټولو وحشیانه کړنو ته اړ کړي دي؛ هغوی د دې لپاره چې وښيي لا هم د زیان رسولو توان لري، د بېګناه خلکو وژنې ته مخه کړې ده. دا جنایتونه د یوه ټپي او ماتخوړلي رژیم د بېوسۍ له چیغو پرته بل څه نه دي، چې غواړي په وینو تویولو سره خپله ماتې پټه کړي.
د پاکستان پوځي رژیم نن دقیقاً د هغه ټپي مار په څېر دی چې د رښتینې مقابلې توان نه لري او د خپل درد او بېوسۍ له امله، خپل زهر پر هر هغه چا شیندي چې د لارې په اوږدو کې یې راشي، که هغه بېګناه ماشومان وي او که بېوسه بزګران. دا چلند د ځواک نښه نه، بلکې د ضعف او ناتوانۍ څرګندونه ده. هغوی پوهېږي چې د افغانستان د ملت د اوسپنیزې ارادې پر وړاندې د درېدو توان نه لري، نو ځکه د ملکي وګړو په وژلو سره هڅه کوي ځان ځواکمن وښيي او خپلې پرلهپسې ماتې پټې کړي. خو دا د دوی وروستۍ ساهګانې دي؛ هغه ساهګانې چې له هر جنایت سره لنډېږي او دغه رژیم د نابودۍ کندې ته لا نږدې کوي.
تاریخ د دې حقیقت رښتینی شاهد دی چې ظلم او جنایت هېڅکله هم تلپاتې نه دي پاتې شوي. هر هغه ظالم چې خپل لاسونه یې د بېګناه خلکو په وینو سره کړي، پایله یې له رسوایۍ او نابودۍ پرته بل څه نه ده لیدلې. که د پاکستان رژیم لږ هم د عقل او تدبر له مخې فکر وکړي، نو درک به کړي چې دغه جنایتونه به بالاخره د دوی خپله لمن ونیسي او د دوی بنسټ به ونړوي. الله تعالی په قرآن عظیمالشان کې فرمایي: ﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ﴾؛ «ګومان مه کوئ چې الله تعالی د ظالمانو له کړنو بېخبره دی.» دا الهي وعده د مظلومانو لپاره ډاډ او د ظالمانو لپاره ستر ګواښ دی.
په پای کې، د افغانستان ملت په دې حقیقت پوهېږي چې د پاکستاني رژیم د هر جنایت تر شا ژوره عقده او سخته بېوسي پرته ده او همدا درک به هغوی لا ډېر د ثبات او استقامت پر لاره روان وساتي. دوی پوهېږي چې دغه ټپي مار، که هر څومره زهر وشیندي، بالاخره به د خپل زهر او ستړیا له امله هلاک شي. د تېرې شپې د شهیدانو وینه به هېڅکله هم ضایع نه شي او دغه جنایتونه به د تاریخ په پاڼو کې د دغه رژیم د ناوړو کارنامې وروستۍ پاڼې وي، چې تاریخ به یې د تر ټولو ناولي ګاونډي او د وحشت د میراثدار په توګه ثبت کړي.











































