د ا.ا.ا په سویډن کې د قرآنکریم سوځونه او بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې

د راپورونو له مخي تېره ورځ په سویډن کې د ترکیې هیواد پرضد لاریونونه شوي چې په ترڅ کې یې د سویډن هیواد یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قرآنکریم نسخې سوځولې دي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن ورځ یکشنبه په خپله ټویټر پاڼه په نشر کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت په سویډن کې د قرآنکریم سوځونه او بې حرمتي په کلکو ټکو غندي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د سویډن په حکومت غږ کړی چې د قرآنکریم د سوځوني عامل مجازات کړي‌ او د بیا لپاره دغه ډول اشخاصو ته اجازه ور نه کړي‌ چې د اسلام د مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسي وحشیانه او پاروونکې کړني ترسره کړي.

د یادولو ده چې د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د بیان د آزادۍ تر چتر لاندي د اسلام ضد عمل ته چې مسلمانان پکې په نښه او مقدساتو ته سپکاوی وشي، اجازه ورکول د منلو وړ نه ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version