داعش د اسرائیلي او امریکایي جنرالانو له وژلو سترګې پټوي، خو دیني علما په نښه کوي. د دې ډلې د رهبرۍ تړاو له بهرنیو استخباراتي کړیو سره د هغوی له کړنو څخه په ښکاره ډول څرګندېږي. په داسې حال کې چې اسرائیلي جنرالان په بېرحمۍ سره بېګناه ماشومان، ښځې او سپینږیري شهیدانوي او پرلهپسې توګه د اسلام مقدساتو ته سپکاوی کوي، آن تر دې چې د اسلام د ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم په اړه ناوړه او بېبنسټه تورونه لګوي.
دا ډله د هغوی پر وړاندې د مقابلې پر ځای، هغه عالم وژني چې د الله تعالی جلجلاله د دین د تبلیغ په لاره کې یې ږیره سپینه کړې ده. ایا داسې کسان کولی شي هغه خلافت رامنځته کړي چې د امت له ځان او مال څخه ساتنه وکړي؟
داعش د اسلامي خلافت پر ښکلي نوم یو تور داغ ایښی. دا خارجي ډله اسلام نړۍ ته د وېرې، وحشت، تاوتریخوالي او سر پرې کولو په بڼه ورپېژني، حال دا چې د اسلام سپيڅلی دین د ظلم د له منځه وړلو لپاره نازل شوی دی. کله چې قرآن عظیمالشان نازل شو، نړۍ له وحشت او زورواکۍ ډکه وه، خو له هغه وروسته مهرباني او عدالت پراختیا وموندله او د ظلم ماڼۍ یو پر بل پسې ونړېدې.
د محمد صلیاللهعلیهوسلم او د هغه د یارانو د رهبرۍ تر سیوري لاندې، ناامني په امنیت بدله شوه، که کافر و، که مسلمان او که یهودي، ټولو د سپېڅلي اسلامي دولت تر چتر لاندې په سوله او ارامۍ کې ژوند کاوه. هغه اسلام چې انسان او جن دواړو ته یې سکون وربخښه.
“وَما أَرسَلناكَ إِلّا رَحمَةً لِلعالَمينَ” (سوره انبیاء، آیت ۱۰۷).
ژباړه:
او موږ ته نه یې لېږلی، مګر د ټولو عالمونو لپاره د رحمت په توګه.
دا آیت څرګندوي چې د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم او په پایله کې د اسلام دین، د ټولې نړۍ د خلکو لپاره د رحمت، مهربانۍ او خیر سرچینه ده. نن ورځ داعشي خوارج، اسلام نړۍ ته د وېرې او ظلم په بڼه ورپېژني.
آیا هغه دین چې محمد صلیاللهعلیهوسلم انسانیت ته وړاندې کړی، له هغه څه سره سمون لري چې داعش یې وړاندې کوي؟ که داعش له عرش نوی دین راوړی دی؟
بېشکه محمد صلیاللهعلیهوسلم وروستی پیغمبر دی او د هغه شریعت هم وروستی شریعت دی. داعش په یوه انحرافي لاره روان دی. په صحیح بخاري کې راغلي دي:
«رسولالله صلیاللهعلیهوسلم له یوه یهودي څخه خوراکي توکي (وربشې) واخیستل او خپله زغره یې ورسره ګرو کېښوده.»
(صحیح بخاري، حدیث ۲۵۰۹ او ۲۹۱۶)
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یاران هم د مدینې د سولې په مهال د یهودیانو بازارونو ته تلل او سوداګري یې کوله. که د سوداګریزو اړیکو له امله هغه نظام تکفیر شي چې د امت د ځوانانو په وینو جوړ شوی وي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یارانو حکم به څه وي چې د یهودیانو بازارونو ته به تلل؟ په پای کې دې پایلې ته رسېږو چې داعش یوه ګمراه ډله ده چې د اسلام له سرې کرښې اوښتې ده. هغه شریعت چې داعش یې نندارې ته وړاندې کوي، د محمد صلیاللهعلیهوسلم له شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.







































