د نړۍ هر هوښیار لوبغاړی چې کله پرلهپسې ماتې وخوري، مهرې یې له لاسه ووځي او جیب یې تش شي، نو لږ تم کېږي، پر خپلو تېروتنو فکر کوي او د لوبې تګلاره بدلوي. خو د قمار روږديتوب داسې بدمرغي ده چې انسان ترې د عقل او تدبیر له نعمت څخه بېبرخې کېږي.
کله چې یو قمارباز د پرلهپسې ماتو له درانه باره ذهناً ستړی او وارخطا شي او وویني چې لوبه یې له لاسه وتلې ده، نو د دې پر ځای چې له لوبې لاس واخلي، لا زیات بېپروا او ړوند اقدام کوي او تر پخوا لوی شرط ږدي؛ په دې بېبنسټه هیله چې ښايي د بخت یوه ناڅاپي چپه ګردش د هغه ټولې پخوانۍ عبرتناکې ماتې جبران کړي.
که د اوسني وخت د پاکستان د سیاسي او پوځي واکمنې طبقې ذهني او رواني وضعیت په ژوره توګه وڅېړو، نو د جي اېچ کيو او د هغې تر سیوري لاندې د اسلامآباد د سیاسي کړیو حالت کټ مټ د هغه مات او وارخطا قمارباز په څېر ښکاري چې د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو لپاره اوس د کشمیر او افغانستان د بېګناه ولسونو پر ژوند وروستی شرط لګوي. د دې بېپروا ماجراجویۍ د حقیقت د درک لپاره باید د «بحرانونو هغه صنعت» وڅېړو چې له لسیزو راهیسې د راولپنډۍ او اسلامآباد د تړلو خونو تر شا روزل شوی او پالل شوی دی.
کله چې یو دولت د اوږدې مودې راهیسې د اقتصادي بحرانونو په منګولو کې راګیر وي، اقتصاد یې د نړیوالو پور ورکوونکو پر مصنوعي تنفس ولاړ وي، سیاسي بېثباتي پکې ورځ تر بلې ژورېږي او کورنی امنیت یې مخ پر زوال روان وي، نو دا طبیعي خبره ده چې ولس راویښ شي او پوښتنې وکړي.
کله چې عام خلک د ډوډۍ، سرپناه، کار او خپلو بنسټیزو قانوني حقونو د ترلاسه کولو لپاره کوڅو او واټونو ته راووځي، نو د واکمنو هغه نظام چې پر کمزورو ستنو ولاړ وي، له سختې لړزې سره مخامخ کېږي. په داسې حالاتو کې د دې لپاره چې د خلکو غوسه سړه شي او پام یې له اصلي ستونزو واړول شي، واکمنه پوځي اداره تل له خپل زاړه صندوق څخه یو جوړ کړی او خیالي «بهرنی ګواښ» راوباسي او د رسنیو له لارې یې خلکو ته وړاندې کوي.
خلکو ته ویل کېږي چې د هېواد دښمن ځواکونه پر پولو ولاړ دي، هند کشمیریان د خپلو موخو لپاره کاروي، د کشمیري مشرانو له کورونو هندي پیسې ترلاسه شوې دي، افغانستان هم په پاکستان کې د نظام د بدلون لپاره هڅې کوي، او په دې توګه د پاکستان امنیت له جدي خطر سره مخ شوی دی. نو ځکه باید د اقتصاد، جمهوریت او بنسټیزو حقونو خبرې هېرې شي او ټول د پوځ تر شا ودرېږي. دا د پاکستاني پوځ هغه پخوانۍ او زړه تګلاره ده چې له لارې یې ساده او مظلوم ولسونه ذهناً تر اغېز لاندې راولي او د وېرې او احساساتو په فضا کې یې ساتي.
