هغه غربیان چې اسلامي علوم لکه قرآن، حدیث او فقه، او همدارنګه د مسلمانانو قومونه یې مطالعه کړي او په دې برخه کې یې مهارت ترلاسه کړی وي، هغوی ته مستشرقین ویل کېږي. غربیانو دوه پلانونه په لار واچول: یو د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو راپارول، او بل د مسلمانانو د فکر تحریف او له منځه وړل.
د همدې لپاره مستشرقین هم په دوه ډلو ووېشل شول:
یوه ډله ښکاره وه چې تبلیغاتي جګړه یې پر مخ وړله، او بله ډله پټه وه چې استخباراتي جګړه یې پر مخ وړله.
لومړۍ ډله، هغه ډله چې تبلیغاتي جګړه یې پر مخ وړله، د هغوی مسؤلیتونه په لاندې ډول وو:
۱- د اسلام بدنامول.
۲- د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ناسم معرفي کول.
۳- دا تبلیغ کول چې مسلمانان د خدای جل جلاله دښمنان دي او د هغوی وژل ثواب لري.
۴- دا ویل چې قرآن کریم الهي کتاب نه، بلکې د انسان له خوا جوړ شوی دی.
۵- د مسلمانانو د تاریخ تحریف، لکه اسلامي فتوحات وحشت بلل، خلافت استبداد بلل، او د صلیبیانو یرغلونه د تمدن لپاره جګړه بلل
۶- د مسلمانانو پر ضد جګړه پر عیسویانو فرض بلل او هغوی ته دا ویل چې د مسلمانانو په وژلو کې ثواب دی.
د دې ډلې عمومي هدف د مسلمانانو د عقیدې کمزوري کول، عیسویانو ته د مسلمانانو پر ضد د جګړې انګېزه ورکول، او په اسلام کې لاس وهنه وه.
دوهمه ډله چې پټه یا استخباراتي وه، د مسلمانانو سیمو ته تلل او هلته یې ځانونه مسلمانان معرفي کول. د دې ډلې مسؤلیتونه په لاندې ډول وو:
۱- د مسلمانانو د ځواک، فکر او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات راټولول او عیسویانو ته ورکول.
۲- د مسلمانانو ترمنځ د قوم او مذهب په نوم اختلافات راپارول.
۳- مسلمانانو ته د کفارو سره د دوستۍ فکر ورکول.
۴- فقه بېارزښته معرفي کول او اختلافي مسایل راپارول.
۵- د مسلمانانو کلتور بدلول.
۶- د مسلمان حاکمانو سره نږدې کېدل او هغوی بېلارې کول.
۷- حاکمانو ته د عیسویانو سره د دوستۍ فکر ورکول.
۸- د اسلامي شعایرو اهمیت کمول او د “پرمختګ” په نوم د ځینو احکامو بدلون ته لاره هوارول.
د مستشرقینو دواړو ډلو د اسلام پر ضد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. لوستونکو ته ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې ولې هغه وخت غربیانو دا کسان روزل؟ ایا هغه وخت داسې مسلمانان نه وو چې د هغوی لپاره یې کار کړی وای؟
په ځواب کې باید ووایو: هو، خو هغه وخت مسلمانانو خپلواک فکر، مستقل فرهنګ او کلتور درلود. حکومتونه یې د بل چا تر اغېز لاندې نه وو. مسلمانان عموماً له فکري او عقیدوي پلوه پیاوړي وو، اسلامي نظام او خلافت موجود و، او دین او سیاست سره جلا نه وو.
که په لنډ ډول ووایو، مستشرقین د یوې ورځې یا یوه کال محصول نه دي، بلکې له اتمې تر لسمې میلادي پېړۍ پورې یې تخم وکرل شو، له یوولسمې تر دیارلسمې پېړۍ پورې را څرګند شول، له دیارلسمې تر اوولسمې پېړۍ پورې یې وده وکړه او له اتلسمې تر شلمې پېړۍ پورې یې استعماري بڼه خپله کړه او بشپړ شول.
ځینې مشهور مستشرقین:
۱- ویلیم میر William Muir: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه یې انتقادي کتابونه لیکلي.
۲- جوزف شاخت Joseph Schacht: د اسلامي فقهې په اړه یې شکونه راپورته کړي او ادعا یې کړې چې فقه وروسته جوړه شوې.
۳- ډېوېډ سمویل مارګولیوث David Samuel Margoliouth: د اسلامي سرچینو پر اعتبار یې شک څرګند کړی.
۴- اېګناڅ ګولډڅيهر Ignaz Goldziher: د حدیثو په اړه یې د شکونو راپورته کولو هڅه کړې.
باید یادونه وکړو چې دا هغه مستشرقین دي چې په ښکاره یې فعالیت کاوه، هغه مستشرقین چې په ظاهر کې یې د مسلمانۍ دعوه کوله، ځینې یې تر پایه د مسلمان عالم په نوم پټ پاتې شوي، او تر نن ورځې هم ځینې کسان د “دیني عالم” تر نوم لاندې هماغه لاره تعقیبوي.










































