د يهودانو د ناوړو صفاتو په لړۍ کې به په دې برخه کې د هغوی ديارلسم صفت وڅېړو.
۱۳- بد ژبي، دروغ، تهمت او خلګو ته په ژبه اذيت رسول
د يهودانو له هغو ناوړو او خطرناکو صفاتو څخه چې قرآن کريم يې په بېلابېلو ځايونو کې يادونه کړې ده، يو هم بد ژبي، دروغ ويل، تهمت لګول او خلګو ته په ژبه اذيت رسول دي. د هغوی ډېر کسان به د حق د پټولو لپاره دروغ ويل، پر الله تعالی به يې افتراء تړله، پر انبياء عليهم السلام به يې تهمتونه لګول، د مؤمنانو په اړه به يې ناسمې خبرې کولې او د خلګو ترمنځ به يې د فتنې او فساد اور بلوه.
الله تعالی د هغوی د دې ناوړه خوی په اړه فرمايي:
﴿وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ﴾ (آل عمران: ٧٥)
ژباړه: «هغوی پر الله تعالی دروغ تړي، حال دا چې ښه پوهېږي چې دا خبرې دروغ دي.» يعنې هغوی به د حق له پېژندلو سره سره دروغ ويل او د خپلو شخصي ګټو او نفسي غوښتنو لپاره به يې حقيقت پټاوه.
الله تعالی په بل ځای کې د هغوی د بد ژبۍ په اړه فرمايي:
﴿وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا﴾ (المائدة: ٦٤)
ژباړه: «يهودانو وويل: د الله لاس تړلی دی (نعوذ بالله). د هغوی خپل لاسونه دې وتړل شي او د همدې خبرې له امله دې لعنتيان شي. بلکې د الله دواړه لاسونه پرانيستي دي، څنګه چې وغواړي لګښت او روزي ورکوي.»
همدارنګه الله تعالی د هغوی د نورو ناوړو صفاتو ترڅنګ فرمايي: ﴿وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ﴾ (النساء: ١٥٦-١٥٧)
ژباړه: «او (موږ هغوی د دوی د کفر له امله ونيول)، او د دې لپاره چې پر مريم عليها السلام يې ستر بهتان ولګاوه، او دا چې ويل يې: موږ د الله رسول، مسيح عيسی بن مريم وژلی دی.»
يهودانو به يوازې دروغ نه ويل، بلکې د مؤمنانو د بدنامولو لپاره به يې تهمتونه هم لګول. کله به يې د مسلمانانو پر پاک لمنو ښځو ناسم تورونه لګول. څرنګه چې د حضرت عائشې رضي الله عنها د تهمت په پېښه کې د فتنې اصلي محرکين يهودان او هغه يهودي خصلت منافقين وه، خو اسلام د دغو ټولو ناوړو اخلاقو پر خلاف مسلمانان رښتينولۍ، نرمې ژبې، ښو اخلاقو او د خلګو د عزت ساتلو ته رابولي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ» (بخاري او مسلم)ژباړه: «څوک چې پر الله او د آخرت پر ورځې ايمان لري، بايد يا ښه خبره وکړي او يا چوپ پاتې شي.»
ښه ژبه، نېک اخلاق او رښتينولي د انسان د سعادت، بريا او جنت لامل ګرځي، او دروغ، بد ژبي او تهمت بيا د تباهۍ او دوزخ لور ته لار هواروي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ» (متفق عليه)
ژباړه: «رښتينولي نېکۍ ته لار هواروي او نېکي جنت ته رسوي، او دروغ بدکارۍ ته لار هواروي او بدکاري دوزخ ته رسوي.»
امام نووي رحمه الله ليکي: «په دې حديث کې د دروغو د خطر او د رښتينولۍ د فضيلت تر ټولو ستر بيان شوی دی، ځکه دروغ د هر شر، فساد او ګمراهۍ اساس او بنسټ دی.»











