خو کله چې د دغو ټولو هڅو او تبلیغاتو سربېره هم کورنی وضعیت له کنټروله ووځي او د نظام بنسټونه لړزېدل پیل کړي، نو بیا د پولې هاخوا ماجراجویانه اقدامات د وروستۍ لارې په توګه مخې ته راځي. هغه بمونه چې د خوست، کونړ او پکتیکا پر سولهییزو کلیو ور وغورځول شول، په حقیقت کې د کوم ژور دفاعي پلان برخه نه وو، بلکې د یوه وېرېدلي او وارخطا پوځي نظام بېړنی او ناسنجول شوی اقدام و. دا داسې وروستۍ لوبه وه چې پکې د پاکستاني پوځ له لوري د بېګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو وینه د خپلو موخو لپاره قرباني شوه.
د پاکستاني پوځ د دې تهاجمي او ماجراجویانه اقدام تر شا دوه اساسي موخې پرتې وې. لومړۍ موخه دا وه چې په کور دننه یو ځل بیا د خلکو په ذهنونو کې هماغه مصنوعي ملي احساسات راژوندي کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې پوځ لا هم د هېواد د پولو ساتونکی ګڼي. دوهمه موخه دا وه چې لرې ناستو نړیوالو ملاتړو او اغېزناکو کړیو ته دا پیغام ورسول شي چې د سیمې د امنیتي معادلو په ډګر کې پاکستانی پوځ لا هم یو «نه بېلېدونکی لوبغاړی او متحد» دی، نو ځکه باید د هغه له رول څخه سترګې پټې نه شي.
حقیقت دا دی چې د افغانستان او هند پر وړاندې د دوامدار کړکېچ او دښمنۍ هغه فضا چې پاکستاني پوځ رامنځته کړې او ساتلې ده، نه کومه جغرافیایي اړتیا ده، نه د طبیعت غوښتنه او نه هم د سیاسي لرلید نښه؛ بلکې دا د یوې سنجول شوې او قصدي ‘پوځي اړتیا’ پایله ده.
لږ فکر وکړئ؛ که سبا پر پولو تلپاتې سوله ټینګه شي، له افغانستان او هند سره د سوداګرۍ دروازې پرانیستل شي او اړیکې عادي حالت ته راوګرځي، نو بیا به د دومره ستر پوځ، دې درانه دفاعي بودجې او د دې سخت امنیتي نظام د دوام لپاره کوم دلیل پاتې شي؟
له همدې امله، د پوځي ذهنیت له مخې د دې پراخ او لګښتي پوځي جوړښت د ساتلو لپاره اړینه ګڼل کېږي چې یو دایمي او وېرونکی دښمن تل د خلکو په ذهنونو او رسنیو کې ژوندی وساتل شي؛ که د دې وېرې د دوام لپاره د خپلو خلکو اقتصاد زیانمنېږي او یا هم د ګاونډیو مسلمانانو وینې تویېږي. همدا د یوې مسلکي پوځي قوې او یو عادي قمارباز ترمنځ بنسټیز توپیر دی. یوه رښتینې او مسلکي اردو د اصولو، اخلاقي ارزښتونو او د هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي؛ خو قمارباز یوازې د خپلو غوښتنو او د واک د ساتلو لپاره خپلې مهرې خوځوي.
کله چې یوه پوځي اداره دفاعي تګلاره پرېږدي او د بېګناه انسانانو له ژوند سره د لوبې د کارتونو او د قمار د مهرو په څېر چلند پیل کړي، نو په حقیقت کې له دې مخکې چې د جګړې په ډګر کې ماتې وخوري، د خپل وجدان په محکمه کې یې اخلاقي او ستراتیژیکه ماتې منلې وي.
د اسلامآباد او راولپنډۍ وروستۍ تګلارې د یوې ځواکمنې او باثباته ادارې نښې نه دي؛ بلکې د داسې یوه زورواکي، وارخطا او ذهناً ګډوډ نظام وروستۍ نښې دي چې د خپل جوړ کړي وضعیت د نړېدو له وېرې اوس د بېګناه انسانانو د وینو په بیه خپلې موخې تعقیبوي.












































