انسانيت هغه ستر ارزښت دی چې د بشريت د بقا، عزت او وقار بنسټ جوړوي. په هره ټولنه کې د فطرت او شريعت له تقاضو سره سم؛ د انسان ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند، تر ټولو سپېڅلی او خوندي ارزښت ګڼل کېږي. خو له بده مرغه، ډېری متجاوزين اړخونه د جګړو او شخړو په تودو ډګرونو کې ډېر ځله دا ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او بېګناه خلک د خپلو خونړيو بمبارونو قربانيان ګرځوي.
په همدې لړ کې، بېګا مازدیګر يو ځل بيا د پاکستاني متجاوز پوځ له لوري د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند سيمو کې د ملکي خلکو پر کورونو د توپونو بريدونه ترسره شول. د دغو بريدونو له امله لږ تر لږه يو تن په شهادت ورسېد، ګڼ شمېر نور ټپیان شول، او د خلکو کورونه او شتمنۍ زيانمنې شوې. دا غمیزه يوازې يوې کورنۍ ته نه، بلکې د ټول انسانيت وجدان ته يو ستر ټکان دی، چې د افغانستان ټول ولس يې له وير سره مخامخ کړ او د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو د انتقام جزبه يې نوره هم غښتلې کړه. د دې پېښو دوام د دې ښکارندويي کوي چې دا ډول کړنې کومه جزئي پېښه نه ده بلکې يوه تکراري لړۍ ده.
دا ډول بریدونه، چې ملکي خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان پکې په نښه کېږي، د انسانيت په وړاندې ښکاره بشري او جنګي جنایت دی، د ملکي خلکو ژوند، امن او عزت باید تل خوندي وي او هېڅ ډول برید چې بې دفاع انسانان زیانمنوي د منلو وړ نه دی. داسې نه بښونکې پېښې څرګندوي چې لا هم د پاکستاني رژيم متجاوز پوځ د جګړې له اصولو سرغړونه کوي او د انسان ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
کله چې جګړه د بېګناه انسانانو تر کوره رسېږي، نو دا نور د جګړې تر اصولو وتلې بڼه خپلوي. د نړيوالو قوانينو او بشري اصولو له مخې، ملکي وګړي بايد په هر حالت کې خوندي وساتل شي. د ښځو او ماشومانو په نښه کول نه يوازې يو اخلاقي انحراف دی، بلکې ښکاره بشري او جنګي جنايت هم بلل کېږي. هېڅ دليل او توجيه نه شي کولای چې دا ډول کړنې مشروع وګرځوي.
همداراز، د پاکستان پوځي رژيم له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان هوايي حريم په مکرر ډول نقض کړی او د ملکي سيمو، کورونو او عامه تاسيساتو بمبارولو ته يې دوام ورکړی دی. دا ډول تکراري تېري نه يوازې د يو خپلواک هېواد د حاکميت نقض دی، بلکې د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو سپکاوی هم ګڼل کېږي. په هېڅ يوه ټولنه کې؛ که هغه اسلامي وي او که غير اسلامي دا ډول جنګي جنايت د جګړې برخه نه ګرځول کېږي، بلکې د دا ډول پېښو په وړاندې جدي ګامونه پورته کېږي.
د ښځو او ماشومانو بمبارول يو داسې ناوړه عمل دی چې د وجدان هره ذره يې ردوي. دا نه يوازې فزيکي زيانونه رامنځته کوي، بلکې د ټولنې پر روحي او رواني حالت هم ژور اغېز پرېباسي. هغه پلار چې د جګړې په اور کې خپل ماشومان او زنانه له لاسه ورکوي، د راتلونکي لپاره له درد او وير څخه ډک ژوند ته اړ کېږي. هغه ميندې چې خپل اولادونه او نارينه له لاسه ورکوي، د ژوند تر پايه د نه جبرانېدونکي غم سره مخ وي.
نو ځکه، دا د نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او د عدالت غوښتونکو بنسټونو مسووليت دی چې د دې ډول کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي. چوپتيا د ظلم ملاتړ دی، او عدالت هغه وخت تحقق مومي چې عاملين د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکولو ته اړ کړل شي. که دا لړۍ همداسې روانه پاتې شي، نو نه يوازې به د انسانيت ارزښتونه زيانمن شي، بلکې د نړيوال نظم بنسټونه به هم کمزوري شي.












































