د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستاني رژیم د پوځ په منځ کې یوه حاکمه مغرضه کړۍ د افغانستان اوسنی امنیت او پرمختګونه نشي زغملای، له همدې امله یې د افغانستان په تړاو د تشویشونو ایجادولو لپاره دسیسو ته مخه کړې، او د افغانستان او سیمې د تهدید لپاره یې داعشي خوارجو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند د المرصاد د مخکنیو راپورونو په تایید سره وویل چې په افغانستان او سیمه کې د خوارجو لخوا په تېرو دوو کلونو کې ترسره شوي ټول بریدونه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په مرکزونو کې پلان شوي وو او بریدګرو یې په همدې ځایونو کې روزنه لیدلې وه.