داعش له موصله تر ننګرهاره(۱۳ برخه)

قاري سعید خوستی

(۴) شیخ سلمان العلوان
سلیمان بن ناصر بن عبدالله العلوان مشهور سعودي عالم چې په ۲۰۰۴م کال کې د سعودي حکومت لخوا جهادي ډلو سره د تړاؤ په تور جیل ته ولیږدول شو، له ۹ کاله زندان وروسته خوشی شو خو په ۲۰۱۳ م کال کې د سعودې یوې محکمې د هغه د بیا نیولو امر صادر کړ چې تر اوسه په زندان کې دی. نوموړی د داعش په هکله داسې وایي:
دا «بغدادي» د مسلمانانو خلیفه نه دی بلکې د یوې ډلې امیر دی. دا چې نوموړی له نورو بیعت غواړي او که بیعت نه ورسره کوي نو وژني یې دا عمل د باغیانو دی د نیکو او مصلحینو کار نه دی.
(۶) شیخ عبدالله السعد
د سعودي وتلی فقیه او محدث عبدالله بن عبدالرحمن بن محمد آل سعد المطیري داسې وایي:
موږ ټول عامو مجاهدینو ته له دوی څخه د لرې والې توصیه کؤو او د دوی مشرانو ته وایو چې له الله څخه اویریږئ. حق ته واپس شئ. توبه اوباسئ. او هغه جرمونه درک کړئ چې تاسې یې کوی.

(۷) شیخ عبدالعزیز الطریفي
عبدالعزیز بن مرزوق الطریفي مشهور سعودي عالم او فقیه د دې منحرفې ډلې په اړه داسې وایي:
د بغدادي سره ټول بیعتونه د فتنې او قتال بیعتونه دي او عام بیعت چې له مشهورو جهادي ډلو هغوی چې په ساحه کې واک ځواک لري له مشورې پرته وي، بدعي بیعت دی او اصلاً منعقد نه دی چې موږ یې وروسته د فسخې په اړه څه اوایو.
نوموړی بل ځای داسې وایي : په هغه ذات قسم چې له ده سوا بل خدای نشته زه یوه لحظه هم په دې کې شک نه لرم چې دا (داعش) خوارج دي او څوک چې د دوی په لاس اوژل شي د هغې اجر د الله سره زیات دی د هغې چا څخه چې د اسد د نظام له لورې اوژل شي. د خوارجو هغه دقیق صفت چې ټول دلایل پرې راڅرخي، بغیر د مکفر څخه د مسلمانانو تکفیر دی، دوی د ابن عباس په زمانه کې هم د کفارو سره جنګ کولو او حدود یې قایمول خو له دې سره بیا هم ابن عباس دوی خوارج بلل.

(۸) شیخ علامة ابوالولید الغزّيُّ الانصاري
هغه څه چې موږ ترې خبر یو، په عراق او شام کې د دولت اعلان د شام د مجاهدینو اوعلماؤ د اهل حل او عقد په مشوره نه دی شوی بلکې له دې وړاندې په عراق کې د دولت اعلان هم له مشورې پرته شوی ؤ چې په هغه وخت کې هم موږ د دې اعلان له بدو عواقبو څخه خبرداری ورکړی ؤ.

(۹) شیخ محدث عبدالله صادق السوډاني
دا خیالي دولت تر اوسه په ټول عراق واکمن نه دی نو نورو سیمو ته څنګه پراخیدلی شي؟ او دا هغه څه دي چې له عاقلانو پټ نه دي.

(۱۰) شیخ ابو الفضل عمر الخدوشي
دا عدناني لحان وايي: (فانک بقتال الدولة الاسلامیة تقع بالکفر من حیث تدري او لاتدري)نو ته د دولت سره په جنګ کولو کافر ګرځې که ته پوهیږې او یا نه. له امام بخاري څخه هیر شوي دي چې په خپل کتاب کې یې باب منعقد کړی وی چې :(باب قتال الدولة الاسلامیة کفرٌ) یا دې داسې باب راؤړی وی: (باب قتال الدولة الاسلامیة ناقض من نواقض الاسلام) خو د لوی دجال له راڅرګندیدو وړاندې به واړه واړه دجالان څرګند شي دا واړه دجالان به لوی دجال ته لار خلاصوي نو عدناني د هغو وړو دجالانو یوه نمونه ده.

نوربیا………………. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version