طالبان: هیڅ کله به داعش ته دا فرصت ورنه کړو چې افغانستان د فتنې مرکز وګرځوي

عزم(یکشنبه، ۲۵کب ۱۳۹۸):وروسته تر هغه چې طالبانو په هیواد کې د داعش ډلې وروستی سنګر “کونړ ولایت” هم د دغو ملیشو له شتون څخه په بشپړ ډول تصفیه کړ، په یوه تازه اعلامیه کې یې خبرداری ورکړی، چې «کلکه اراده لري ترڅو له افغانستان څخه دغه ډله محوه او د ابد لپاره يې هیوادوال له ضرر څخه خلاص کړي»

طالبانو داعش ډله یوه “مرموزه” او “ظالمه” ډله یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه یې شړلې او تراوسه یوازې د هیواد په محدودو شرقي سیمو کې پاته وه چې په مقابل کې يې تصفیوي عملیاتو جریان در لود او بلاخره یې مرکزونه تصفیه شول.

طالبانو یوځل بیا ژمنه کړې ده چې هیڅ کله به داعش ته دا فرصت ورنه کړي چې افغانستان د فتنې مرکز وګرځوي.

د طالبانو اعلامیه کې پر ولسونو غږ شوی چې د داعش ډلې سره دې له هر ډول مرستو ډډه وکړي« د اسلامي امارت له مجاهدینو سره نور هم اوږه په اوږه ودریږي او یادې ډلې ته دهيڅ ډول جلب اوجذب، روزنې، بسپنې او نور فعالیت اجازه ورنه کړي، ترڅو ونه توانیږي چې په افغانستان کې د بې ګناه خلکو وینې وبهوي د ولسونو ترمنځ کرکه او اختلاف رامنځ ته کړي او یا هم افغانانو او نړیوالو ته له افغانستان څخه تهدید متوجه کړي.»

د یادونې وړ ده چې طالبانو له ننګرهار وروسته، تیره ورځ د داعش له ډلې څخه د کونړ ولایت او ولسوالۍ هم په بشپړ ډول تصفیه کړې چې پر مهال یې لسګونه داعشیان ووژل شول او ګڼ شمیر یې طالبانو ته تسلیم شول.

طالبانو ته هم ددې استخباراتي ملیشو پرضد، تیر یو کلن عملیات په خورا لوړه بیه تمام شول او شاوخوا ۳۷۶ تنو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله ور واوښتله.

که څه هم په تیر کې تل د داعش د ماتیدو ادعا د کابل حکومت کړې، خو تر اوسه یې له کونړ څخه د دغې ډلې د ټغر ټولیدو په هکله څه نه دي ویلي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version