خیبر عالمي
تیره ورځ المرصاد د خپلو خبري سرچینو په حواله وویل چې کابل کې د داعشي خوارجو د خراسان څانګې لپاره د هغوی مرستیال والي وژل شوی دی.
ویل کیږي چې په مساجدو کې د خونړیو چاودنو او په بلخ او ځینو نورو سیمو کې د وروستیو بریدونو طراح او مسؤل همدا کس وو.
دغه کس انجنير عمر نومېده، چې په خپلو ملګرو کې یې په حيدر، فريدون او سکندر نومونو هم شهرت درلود او په وروستیو ټولو بریدونو کې یې مرکزي نقش درلوده.
هغه تیرکال په جلال اباد ښار کې د هندوانو پر درمسال او صرافانو مارکیټ باندې د چاودنو طراح هم بلل کیږي.
نوموړی په ۲۰۱۷م کال کې له داعشي عناصرو سره یوځای شوی وو، په پيل کې د کابل ولايت مسؤل، له هغه وروسته د مرکزي زون مسؤل او اوسمهال د هغوی لخوا د خراسان څانګې د والي ثناءالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور دی، مرستيال و.
هغه د تیرې جمعې په ورځ د ځانګړو استخباراتي ځواکونو لخوا د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند بتخاک څلورلاري ته څيرمه، شمشاد کوڅه کې د یو لړ خاصو تکتیکي او کشفي عملیاتو په نتیجه کې ووژل شو.
بلخوا په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې تېره شپه هم د کابل په شکردره او بګرامیو کې د داعشي خوارجو پر دوو مهمو پټنځایونو عملیات تر سره شوي دي، سرچینې وایي چې د يادو څو ساعتیزو عملياتو په ترڅ کې ۷ تنه داعشي ملیشې وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات ترې تر لاسه شوي دي.
د منابعو په استناد، چې په یادو عملیاتو کې ۲ تنه د ځانګړو ځواکونو سرتیري هم ټپیان شوي دي.
له بلخ څخه هم راپورونه وایي، چې هلته هم د یادې ډلې پر دوو ځالو عملیات ترسره شوي، چې جزئیات به یې وروسته څرګند شي.
له تيرو دوو مياشتو راهيسي امريکايي خوارج د افغان ځواکونو لخوا له سختو ځپونکو عملياتو سره مخ دي، چې د سترو مهمو مشرانو د لمنځه تګ ور اخوا يې په نورو ډېرو غوليدلو افرادو هم ميندې بورې شوې دي.
په ټوله کې ویلای شو، چې د داعشي هستې جرړې نبوغ ته له رسیدو مخکې لمنځه تلونکې دي او امید شته چې د بهرنیو استخباراتي لاسونو ددغې مرموزې حربي آلې پاتې کسان به هم ډېر ژر د حساب و کتاب میز ته را وړاندې او د ټولو هغو جنایاتو محاسبه به ورسره وشي چې تر پرونه یې د نامعلومې موخې لپاره تر سره کړي وه.
دوی چې د نورو په اشاره د یوه اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ته کار ویلی وو او د مظلومو ولسونو پر سر یې میچنې څرخولې، نن باید د خپلو کړنو پر وړاندې مجازات هم شي او ټول هغه فکري مراکز یې منهمدم او لمنځه یووړل شي، چې د دوی او د نورو اذهان یې مغشوش کړي دي.