اتل، زړور او د ټینګې عقیدې څښتن شهید سید منیر واهب تقبله الله د سید محسن زوی، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د هوسخېلو کلي اوسېدونکی و، په ۱۳۷۵ هـ ش کال کې یې په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
زده کړې:
شهید واهب تقبله الله خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د خپل کلي په چلوزیو عالي لېسه کې ترسره کړې او تر دولسم ټولګي پورې یې زده کړه وکړه. هغه له کوچنیوالي څخه د دین، اخلاقو او پاکې اسلامي عقیدې خاوند و او د اسلامي ارزښتونو سره یې ژوره مینه درلوده.
د جهاد پیل:
کله چې پر ګران هېواد د بهرنیو یرغلګرو اشغال خپور شو او د هر مؤمن افغان د ارام ساه یې واخیسته، نو شهید سید منیر واهب هم د حق د لارې د مبارزینو له کاروان سره یو ځای شو. نوموړي په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د اسلامي امارت په لیکو کې خپله جهادي مبارزه پیل کړه او په ډېر اخلاص، مېړانې او استقامت یې دا لاره تعقیب کړه.
په جهادي ډګر کې:
شهید واهب تقبله الله یو ډېر خوش اخلاقه، نیک او زړور انسان و. د جهاد سره یې بې کچې مینه لرله، تر دې چې کله به تشکیل ته د تلو وخت شو، نو خورا خوشحاله به و او که کوم وخت به له تشکیله پاته کړل شو، نو زیات خپګان به یې کاوه. د ده شجاعت او جرئت د ملګرو لپاره د حیرانتیا وړ و. هغه د خپلو ملګرو ترمنځ په اخلاص، تقوا او مېړانې مشهور و. د جګړې په ډګر کې به تل د لومړۍ کرښې سړی و او هېڅکله یې له خطر څخه شا نه اړوله.
د ننګرهار تشکیل:
کله چې د داعشي خوارجو پر وړاندې عملیات پیل شول، د لوګر د مجاهدینو قطعه د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ ته واستول شوه. شهید واهب هم د خپلو ملګرو سره یو ځای هلته ولاړ او په ډېرې مېړانې یې د دښمن پر وړاندې جګړه وکړه. د مجاهدینو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د دښمن ګڼې مورچې ونیول شوې او درانه زیانونه ورواوښتل. شهید واهب په دې عملیاتو کې فعاله ونډه لرله او له شجاعت ډکې کارنامې یې ترسره کړې.
د ملګرو سره یې مینه:
شهید واهب له تللو مخکې خپلو نږدې ملګرو ته سپارښتنه کړې وه، چې کور ته یې خبر ورنه کړي. د ده دا حالت موږ ته ښیي، چې د جهاد سره یې څومره ژوره مینه لرله.
د ملګرو په وینا، کله چې به جګړې ته تلل، نو له ټولو سره به یې په ډېر اخلاص خداي پاماني کوله او د دعا غوښتنه به یې کوله.
وروستی جنګ او د شهادت شېبې:
د شپې توره پرده لا نه وه ټوله شوې، چې د جګړې لمبې بیا تازه شوې. د غرونو چوپتیا د ټوپکو له کړسهار سره ماته شوه، او د بارودو بوی د فضا په سینه کې خپور شو. د دښمن له مورچو نه پرلپسې ګزارونه کېدل، خو مجاهدین هم لکه د غرونو هسکې څوکې، کلک ولاړ وو. د معرکې په دې سختو شېبو کې، د درنو وسلو غږونه پورته کېدل او د هاوان د استعمال اړتیا پېښه شوه. ملګرو غږ وکړ، چې څوک به دا دروند مسئولیت پر غاړه واخلي؟
لا خبره بشپړه نه وه، چې واهب تقبله الله له میړانې په ډک غږ وویل: “زه ورځم، تاسو خپل کار ته متوجه شئ!”
هغه د مرمیو بوج پر اوږه واخیست، او د مرګ په لور لکه له سره تېر مین ګامونه واخیستل. د دښمن پر مورچو یې دقیق ګزارونه پیل کړل، هره مرمۍ یې لکه د قهر اور، د دښمن پر سنګرونو لګېده. خو تقدیر بل څه لیکلي وو…
کله چې واهب تقبله الله د خپل ځای د بدلولو په حال کې و، ناڅاپه د ځمکې له سینې د اور یوه لمبه راپورته شوه، د دښمن ښخ کړی ماین وچاودېد.
واهب سخت ټپي شو، خو لا یې هم عزم نه و بایللی. د وینو په سرو څپو کې یې، د سنګر له لومړۍ کرښې ځان را ښکته کړ، لکه زخمي باز چې لا هم د الوت نیت لري.
ملګرو یې هڅه وکړه چې ژر یې انتقال کړي، خو هغه د سکون په ژبه وویل: “ما مه کوزوئ… زه به هسې هم شهید شم… تاسو به راسره په عذاب شئ…!”
خو مینه ناکو ملګرو یې خبره وانه ورېده، او د درملنې لپاره یې روان کړ.
لا د لارې نیمایي ته نه وو رسېدلي، چې د هغه د ژوند څراغ ورو، ورو مړ کېده…
او بالاخره، هغه زړور مجاهد، د الله تعالی سره خپله کړې وعده پوره کړه، او د شهادت په ابدي خوب ویده شو، نحسبه کذالک والله حسیبه. د غرونو په لمنو کې د هغه له وینو سره ګلونه وټوکېدل، او د میړانې یوه بله کیسه د تاریخ پاڼو ته وسپارل شوه، رحمه الله علیه رحمة واسعة.
د شهادت نېټه او ځای:
شهید سید منیر واهب تقبله الله د ۱۳۹۸ هـ ش کال د میزان میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شهادت ویاړ ترلاسه کړ.
ځانګړتیاوې:
شهید واهب تقبله الله یو خوش اخلاقه، متواضع، زړور او اخلاصمند مجاهد و. د ملګرو سره یې مینه، د دین سره یې اخلاص او د جهاد سره یې علاقه د ده د شخصیت مهم اړخونه وو. هغه تل د مخکې کرښې سړی و، د سختیو پر وړاندې صابر او د هدف په لار کې ثابت قدمه و.









































