د ښځو او ماشومانو سره د داعش ناوړه چلند:
په حقيقت کې دا نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، له داسې پېښو ډکه ده چې ويښ انسانان پرې انديښمن کېږي او عاقلان پرې ژور فکر ته اړ کېږي، دا هغه پېښې دي چې کله يې وڅېړو، نه یې کوم قاموس زغملای شي او نه یې هم کوم سالم فکر د تائيد کولو توان لري.
په دې منځ کې داسې ډلې هم شته چې د دغو پېښو او ناورینونو اصلي عاملین ګڼل کېږي؛ داعش هم له همدغو ډلو څخه یوه داسې ډله ده چې په خپلو وحشي افکارو کې ډېر وحشتونه پټ ساتلي او کله چې دغه فکرونه او طرحې عملي شي، نو دا پېښې په هغه فاجعو بدلېږي چې انسانيت د تباهۍ او چاودنې خوا ته مېل وکړي.
داعش چې کله د عراق او سوریې پر ځینو برخو واکمن شو، دومره وحشت يې خپل کړی و چې د ټولنې تر ټولو بې وزله قشر، یعنې ښځې او ماشومان يې له تر ټولو بدو مصیبتونو سره مخ کړل.
هغه جنایتونه چې دې ترهګره ډلې له ښځو او ماشومانو سره تر سره کړي او لا یې هم کوي، نه یوازې دا چې د هېڅ نظریه، مذهب، عقل او منطق له مخې د توجیه وړ نه دي، بلکې د انساني کرامت، وجدان او عدالت پر وړاندې هم لوی خیانت ګڼل کېږي.
داعش د خپلې محدودې حاکمۍ پر مهال په دومره وحشت او قساوت دا مظلوم قشر وځپه چې د نړۍ په بل هېڅ ځای کې د داسې ظلم او تیري بېلګه نه پیدا کېږي، دغه قشر چې تل د بشر په اوږده تاریخ کې د جګړو، شخړو او وسلوالو بریدونو پر مهال زیانمن شوی، د داعش د حاکمیت پر مهال لا بد برخلیک وموند، ښځې تر ټولو سختو حالاتو سره مخ وې، آن تر دې چې په ځینو بازارونو کې ښځې د خرڅلاو توکي ګرځېدلې وې او د هغوی له عزت، وقار او کرامت سره سپک چلند کېده.
داعش چې د اسلامي جهادي ډلو پر وړاندې د منفي تصور پیدا کولو موخه درلوده، په دې برخه کې هم ډېر بریالی و، خلکو ته يې وښوده چې څومره ورانکار، ښځهځپونکي او ماشوموژونکي کېدای شي، په هغو سیمو کې چې دوی پرې واکمن وو، فکري آزادي ممنوعه وه، جسمي آزادي خو بیا په ځانګړې توګه ښځو ته شونې نه وه. هېڅ ښځه د دوی په حاکمۍ کې آزاده نه ګڼل کېده؛ بلکې د کنیزې په څېر ورته کتل کېده.
د دې مسموم او له سیاست ډک فکر له امله، ښځې او ماشومان دومره تر فشار لاندې راغلل چې د معاصر تاریخ په هېڅ بله سیمه کې داسې پدیده نه ده لیدل شوې.
په ځینو سیمو کې انساني قاچاق او غلامۍ عامه شوې وه، ښځې د کنیزې په څېر پلورل کېدې.
د دوی چلند دومره زهرجن و چې ښځې او ماشومان د ژوند احساس له لاسه ورکړی و؛ داسې احساس يې درلود لکه ژوندي چې نه وي، که غواړو چې د ښځو او ماشومانو حالت د داعش له فکر او چلند سره سم تحلیل کړو، نو باید درې مهم اړخونه په دې بحث کې روښانه کړو:
۱. جنسي غلامۍ:
په داعش کې دا فکر و چې کله يو ځای تر واک لاندې راوستل شي، نو هلته بايد ښځې د جنسي بندګۍ په توګه وکارول شي، د دوی لپاره دا يو ډول افتخار و او له ښځو به د خپلو شهوتونو د پوره کولو په موخه ګټه اخيستل کېده، د داعش په تفکر کې د غلامۍ پدیدې فعاليت درلود او هغه سيمې چې دوی تر ولکې لاندې راوستې وې، د دوی د هر ډول چال چلند لپاره چمتو ګڼل کېدې.
۲. جبري ودونه:
بله برخه چې له ښځو سره د داعشي خوارجو ظلم پکې خورا لوړې څوکې ته ورسېد، د جبري ودونو مسأله وه، کله چې د یوې ډلې په فکر کې ښځه د یو توکي په توګه معرفي شي، نو جبري نکاح به څه خبره وي؟ هلته خو د ښځې اختیار او خوښه هېڅ معنی نه لري.
په داعش کې دا باور نه و چې ښځه دې د خپل ژوند د ټاکلو واک ولري، نو له همدې امله، هغوی ښځې جبراً ودولو ته اړ کړې او د جبري ودونو له لارې نړۍ ته دا وښودله چې دوی څه ډول يو ظالمانه، ښځهځپونکي او غيرانساني لاره خپله کړې.
۳. د ماشومانو کارول په جګړه کې:
درېيم تور داغ چې د داعشي خوارجو د تاريخ په تورو پاڼو کې ثبت دی؛ له ماشومانو ناوړه استفاده ده. هغه ماشومان چې لا د دين د فرایضو مکلف نه وو، داعش به هغوی د خپلو جګړهيي موخو لپاره کارول.
په ډېرو ځایونو کې ليدل کېدل چې کوچنيان د جګړو لپاره چمتو شوي و، په داسې حال کې چې دا ماشومان لا د دين د حکمونو مکلف نه وو، خو داعش دوی د جګړې د وسيلو په توګه استعمالول روا ګڼل.
داعش د دغو ظلمونو او جنایتونو له لارې نړۍ ته خپله اصلي څېره ښکاره کړه او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې ممکن د دوی په لور مېلان پیدا کړی وای، وښوده چې دا ډله له بشر، دین، عدالت او انسانیت سره هېڅ تړاو نه لري، داعش د شیطاني افکارو توره څېره، نړۍ ته روښانه کړه؛ او خدای تعالی جلجلاله له دې لارې له واقعي او عادلانه جهادي ډلو څخه د دوی کرښه جدا کړه.
په تاریخ کې داسې ډلې تل وې، چې غوښتل يې د جهاد سپېڅلی مفهوم تور وښيي؛ داسې پوځونه راپورته شوي، چې د خپلو سیاهو کړنو له لارې د مجاهدینو لار ورانه کړي. خو الله تعالی جلجلاله د هغوی ناپاک نیتونه رسوا کړل او حق يې له باطل، سپېڅلتیا يې له ناپاکۍ او رڼا يې له تیارو بېله کړه.