تازه خبر: د فتنه ګرې ډلې مرستیال والي وژل شوی

المرصاد ته ځینو مؤثقو او معتبرو خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د جمعې ورځې په عملیاتو کې د خراسان څانګې د والي مرستیال انجنیر عمر وژل شوی دی.
انجنير عمر چې په (حيدر، فريدون او سکندر) نومونو مشهور و، د کابل ښار په وروستیو ټولو بریدونو کې یې مهم رول او نقش درلود.
نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې د شریرو عناصرو له خراسان څانګې سره یو ځای شوی و.

انجنیر عمر په پيل کې د کابل ولايت مسؤل، له هغه وروسته د مرکزي زون مسؤل او اوسمهال د فتنه ګرو د خراسان څانګې د والي ثناءالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور دی، مرستيال و.

د یادونې وړ ده چې انجنیر عمر د تیرې جمعې په ورځ چې د ۱۴۴۴ هـ قـ کال د شوال میاشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون خوري، د استخباراتو لوی رياست د ځانګړو ځواکونو له لورې د کابل ولايت، بګراميو ولسوالۍ اړوند بتخاک څلورلارې ته څيرمه، شمشاد کوڅه کې د یو لړ خاصو تکتیکي او کشفي عملیاتو په نتیجه کې ووژل شو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version