د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی په حقیقت کې د افغانستان له نوم څخه په استفادې د پاکستان لپاره په سیمه کې د کرایه کښۍ نوی لابیګر دی، نوموړي په رسنیزو څرګندونو کې ویلي دي، چې د غزې او د اوکراین له بحران وروسته، نړیوالو افغانستان هیر کړی دی، چې دا به د پاکستان په زیان تمام شي.
د دراني له څرګندونو دا معلومیږي، چې په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته، پاکستان د خپل ځپلي اقتصاد د رغولو لپاره، د امریکا څخه په افغانستان کې د شر اندازۍ د نوي قرارداد په اخیستلو کې؛ په بشپړه توګه ناکام شوی دی او د همدې لپاره یې د زړه ارادې په خوله راغلې او د رسنيزو څرګندونو بڼه یې خپله کړې ده.
دا په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ تر څنګ، د پاکستان اولس هم په دې پوهیږي، چې په پاکستان کې د امنیتي ګډوډۍ سربېره، په سېمه کې د امنیت د ګډوډۍ مسئول هم پاکستان دی، خو دوی د خپل امنیت په ساتنه کې د پاتې راتلو پړه پر افغانستان اچوي.
د پاکستان سټیبلشمنټ پر ځای د دې چې خپل امنیت خوندې کړي؛ داعشي خوارجو ته پټنځایونه ورکوي او په بشپړه توګه یې استخباراتي روزنه کوي، تر څو د افغانستان امنیت ګډوډ کړي او په پردي شر کې، د خپل خیر لټونې پر اساس؛ د غرب څخه په سیمه کې د افغانستان د کمزورې کولو لپاره قرار داد اخلي.
دراني یوه بله بې بنسټه ادعا کړې ده، چې که پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې پرانیزي؛ په زیاته کچه افغانان به د پاکستان خوا ته راشي، خو حال دا چې نن سبا پاکستان له داسې وضعیت سره مخ دی، چې عام وګړي یې د کالدارې له بې ارزښته کیدو، نا امنیو، او د کاري فرصتونو د نشتون له امله، بهرنیو هیوادونو ته د تګ خوبونه ویني.
د پاکستان اولس، په ۱۹۷۱ میلادي کال له پاکستان څخه د ازادۍ اخیستونکي بنګله دیش پرمختګ ته؛ د حسرت په سترګو ګوري، د کالدارو په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت لوړیدل؛ د پاکستان د اولس له خوا خپل چارواکو ته ستر پېغور ګرځېدلی دی.
دراني په خپلو څرګندونو کې، په پاکستان کې د بشري حقونو په نقض باندې سترګې پټې کړي، خو افغانستان یې د بشري حقونو په ماتولو تورن کړی دی، حال دا چې افغانستان د نړۍ په کچه، د بشر د حقوقو د تامینولو په لړۍ کې؛ په اول قطار کې دی، خو پاکستان د امریکا په وروسته پاتو او بې ځایه ادعاوو، دلته هم شخوند وهلی دی، تر څو د افغانستان حالات خراب وښيي او د امریکا لپاره؛ ځان د نوي قرار داد وړ وګرځوي، خو اين خیال است و محال است و جنون.