د اپرېل د میاشتې په ۱۳مه نېټه ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان د ګوادر د جیوني په سیمه کې، د سمندر په اوبو کې د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه جنګي کښتۍ په نښه شوې او لږ تر لږه درې سمندري ځواکونه وژل شوي دي. راپور لیکي چې حمله کوونکي د یوې چټکې کښتۍ په مرسته لومړی د سمندري ځواکونو ته نږدې شول او وروسته یې پرې ډزې وکړې. هممهاله یې د سمندري ځواکونو د ګزمې په کښتۍ کې سپاره درې واړه کسان په نښه او ووژل. وروسته دوی بېرته پر خپل مخ ولاړل.
د پېښې پړه د بلوڅ بېلتونپالو یوې ډلې، بلوچ لبریشن آرمي، پر غاړه اخیستې ده. هغوی په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو اکاونټونو یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي چې دا کار د دوی د “زرپهاز” (یعنې د سمندرونو د حفاظتي ځواک) له لوري ترسره شوی دی. په ویډیو کې ښکاري چې څلور کسان لومړی په یوه ساحلي سیمه کې، په پټو مخونو راڅرګندېږي او په بلوڅي ژبه خبرې کوي. وروسته د پاکستان پوځ ته ګوتڅنډنه کوي او پیغام یې دا وي چې: “تاسې زموږ له ځمکو او سمندرونو ووزئ، دا ځمکې او سمندرونه زموږ دي او موږ یې مالکان یو. که تاسې دا قبضه پرې نه ږدئ، نو د ځمکې ترڅنګ به سمندرونه هم د اور په څپو درته بدل کړو.” وروسته چټکې کښتۍ ته خېژي او حمله کوي.
که څه هم بلوڅ بېلتونپال د پاکستان له جوړښت راهیسې وخت ناوخت د پوځ سره په نښتو اوښتي، خو د تېرو شلو کلونو په جریان کې، کله چې د پاکستاني پوځ له خوا په بېلابېلو نومونو د ظلم او تېري نوې څپې پیل شوې، نو دوی هم په خپلو لیکو کې بدلون راوست او د جګړې طرز یې بدل کړ. په څو څو ځله یې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې د غچ اخیستنې په موخه سختې او خونړۍ حملې ترسره کړې.
خو دا ځل ترسره شوی عمل له پخواني تاریخ څخه جلا دی. ځکه مخکې به د بلوڅ بېلتونپالو عملیات په پوستو کېدل، د پوځ کاروانونه به په نښه کېدل، پوځي تاسیسات او ورته نور ځایونه به تر برید لاندې نیول کېدل. البته هوایي ځواکونه او په ځانګړي ډول سمندري ځواکونه تر ډېره خوندي وو. دا لومړی ځل دی چې بلوڅ بېلتونپالو په ډېر مهارت او ناڅاپي ډول عملیات ترسره کړل، هدف ته ورسېدل او بېرته روغ رمټ ستانه شول.
یادې پېښې په نړیواله کچه نوي بحثونه راپورته کړي او د رسنیو پام یې ځان ته اړولی دی. په ځانګړې توګه د پاکستان دننه مبصرین او څېړونکي دا پېښه نه یوازې حیرانوونکې، بلکې د اندېښنې وړ هم بولي. د هغوی په اند، د سمندري ځواکونو په نښه کېدل له یوې خوا امنیت ته مهم ګواښ دی، او له بلې خوا یې د ځواکونو مورال ته زیان رسولی او د دولت او پوځ اعتبار یې کمزوری کړی دی.
دا برید په ګوادر کې، چې یو ستراتیژیک او اقتصادي مهم مرکز دی، ترسره شوی دی؛ هغه ځای چې چین له کلونو راهیسې په کې پراخه پانګونه کړې او غواړي له همدې لارې خپل توکي نړیوالو بازارونو ته ورسوي. خو د بلوڅ بېلتونپالو له لوري دا ډول بریدونه او مخکېني خبرداري دا ټول پلانونه تر اغېز لاندې راولي، او نه یوازې هېوادونه، بلکې عادي سوداګر هم زړه نه ښه کوي چې هلته پانګونه وکړي.
دا برید ځکه هم د نړۍ پام ځان ته اړولی چې څه موده وړاندې د بلوڅ بېلتونپالو له لوري د بېپیلوټه الوتکو کارونه هم تر سترګو شوي وو. که څه هم دغو الوتکو تر اوسه کوم برید نه دی کړی، خو د دوی له خوا د دغو الوتکو په اړه خپاره شوي معلومات پاکستاني دولت اندېښمن کړی دی. د دوی په وینا، دا الوتکې یوازې څارنه او هدف پېژندنه کوي، خو دا هم یې ویلي چې دغه الوتکې د کشفي رادارونو او جېمرونو څخه خوندي دي.
د دوی په ټکو، دا الوتکې کولی شي مخالف لوری له رواني فشار او مورال ټیټوالي سره مخ کړي، او د اړتیا پر مهال به د همدې الوتکو له لارې ټاکل شوي اهداف په نښه شي. په اوسني وخت کې د بېپیلوټه الوتکو شتون د جګړې توازن بدل کړی دی. ځواک نور یوازې په لویو پوځونو پورې محدود نه دی پاتې. دا ډول ټکنالوژي حتی لوی پوځونه هم اندېښمنوي، ځکه د الوتکو کاروونکي له جګړې ډګر څخه لرې وي او له هماغه ځایه یې کنټرولوي. له همدې امله هغوی تر ډېره خوندي وي.
بله مهمه خبره دا ده چې دا الوتکې نسبتاً کم لګښت لري، خو د مقابل لوري لپاره د دفاع او کنټرول لګښتونه ډېر لوړ وي، چې دا هم فشار زیاتوي. د بلوڅ بېلتونپالو له لوري دا او ورته نور اقدامات، د کارپوهانو په اند، ښایي په راتلونکي کې نور هم زیات شي او وضعیت لا پسې کړکېچن کړي. ځکه د دوی غوښتنې واضح دي: دوی غواړي چې د بلوڅانو اساسي بشري حقونه ورکړل شي، د بلوچستان په سیمه کې د اوسېدو او د خپلو طبیعي سرچینو څخه د استفادې حق ولري، په سیاسي چارو کې ازادي ورکړل شي او د خلکو رایه درناوی وشي.
خو د دوی په وینا، پوځ دا غوښتنې له پامه غورځوي، خلک له بنسټیزو حقونو محروموي، طبیعي سرچینې یې نیولي او خپله یې کاروي. په تېرو دوو لسیزو کې زرګونه کسان وژل شوي، زرګونه نور لادرکه دي، او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته. په سیمه کې پراخ پوځي حضور، اقتصادي ستونزې، کډوالي، او د خلکو پر ژوند محدودیتونه ورځ تر بلې زیات شوي دي. له همدې امله، د دوی په اند، دوی ځان اړ ویني چې د مقاومت لار خپله کړي او د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه وکړي.










































