اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري!

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
شپږمه برخه!
لکه څنګه چې خوارج له لومړۍ څرګندونې څخه پرته ټول د یوې لارې لارویان او یواځې د کافرانو د خوښۍ لپاره کارونه کوي. مسلمانان په شهادت رسوي او د کافرانو غلامي ته بیا سرونه ټیټوي. د مسلمانانو په منځ کې نفاق پیدا کوي، مګر د کافرانو د اتحاد /یووالي لپاره خپل ناولي سرونه د الله پاک دربار ته لګوي، نو مونږ هم د دوی/اوسنیو او پخوانیو خوارجو په مشترکه صفاتو، قلم ته د رنګ تویولو اجازه ورکړې وه او له هغوی څخه مو یو څه د کاغذ پاڼو ته رسولي وو، نو نن هم غواړو چې یو څه نور د قلم په نازکو څوکو د کاغذ په دیوال رسم او د دنیاوالو مخې ته یې کیږدو.

دولسم مشابهت:

د اوسنیو خوارجو له پخوانیو خوارجو سره، د مخالفینو ښځې /زنانه مینځې ګڼل، اګر که هغوی اهل قبله هم وي. یعنې دوی ماسوا له خپلو ځانونو څخه د ټولو مخالفینو ښځې مینځې بولي او له هغوی څخه خپله ناوړه استفادې کوي. دا کار په پخوانیو خوارجو کې هم موجود وو. لکه څنګه چې په الملل والنحل ج1ص126 کې داسې فرمایي: فالبیهسیة من الخوراج استحلت القتل والسبي علی کل حال. یعنې له خوارجو څخه د بیهسیة ډله وژل او مریتوب په هر حال کې روا/جائز بولي.

همداراز علامه زرکلي لیکي: فقد جاء عند الیعقوبي ان نجدة بن عامر الحنفي الحروري فقد خرج في ایام ابن الزبیر بنیاحة الیمامة، ثم صار الی الطایف، فوجد ابنة لعمرو بن عثمان بن عفان فقد وقعت في السبي فاشتراها من ماله بماﺉة الف درهم و بعث الی عبدالملک نجدة بن عامر الحنفي الحروري.

ژباړه: د خوارجو یو مشر، د ابن زبیر په وخت کې د طایف خوا ته لاړ، نو هلته یې د خوارجو په نیول شویو بندیانو کې د حضرت عثمان بن عفان رضی الله تعالی عنه لمسۍ هم پیدا کړه، نو هغه یې په یولک درهمه واخیسته او عبدالملک ته یې ورولیږله. هوکې پخوانیو خوارجو داسې کارونه کړي، مګر اوسنیو خوارجو هم د دوی په تاریخ راژوندي کولو کې له کوم ځنډ څخه کار نه ده اخیستی، بلکې هوبهو یې د هغو په شان کارونو کولو سره خپل کار په مخ بیولی. په عراق کې خوارجو د خپلو مخالفینو ښځې مینځې وګرځولې او په سوق النحاس کې یې خرڅې کړې او په ټویټر او نورو رسنیو کې یې د هغوی عکسونه په ډیر خورا افتخار سره نشر کړل. ابوبکر شیکاو داعشي په رڼا ورځ د خلکو له کلیو څخه په دې دلیل ښځې بوتلې، چې دوی په انتخاباتو کې ګډون کړی او مرتدې شوې. دوی همیش د مسلمانانو له قصده همداسې کارونو ته دوام ورکړی. یواځې بهرني ملکونه نه، بلکې په افغانستان کې هم دوی د افغانانو ښځو ته د مینځو نسبتونه کوي او هغوی ته د ارتداد نوم ورکوي.
دیارلسم مشابهت:

د اهل قبله وو مالونه حلال ګڼل. دا هم یو له هغو کارونو څخه ده چې اوسني او پخواني خوارج پکې له یوې کاسې خوراک کوي. دا کار په پخوانیو خوارجو کې هم وو، ځکه هغوی هم چې کله حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه شهید کړ، نو د هغه ټول مال یې د استحلال په نامه لوټ او د هغه ټوله شتمني یې له ځان سره یوړه او همدارنګ یې ټول بیت المال هم له ځان سره واخست. تاریخ الطبري ج4ص 393
همدا شان که مونږ له ننیو خوارجو پسې هم نظر وګرځوو، نو دا به راته څرګند او ښکاره شي، چې دوی په دې صفت کې هم له پخوانیو خوارجو سره شریک دي او د مسلمانانو مالونه د غنیمت په نامه لوټ کوي. د دې لپاره هم زیاتې بیلګې موجودې دي، مګر مونږ ته یواځې د کوټ، بټي کوټ، نازیانو او آچین بیلګې کفایت کوي، چې دوی یې مالونو او څارویو ته د غنیمت نوم ورکړ او لوټ یې کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version