د ۱۴۰۰م کال د سنبلې نهمه هغه ورځ ده چې وروستی شرمنده امریکایي عسکر د ماتې په منلو د افغانستان له پاکې خاورې وتښتېد، دا ورځ د تورې پر وړاندې د وینې، د وحشت پر وړاندې د ایمان او د هغو سترو ځواکونو د تشو ادعاوو پر وړاندې د یو ملت د ارادې سمبول دی چې فکر یې کاوه، په زور او پیسو سره، هغه کلتور او هویت چې د یو ملت د روح په ژورو کې یې ریښې نیولې وي، له منځه یوسي.
دا ورځ د پوځي اشغال د پای ته رسېدو کیسه وه، مګر په حقیقت کې، دا د یوې لویې جګړې د پیل څرګندونه وه: د یو استعمارګر له لاس څخه د فکر او کلتور ډګر بیرته ترلاسه کول چې ماتې يې خوړلې مګر د خپل فکر زهر یې د ټولنې په بدن کې زرق کړی وو.
د افغانستان شل کلن اشغال یوازې پوځي یرغل نه و؛ هغوی له ځان سره کلتوري بمبارۍ هم راوړې، دوی داسې انګېرله چې د رنګارنګو شبکو، د پردیو ارزښتونو د تلقین او د هغو ژوندانه د دود له لارې چې د دې خاورې له اصالت سره بیخي پردي وو، داسې نسلونه وروزي چې له خپل ویاړلي تاریخ او راسخ ایمان سره پردي پاتې شي، دوی غوښتل چې په نړیوالو ذهنونو کې مجاهدین «تروریستان» معرفي کړي او د یوه ملت مقدس جهاد او مقاومت د یوې ډلې د تاوتریخوالي په کچه راټیټ کړي.
خو د جګړې په ژورو سنګرونو کې، هغه ځوانان چې په یوه لاس کې یې قرآن عظیمالشان او په بل لاس کې یې وسله درلوده، نه یوازې د ټانکونو پر وړاندې ودرېدل، بلکې د کلتوري یرغل پر وړاندې یې هم مقاومت وکړ. د هغوی ایمان د دې تهاجم پر وړاندې یو قوي خنډ و.
خو نن، د سترې پوځي بریا وروسته، زموږ دنده پای ته نه رسیدلې. د دښمن عسکر ښایي وتلي وي، مګر د جګړې ډګر اوس نورو ډګرونو ته خپور شوی دی: د کتابونو، ښوونځیو، رسنیو، هنر او مجازي فضا ډکر.
دښمن ماتې خوړلې خو په خپل ټول وس او توان سره هڅه کوي چې خپل نظرونه په ډیرو پیچلو لارو په ټولنه کې د خوږه زهر په څیر زرق کړي، هغه هڅه کوي چې زموږ ځوانان د تشو مادي نظریاتو سره وغولوي، د امت یووالی د تفرقې په ترفندونو مات کړي او هغه ديني غیرت چې د مجاهدینو ستره وسله وه، هېر کړي.
اوس د دیني عالمانو، لیکوالانو، شاعرانو، پوهنتون استادانو او هر زړور افغان وګړي مسؤلیت تر بل هر وخت ډیر دروند دی، موږ باید د کلتوري او فکري جګړې ډګر ته په هماغه زړورتیا سره ننوځو چې مجاهدینو د جګړې په ډګر کې ښودلې وه، موږ اړتیا لرو چې د اصلي محتوا په تولید، د اسلامي-افغاني ارزښتونو د بیا ژوندي کولو، د ملي او مذهبي هویت پر بنسټ د تعلیمي سیسټم د پیاوړتیا او د هغوی د روښانه کولو له لارې د دښمن د دسیسو په وړاندې نوي قوي مرکزونه جوړ کړو.
د نن ورځې جګړه د افکارو او زړونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره جګړه ده. راځئ هوښیار واوسو! چې دښمن دا ځل په بل لباس او د غولونکې ژبې سره بیرته راستون نشي، د سنبلې د ٩مې بریا موږ ته درس راکړ چې هیڅ ځواک د یو ملت د یووالي ارادې سره مقاومت نشي کولی. اوس، موږ باید دا اراده هغه ډګر ته واړوو چیرې چې دښمن زموږ د فکري واک د ماتولو اراده لري.
نن ورځ، افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې، دا تاریخي فرصت لري چې نه یوازې خپله پوځي خپلواکي ولمانځي، بلکې د فکري او کلتوري خپلواکۍ لپاره یوه لویه پروژه هم پرمخ بوځي. دا د هغو شهیدانو د وینې لپاره تر ټولو لوی درناوی دی چې د خپلو سرونو په قربانۍ سره یې د دې آزادۍ لپاره لاره هواره کړه.
راځئ چې ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان د سبا نسلونه په داسې آزاد او سرلوړي هېواد کې ژوند وکړي چې پیاوړی هویت ولري او د پرديو له کلتور څخه بېنیازه وي، د سنبلې ٩مه د اشغال پای و، خو د دې ستر مسؤلیت پیل هم و چې یو داسې افغانستان جوړ کړو چې په هېڅ ډګر کې د نورو محتاج او د بل تر سیوري لاندې نه وي.