بېشکه چې الله جل جلاله ځينو ظالمانو ته د هغوى د تورو زړونو، بدو څهرو، وحشي کړنو او بې شمېره بربريتونو د لا جوتېدو لپاره لږ وخت او لنډه موقع ور کوي، خو د مظلومانو د اهونو، سلګیو او بې دريغه قربانيو غچ هيڅ کله نه پرېږدي، د هر فرعون لپاره يو موسى، د نمرود لپاره ابراهیم او د ناهيدې خور لپاره يو محمد ابن قاسم حتماً پيدا کوي.
داعش او مقاومت چې د افراط او تفريط مترادف نومونه دي او د اهل السنة د منهج، عقیدې او سپېڅلي دريځ، په خاصه توګه د افغانستان د اسلامي امارت سر سخته دښمنان دي؛ په دې وروستیو کې په سيمه، نړۍ او افغانستان کې له سختو ماتو سره مخ دي.
تېره مياشت د افغانستان په ننګرهار، تخار او مرکز کابل ولايتونو کې د داعش په پټنځایونو چټک او بېړني عمليات ترسره شوي، چې د أبو بشير ”د اچين ولسوالۍ نظامي مسول“ د وژنې سربېره مهمې شبکې، خارجي داعيان او نظاميان وژل شوي او ژوندي نيول شوي دي.
يادې شبکې، نظاميان او داعيان د افغانستان په مختلفو سيمو، مراسمو، عبادت ځايونو او نورو مختلفو برخو د چاودنو، عملياتو او سيمه ييزي ګډوډۍ لپاره د پاکستان هيواد کې روزل شوي وو؛ چې خپلو شومو موخو ته د رسېدو نه وړاندې ختم شول.
همدارنګه پنجشېر، کندوز او مرکز کابل کې د مقاومت جبهې ګڼ مشران، بغاوتګر او ملګري يې مړۀ او ژوندي نيول شوي، ښه خو لا دا ده چې د مقاومت جبهې تر منځ ژور اختلافات پيدا شوي، له غرونو يې ګڼ شمېر قومندانان را ښکته او تسليم شوي دي، مقاومت اوس يوازې تشې نعرې او شعارونه پاته دى، د مشرانو هغه هڅې چې کشران به يې د مقاومت د مبارزې په نوم غرونو ته خېژول، يوه زړه او ناکامه پاليسي شوه چې هېڅ څوک باور نه ور باندي کوي.
خو د داعش او مقاومت دا ماتې تر افغانستان محدودې نه دي، ترکيه چې د روان کال له پیله د داعشو مهم مرکز ګرځېدلى و؛ دوه ورځې وړاندې يې د کورنیو چارو وزارت د داعش په مرکزونو او شبکو چټک او بېړني عمليات تر سره کړي چې ډېره برخه يې ژوندي نيولي دي.
تېره اونۍ تاجکستان هيواد چې د مقاومت او داعش تمویلونکي مثلث کې قرار لري؛ د دوشنبې ښار کې د مقاومت جبهې دفتر وتاړه، تاجکستان د امریکا د ټاکنو وروستۍ نا انډولۍ او د پاکستان داخلي جګړو ويرولى او غواړي چې ځان له صحنې وباسي.
دوه ورځې وړاندې د نقاب په نوم رسنۍ د احمد مسعود هغه کليپ نشر کړ چې د امريکا يوه لوړ پوړي چارواکي ته زارۍ کوي چې تاجکستان کې د مقاومت جبهې تړلى دفتر خلاص او د ده د ملګرو غږ واوري، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر ملګري هيوادونه د مقاومت جبهې له ملاتړه لاس په سر شوي دي.