شهید محمد عمر تقبله الله د حاجي وزیر زوی، د حاجي مینک لمسی، په 1998م کال دې فاني نړۍ ته، د لوګر ولایت مرکز اړوند، دشتې بهاري کلي کې سترګې وغړولې.
لا د کم عمر و، چې د الله جل جلاله د دین لپاره یې تر مدرسې او سنګره ځان ورساوه، د اوړي په موسم کې یې جهادي مبارزه او د ژمي په موسم کې یې درسونه د ژوند اولیتونه وو.
په 2018 م کال کې یې د ننګرهار ولایت مرکز سیاف فامیلي، جامعه محمدیه کې داخله وکړه، لا یې درسونه سم نه وو پیل کړي؛ چې د جهاد جذبه پرې غالبه شوه، له دریو نورو ملګرو سره پیاده په تشکیل روان شو، خو د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې داعشي خوارجو ته ژوندي په لاس ورغلل.
د زندان حالات:
شهید زنداني د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:
هغه ویل: د داعش او امریکایانو څو کارونه او عادتونه سره ورته و، له نیولو سره سم یې د وهلو ټکولو شروع را باندې وکړه، که به یې مشر و که کشر؛ ډېره پیغورجنه لهجه به یې کاروله، په ډوډۍ یا خوراک یې خورا زیات تعذیب راکاوه، ډوډۍ به یا کمه وه؛ یا به د دوو، دریو اونیو وچه ډوډۍ وه، چې هېڅ به د خوړلو نه وه، لنډه دا چې هېڅ انساني چلند یې نه را سره کاوه.
ما د بګرام له زندانیانو څخه هم اوریدلي و، چې امریکایانو به په ډوډۍ ډېر ځورولو، د تحقیق طریقه یې کټ مټ لکه څنګه چې امریکایانو په باګرام زندان کې تحقیق کاوه؛ هم هغسې به دلته هم په نیمه شپه راغلل، تحقیق ته به یې بوتلو، ډول، ډول پوښتنې به یې را څخه کولې، خو مونږ هم دا یوه خبره ورته نیولې وه؛ چې د مدرسې طالبان یو.
تحقیق کوونکي مکمل خارجیان وو، روسان، ازبک، پنجابیان او افغان تحقیق کونکي ډېر کم و.
خو تر ټولو غټ زیاتی یې چې راسره وکړ؛ هغه دا، چې لس شپې، ورځې یې بلکل لمانځه ته پرېنښودو، مونږ به په اشارې سره لمونځ کاوه.
بیا یې راته ویل: چې مونږ تاسې ته شرعي دوره شروع کوو، کله چې یې د دوی په اصطلاح شرعي دوره راته شروع کړه؛ د ورځې لس دقیقې، سهار لس دقیقې، مازدیګر مهال، خو شرعي دوره یې داسې وه؛ چې یوازې یې په احادیثو او څلورو امامانو ردونه او نیوکې کولې.
د زندان په دې شپږ میاشتنۍ دوره کې داسې وختونه هم راغلل، چې سرې جامې به یې را واغوستلې، تر څو موږ ذبحه او سرونه رانه پرې کړي، خو بیا به یې بېرته قضیه وځنډوله.
جالبه دا وه، چې په اخېر کې داسې بمبارونه پرې شروع شول، چې یو ځلې یې زمونږ د زندان د خونې نیم دېوال هم وغورځاوه.
خو کله چې راخلاص شوم او د دوی له ماتې نه خبر شوم، وروسته پوه شوم، هغه خلک چې د دوی د تبلیغاتو له تاثیر لاندې، دوی ته راغلي و؛ ناخبره ساده ګان بمبارېدل او په دې ډول یې، د نورو ساده ګانو جذب ته؛ د مشروعیت لاره هوارول.
له شپږ میاشتې زندان تېرولو وروسته، مې خپلې کورنۍ د چپرهار ولسوالۍ یو څو تنه سپين ږیري راپسې رالیږلي وو، سپین ږیرو مو منځګړیتوب وکړ او د نفر په سر مو 125000 یو سل او پنځویشت زره افغانۍ ورکړې او راخلاص شوو.
یو ملګري یې کیسه راته کوله، ویل یې: له حقانیې مدرسې سره مو اطاق و، د شپې مې ژړا او سلګۍ تر غوږو شوې، چې سر مې راپورته کړ؛ ګورم چې شهید زندانې الله جل جلاله ته په زاریو د شهادت سوالونه کوي.
بالاخره یې الله جل جلاله هغه سوال قبول کړ، شهید زنداني تقبله الله له فتحې څخه یوه میاشت مخکې، د لوګر مرکز وزیر کلا شهرک سیمه کې، له خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای، له کمانډویانو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نحسبه کذالک والله حسیبه
یو ملګری یې یوه خاطره داسې بیانوي:
امریکایانو یې په کور چاپه وهلې وه، بله ورځ مونږ پوښتنې ته ورغلو، چې ګورو شهید زنداني او یو بل د تره زوی یې، چې سلطان محمد معصوم نومېده، (معصوم هم بیا ده لوګر ولایت د فتحې په ورځ شهید شو) دواړه په کور کې و، ما ورته ویل: وه هلکانو تاسې څنګه امریکایانو نه یاست ور سره وړي، موسکی شو او راته ویل یې:
مونږ دواړه د کور په بام ویده وو، چې کله چاپه راباندې راغله، په ځانو مو ایت الکرسي شریفه چوف کړه، بیا یې الحَمْدُ ِلله تر آخره را ته پام نه شو.