سږ کال د لوی اختر مبارکې ورځې په ټول افغانستان کې د امن، آرامۍ او ډاډ له فضا سره تېرې شوې؛ هغه ورځې چې د دې خاورې مسلمانانو په ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې د ډاډه زړونو او ارامو روحیو په لرلو سره اسلامي شعائر پر ځای کړل، د اختر لمونځونه، خپلمنځي لیدنې کتنې، قربانۍ او دیني مراسم یې له هر ډول ګواښ او اندېښنې پرته ترسره کړل. دغه خوندي او بېساری چاپېریال یو څرګند حقیقت را برسېره کړ او هغه دا چې رښتینی امنیت هغه مهال تأمینېږي چې واکمن نظام د ټولنې له منځه راټوکېدلی وي، پر دیني ارزښتونو ولاړ وي او د خلکو د رښتینې خدمت ژمنه ولري.
نن افغانستان هغه پړاو تجربه کوي چې د دې خاورې خلکو یې کلونه ـ کلونه هیله لرله؛ هغه پړاو چې امنیت، ثبات او آرامي پکې یوازې شعار نه، بلکې د خلکو د ژوند په واقعیت کې لیدل کېږي. بېشکه دا ستره لاستهراوړنه د اسلامي نظام د واکمنۍ او د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او مجاهدینو د شپهورځنیو هڅو پایله ده چې د دیني او ملي مسؤلیت په احساس سره د هیواد د آرامۍ او ثبات د ساتنې لپاره ولاړ دي او د امنیت د دښمنانو هڅې یې شنډې کړې دي.
دا نظام کوم پردی او تحمیلي نظام نه دی، بلکې د همدې ملت له زړه، د همدې خاورې له منځه او د افغانستان د خلکو له قربانیو، کړاوونو او هیلو څخه راټوکېدلی نظام دی؛ له همدې امله یې اساسي موخه د خلکو خدمت، د ملت د عزت ساتنه او د هېواد امنیت او ثبات تأمین دی.
په تېرو کلونو کې، یعنې د اشغال او لاسپوڅي حکومت پر مهال، د افغانستان خلکو په وار ـ وار ولیدل چې د اخترونو او دیني مناسبتونو په ورځو کې به د چاودنو، بریدونو او ترهګریزو کړنو له امله د خلکو خوښۍ په غمیزو بدلېدې؛ خو نن د الله تعالی جلجلاله په فضل او د اسلامي نظام د واکمنۍ تر سیوري لاندې دا وضعیت بدل شوی دی. اوس د افغانستان ملت اسلامي اخترونه په خوندي فضا کې نمانځي، ماشومان، ښځې، سپینږیري او د ټولنې نور ټول قشرونه د وېرې او اضطراب له احساس پرته د اختر ورځې تېروي. دا ستر بدلون کومه عادي او تصادفي پېښه نه ده، بلکې د هغو کسانو د مجاهدتونو، قربانیو او تدبیرونو پایله ده چې د خلکو امنیت خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي.
په دې لړ کې د اسلام دښمنانو او داعش خوارجو ډېرې هڅې وکړې چې د افغانستان امنیت او آرامي ګډوډه کړي او د وېرې او ناامنۍ په خپرولو سره اسلامي نظام تر پوښتنې لاندې راولي. هغوی څو ځله ګواښ وکړ چې اخترونه او دیني مناسبتونه به د وینې تویېدو پر ډګر بدل کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو هوښیارتیا، د کشفي ادارو همغږي او د اسلامي سرتېرو نه ستړې کېدونکو هڅو د هغوی ټولې شومې نقشې او توطیې شنډې کړې. د دې ملت دښمنانو درک کړه چې نننی افغانستان نور د فتنې او ګډوډۍ لپاره اسانه میدان نه دی او ولس هم د هغوی د افراطي او فتنهپارونکو افکارو پر وړاندې په ټینګه ولاړ دی.
د اسلامي اخترونو پر مهال څو کلن باثباته امنیت او آرامي دا څرګندوي چې پر اسلامي شریعت ولاړ نظام توانېدلی د خلکو باور ترلاسه کړي او ثبات په ټولنه کې بنسټیز کړي. هر کله چې د ملت او واکمن نظام تر منځ د باور، همغږۍ او همکارۍ اړیکه ټینګه شي، دښمنان خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای. نن د افغانستان خلک په ښه توګه پوهېږي چې امنیت د هرې ټولنې تر ټولو ستر نعمت او مهمه اړتیا ده او ساتنه یې د ټولو ګډې همکارۍ، یووالي او ملاتړ ته اړتیا لري.
همداراز، دغه پراخ امنیت نړۍ ته هم یو مهم پیغام لري؛ هغه پیغام چې ښيي د افغانستان ملت له کلونو جګړو، ناامنیو او بېثباتیو وروسته اوس د آرامۍ او ثبات پر لور روان شوی دی. د افغانستان خلک ارام ژوند، پرمختګ، ابادۍ او راتلونکو نسلونو ته یو ډاډمن راتلونکی غواړي او اسلامي نظام هم هڅه کوي چې د امنیت د تأمین تر څنګ د خلکو لپاره د ودې، هوساینې او لا ډېرو خدمتونو زمینه برابره کړي.
بېله شکه، د دې سترې لاستهراوړنې ساتنه د ملي یووالي د دوام، د اسلامي ورورولۍ د روحیې د پیاوړتیا او د هغو ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې شپه او ورځ د دې خاورې د امنیت لپاره هلې ځلې کوي. افغانستان نن تر بل هر وخت زیات همغږۍ، ویښتابه او د ټولنیز انسجام ساتنې ته اړتیا لري، څو دښمنان ونه توانېږي چې یو ځل بیا د خلکو تر منځ تفرقه واچوي او یا د هېواد امنیت په نښه کړي.
په پای کې، د سږني لوی اختر تجربې دا ثابته کړه چې کله یو نظام د اسلامي ارزښتونو، د خلکو د ارادې او د خدمت ګذارۍ د روحیې پر بنسټ ولاړ وي، پایله یې امنیت، آرامي او د خلکو باور وي. دغه خوندي فضا د همدې ملت د بچیانو د مجاهدتونو، سرښندنو او نه ستړې کېدونکو هڅو محصول دی؛ هغو بچیو چې د افغانستان د عزت او د خلکو د آرامۍ لپاره یې له هېڅ ډول قربانۍ ډډه نه ده کړې. هیله ده چې دغه تلپاتې امنیت د افغانستان د لا زیات پرمختګ، آبادۍ او روښانه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي.










































