اسلام د عدل او انصاف دین دی، یو داسې دین چې لارویان یې د ظالم له ملاتړه راګرځولي دي. فرمایي: “وَلا تَعاوَنوا عَلَی الإِثمِ وَالعُدوَانِ” ژباړه: د ګناه او ظلم په کار کې د یو بل مرسته مه کوئ. خو له بده مرغه د اسلام دا کلي اصول د علماوو په جامه کې ځینو تر پښو لاندې کړي دي.
د پاکستان پوځي رژیم چې له پیله تر ننه د امریکا غلام پاتې شوی دی، دا حقیقت حتی یو ماشوم ته هم معلوم دی او پوهېږي چې په سیمه کې د پاکستان رول څه ډول دی. خو دلته ځینې هغه علماء، چې ټوله ورځ یې خوله د احادیثو په ویلو ستړې شي، خو د همدې احادیثو له مقتضا یې سر غړولی، د پاکستان د پوځي رژیم ستاینه کوي او د هغه کارنامې په ویاړ سره بدرګه کوي، او معاصر نمرود د پرمختګ او ارتقاء سمبول ګڼي.
علماء چې باید د حقیقت په درک سره ځان د حق ویونکو سالاران جوړ کړي، نن حتی د معاصر دجال قدم په خپل هېواد کې د پرمختګ او ارتقاء راز بولي. نه پوهېږم چې د دوی فهم له دین څخه خورا سطحي دی، او که په شعوري ډول په غاړه کې د غلامۍ طوق مني. د اسلام دین خو داسې دین نه دی چې د کافر قدم د پرمختګ راز وبولي. که داسې وای، د روم او فارس د سترو امپراتوریو په وړاندې به صحابه کرامو غرور نه غوره کاوه، په وړاندې به یې جهاد نه کاوه، د دوی قدم به یې په نېک پال نیولی وای او هېواد ته به یې دعوت کړی وای.
نه پوهېږم دا د دین شعائر ولې ورو ورو مړاوي کېږي، ولې دغه آیت له پامه غورځي: “وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ”
ژباړه: او تاسو د هغو کسانو په طرف مه مایلېږئ چې ظلم یې کړی دی، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي.
عاصم منیر خو هغه دی چې د افغانستان په زړه کې یې پنځه سوه تنه بېګناه وګړي شهیدان کړل. د هغه لاسونه هره ورځ د بېګناه شهیدانو په وینو سره دي. ټرمپ د ټول فلسطین قاتل دی، د ټول افغانستان قاتل دی، د اسلام او کفر په جګړه کې د کفر سرلاری دی، او هره ورځ د اسلام پر وړاندې پلانونه نیسي. نه پوهېږم د مسلمانانو لپاره دا څه ډول د پرمختګ الګو کېدای شي.
د علماوو رسالت دا نه دی چې کفر ته غاړه کېږدي؛ دا انحراف دی، ګمراهي ده او له خپل رسالت څخه سرغړونه ده. د علماوو رسالت دا دی چې د خلکو ذهنونه د کفر له هر ډول دسیسو څخه اګاه کړي، خلکو ته دا وښيي چې که څه هم کافر دا مهال ځواکمن او برلاسی دی، خو وروستی بری د اسلام دی. اسلام به د نړۍ په هر ګوټ کې حاکمیت کوي. همدا یې رسالت دی چې خلکو ته د اسلام حاکمیت او د کفر محکومیت ور تلقین کړي، خو دوی یې غلامۍ ته برابروي.
علماء دې د امام مالک رحمه الله په څېر شي، چې کلونه یې د یوې فتوا په سر زندان تېر کړ. جابر واکمن ډېر زور پرې وازمایه چې له فتوا تېر شي، خو ده خپل حق موقف بدل نه کړ. د احمد بن حنبل رحمه الله په څېر دې شي، چې د خلق القرآن په مسئله کې د واکمن له لوري بندي او شکنجه شو، خو له خپل موقف څخه تېر نه شو او په دې قائل نه شو چې قرآن مخلوق دی.
د اسلام تاریخ له زرګونو داسې پېښو ډک دی چې د حق په خبره علماء بندیان شوي دي یا شهیدان شوي دي. د پاکستان علماء که د حق خبره نشي کولای، که د ظالمانو برالا ظلم نشي غندلای، که په دغه حدیث عمل نشي کولای: “أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جائر” [مسند أحمد، ۱۱۱۴۳] ژباړه: غوره ترین جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول دي،
اقلاً غلي خو دې پاتې شي، په دغه حدیث دې عمل وکړي: “من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيرا أو ليصمت” [مسند ابن أبي شيبة، ۹۷۱] ژباړه: څوک چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو یا دې د خیر خبره وکړي یا دې غلی پاتې شي. تر څو یې سکوت توجیه شي. د ظالم ملاتړ او د هغه ستاینه هېڅکله حق موقف نه دی؛ دا د علماء سوء څرګنده نښه ده.
دا امت ذهنسازانو ته اړتیا لري، داسې خلکو ته اړتیا لري چې په ذهنونو کې د جهاد حماسې راوپاروي، ترڅو د معاصر نمرود پر وړاندې د جهاد لمن ټینګه کړي. خو د پاکستان سوء علماء د معاصر نمرود پر وړاندې د جهاد څه چې د قلبي عناد تلقین هم نه کوي، بلکې لا یې په ځوانانو کې د پرمختګ او ارتقاء سمبول معرفي کوي. داسې یې معرفي کوي چې ګواګي زموږ فرهنګ بیخي شاته پاتې دی، او اصیل فرهنګ د غرب او د ټرمپ دی.
له دې ټولو پېښو دا جوتېږي چې د معاصر دجال په دجل کې نه یوازې عوام راګیر دي، بلکې خواص هم راګیر شوي دي. د دې دجل ریښې آن د خواصو او د دین د علماوو تر مغزو هم رسېدلې دي. اوس دا دي، يو شمير هغه علماء هم د انحراف ګردونو وهلي چې ټوله ورځ احادیث تدریسوي او د قرآن کریم تفسیر کوي.







































