په معاصر سیاسي او فکري چاپېریال کې په ځانګړي ډول د سوېلي اسیا د قدرتي معادلو په اړه د روایتونو جګړه د وسلو له جګړې هم ژوره او پېچلې شوې ده. دلته حقیقت یوازې په واقعیتونو نه سنجول کیږي، بلکې د هغو تعبیرونو له لارې هم ټاکل کیږي چې د مختلفو لورو له خوا وړاندې کیږي.
په ځینو انتقادي او سیاسي روایتونو کې دا ادعا مطرح کیږي، چې د پاکستان پوځي جوړښت د سیمې په امنیتي معادلو کې یو ډېر قوي او مسلط رول لري او د خپل ستراتېژیک حضور د ساتلو لپاره له بېلابېلو داخلي او بهرنیو تګلارو څخه استفاده کوي. همدارنګه ځیني تحلیلونه دا هم وايي، چې د همدې پېچلي امنیتي چاپېریال په سیوري کې ځینې وسلهوالې ډلې په مختلفو وختونو کې د موجودیت، فعالیت یا لږ تر لږه د نه کنټرول په اړه بحثونو او تورونو سره مخ شوي دي خو دا ټولې ادعاوې د نړیوال سیاست د متضادو روایتونو، راپورونو او سیاسي رقابتونو برخه دي او د یوې واحدې او قطعي نتیجې په توګه نه شي وړاندې کېدای.
د دې لویې صحنې تر ټولو حساس او جنجالي اړخ د دیني علماوو رول ګڼل کیږي. په همدې فضا کې ځیني انتقادي روایتونه دا ادعا مطرح کوي، چې یو شمېر پاکستاني علما د پاکستان د پوځي او سیاسي جوړښت ستاینه کوي او پوځي روایت ته یې دیني او اخلاقي مشروعیت ورکوي. د دغو تحلیلونو له مخې دا ډول ستاینې یوازې مذهبي یا علمي دریځ نه بلکې د قدرت د روایت د پیاوړتیا یوه نرمه وسیله ګڼل کیږي.
دلته باید په واضح ډول وویل شي، چې دا یوه عمومي او واحده پدیده نه ده. د علماوو نړۍ یو واحد بلاک نه دی. دلته بېلابېل فکري جریانونه، اختلافونه او حتی متضاد دریځونه موجود دي. ځیني یې د دولت له روایت سره همغږي ښيي، ځیني یې انتقادي موقف لري او ځیني بیا هڅه کوي چې ځان له سیاسي قطبونو لرې وساتي خو په عمومي انتقادي بحثونو کې دا پوښتنه مطرح کیږي، چې ولې ځیني دیني غږونه د قدرت د رسمي او پوځي روایت ملاتړ ته نږدې کیږي او دا چې دا ملاتړ څنګه د عامه ذهنیت په جوړښت اغېز کوي؟!
په همدې انتقادي روایتونو کې ځیني وخت دا هم ویل کیږي، چې د سیمهییزو امنیتي کړکېچونو، وسلهوالو ډلو او نړیوالو اندېښنو په اړه متضادې ادعاوې او تورونه شته، چې د بېلابېلو سیاسي لورو له خوا وړاندې کیږي خو دا موضوعات له نړیوالو استخباراتي، سیاسي او امنیتي رقابتونو سره تړلي دي او د هرې یوې ادعا د تصدیق لپاره بېطرفه او مستندو شواهدو ته اړتیا ده.
سره له دې ټولو اختلافاتو یو اصل داسې دی، چې هیڅ سیاسي، نظامي یا فکري روایت یې نه شي ردولای: د انسان د ژوند حرمت. هر هغه ځای چې ملکي انسانان په کې زیانمن کیږي، هلته ټول سیاسي توجیهات د اخلاقو تر سوال لاندې راځي. د بېګناه انسان وینه د هیڅ ډول ستراتېژۍ، امنیتي اړتیا یا سیاسي روایت تابع کېدای نه شي.
په همدې ځای کې د علماوو مسوولیت ډېر دروند کیږي، ځکه عالم یوازې د متن تفسیروونکی نه دی بلکې د ټولنې د اخلاقي توازن استازی هم دی. کله چې مذهب د قدرت د ملاتړ یا ستاینې له روایت سره نږدې کیږي، نو د خلکو په ذهن کې د حقیقت او تبلیغ ترمنځ کرښه نرۍ کیږي او کله چې دا کرښه نرۍ شي، نو د پوښتنې جرات کمزوری کیږي.
تاریخ دا ښودلې، چې د هر ځواک ترڅنګ داسې فکري او مذهبي حلقې موجودې وي، چې هغه ته مشروعیت ورکوي؛ کله د عقیدې له مخې، کله د ادارې له فشار او کله د ټولنیزو یا اقتصادي اړتیاوو له امله خو په هر حالت کې نتیجه دا وي، چې د دین د مبلغينو ژبه د قدرت په چوکاټ کې ځای پر ځای شي او د خپل استقلال یوه برخه له لاسه ورکړي.
خو بل اړخ ته دا هم حقیقت دی، چې د علماوو ټولنه یوه متنوع او څو اړخیزه نړۍ ده. هلته داسې غږونه هم شته، چې د سولې، عدالت او انساني ژوند د خوندیتوب لپاره درېږي او د هر ډول تاوتریخوالي د توجیه پر وړاندې پوښتنې را پورته کوي. همدغه اختلافات ښيي، چې دیني فضا لا هم د فکري کشمکش میدان دی، نه یو تړلی او یو اړخیز نظام.
د حق او باطل ترمنځ کرښه په نهایت کې د شعارونو په کچه نه، بلکې د اصولو په کچه تعریفیږي، حق هغه دی، چې د انسان ژوند ته درناوی کوي، د ظلم پر وړاندې درېږي او د حقیقت پوښتنه ژوندۍ ساتي. باطل هغه دی، چې حقیقت د ګټې تابع کوي او اخلاق د سیاسي یا ستراتېژیک مصلحت قرباني کوي.
د پوځي رژیم ملاتړو علماوو ته بویه، چې د غرب په هغه کنډولي کې د اوبو له څښلو ډډه وکړي، چې د اسلام وینې په کې پرتې دي. پاکستاني علماء باید نور د منبر موجوده اسارت ته د پای ټکی کېږدي، که نه نو د حفصې مدرسې او لال مسجد چیغې به یې د عافیې صدیقي له مظلومو آهونو سره یوځای د غوږونو پردې وشلوي.











































