داعشي خوارج د غزې او طوفان الاقصی په نوم له خلکو پیسې تروړي

مجریات الأحداث

د اسلام له مبارک نامه او د مسلمانانو له کړاوونو په استفادې سره خلک تېر ایستل د معاصرو خوارجو همېشنی عادت پاتې شوی دی. تازه د دې منحرفې ډلې مطبوعاتي فعالانو د غزې د مسلمانانو او د طوفان الأقصی په نوم له خلکو د پیسو راټولولو ته مخه کړې ده.

د مجریات الأحداث په نوم اداره د داعشي خوارجو هغه غیررسمي رسنۍ ده چې په غیرمستقیمه بڼه داعشيانو ته تبلیغ کوي او د هغوی خبرونه او دریځ خپروي. دې چېنل له تیرې مارچ میاشت راهیسې د البنیان المرصوص په نوم یو کمپاین پیل کړی چې په هغه کې له خلکو غواړي چې د غزې له مسلمانانو او طوفان الأقصی عملیاتو سره مالي مرسته وکړي. مجریات الأحداث د خلکو د تشویق لپاره د ځینو مرستو او کومک رسونې انځورونه هم خپاره کړي دي.

داعشي خوارج د غزې او طوفان الأقصی په نوم داسې مهال پیسې راټولوي چې د دوی په نزد د فلسطین ټول جهادي تنظیمونه او د هغوی ملاتړي کافران دي. د خوارجو دریځ ته په کتلو ویلای شو چې دا فتنه ګره ډله اوس هم د مسلمانانو له کړاوه ناوړه استفاده کوي، په نامه یې پیسې راټولوي او خپل شوم اهداف پرې پوره کوي ځکه چې د اسلام، د مؤمنانو د نصرت او جهاد په نوم راټولېدونکې پیسې داعشي خوارج ټولې په هغو کړنو مصرفوي چې د اسلام او جهاد د بدنامۍ او د مؤمنانو د لا نور شکست سبب کیږي. هېره دې نه وي چې پخپله داعشي خوارجو هم په وار وار شکایتونه کړي چې د دوی په نوم له راټولو شویو مالي کومکونو داعشي مسؤلینو شخصي استفاده کړې ده.

ابو جلال
Exit mobile version