پاکستانی ولس په یوه ځانګړي ذهني حالت کې ښکېل کړی شوی دی، چې په ساده ټکو کې یې ’’سیاسي او پوځي هیپنوتیزم‘‘ بللای شو، دا هغه حالت دی چې انسان خپل کړاو، زیان او استحصال ویني، خو د هغه پر ضد د درېدو فکري او عملي جرأت یې له لاسه ورکړی وي.
د موضوع د لا روښانتیا لپاره داسې ویلای شو، چې ملحدین عموماً دا دعوه کوي چې «مذهب یو نشه ده، چې انسان له حقیقته لرې کوي»، د هغوی په اند مذهبي خلک په یوه خیالي سرمستۍ، هوايي جنت او غیر واقعي ژوند کې ژوند کوي او د ځمکنيو حقایقو د درک توان نه لري، دا بیانیه د نورو دینونو تر څنګ په ځانګړي ډول د اسلام پر ضد کارول کېږي، حال دا چې د یو مسلمان له نظره دا خبره یوازې یو فکري مغالطه او له تعصبه ډک تور دی.
خو یو تریخ حقیقت دا دی چې نن ورځ د «نېشې» همدا تصور د مذهب پر ځای د دولتي او سیاسي نظام پر حالت ډېر سم راځي، په پاکستان کې له تېرو ۷۸ کلونو راهیسې داسې یو سیاسي او پوځي جوړښت حاکم دی، چې له ولسه پرلهپسې قربانۍ اخلي، خو په بدل کې ورته بنسټیزې اسانتیاوې نه برابروي، اقتصادي وضعیت یې ښکاره بېلګه ده.
ریکارډ ګراني، د لومړنیو اړتیاوو د توکو، برېښنا او سون توکو په بیو کې پرله پسې لوړوالی، د روپۍ لوېدلی ارزښت، او د بهرنیو پورونو زیاتوالی ولس په ځانګړي ډول بېوزله او منځنی قشر د داسې نه زغمل کېدونکي فشار لاندې راوستلی، چې ان ځینې خلک یې ځان وژنې ته اړ کړي دي، د اقتصادي رکود او د فابریکو او صنعتونو د بندېدو له امله بېروزګارۍ او بېوزلۍ په څرګنده توګه لوړې شوې دي، د دې ټولو پایله دا ده چې د یو باعزته ژوند کول د عام انسان له وسه ورځ تر بلې لرې کېږي.
د دې اقتصادي بحران تر څنګ سیاسي بېثباتۍ هم حالات لا پسې خراب کړي دي. پرله پسې سیاسي شخړې، انتخاباتي لانجې، د پوځ له لوري د منتخب حکومتونو نسکورول، ښکاره او پټ مارشل لاګانې، او د جدي او رغنده مکالمې نشتون د دوامدارې او ولس پالې واکمنۍ ملا ماته کړې ده. د دولت انرژي د ولسي ستونزو د حل پر ځای د واک پر سر په کشمکش کې ضایع کېږي، چې مستقیم زیان یې عام ولس ته رسېږي.
د امن او نظم وضعیت هم سخت د اندېښنې وړ دی. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله وال تاوتریخوالي پېښې روانې دي، او په لویو ښارونو کې د کوڅه ییزو جرمونو، خپلمنځي دښمنیو، غلاوو، لوټماریو، او د ښځو پر وړاندې د ښکاره ځورونې پېښو د عادي وګړو د امنیت احساس بشپړ له منځه وړی دی. هغه دولت چې د ساتنې نښه ګڼل کېده، ورو ورو د ولس لپاره د نامعلوم برخلیک استعارې ته اوړي.
په دغسې حالاتو کې د بشري حقونو ستونزه نوره هم جدي شوې ده. د بیان د آزادۍ محدودول، پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه، د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا جبري ورکېدنې او نیونې، او پر رسنیو فشارونه هغه مسایل دي چې د هېواد دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو پرې وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده. په داسې فضا کې اختلافِ نظر د خیانت او پوښتنه د بغاوت په نوم تعبیرېږي.
دولتي کړنې او انساني کړکېچ دا بې باوري لا پسې ژوره کوي. د مریدکې په څېر پېښې، د تیراه درې او نورو قبایلي سیمو کې پوځي عملیات، ځاني تلفات او پرله پسې بېځایه کېدنې اغېزمنې ټولنې له سختو رواني، اقتصادي او ټولنیزو ټکانو سره مخ کړې دي. دا ټول عوامل د ولس، پوځ او دولت ترمنځ واټن نور هم زیاتوي.
د کورنیو کړکېچونو تر څنګ بهرنی او نړیوال فشار هم وضعیت لا پسې پېچلی کوي. د پوځ له لوري له ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلې اړیکې، د جګړې فضا رامنځته کول، او د نړیوالو مالي بنسټونو سخت شرطونه نه یوازې ملي خپلواکي زیانمنه کړې، بلکې وروستی بار یې هم پر عادي انسان ور اچول کېږي. دا ټول حقایق یوه روښانه انځور وړاندې کوي چې: «پاکستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي هر اړخیز کړکېچ ښکار شوی دی».
خو سره له دې، پوښتنه پر خپل ځای ولاړه ده: کله چې حالات دومره سخت دي، نو ولس ولې چوپ دی؟
ولې د دغو ظالمو بنسټونو پر ضد غږ نه پورته کوي او ولې یې ګریوان نه نیسي؟ ولې یې ځان د دغو ځناورو اسانه ښکار ګرځولی دی؟
تراژیدي دا ده چې د دغو پوښتنو ځواب د ملحدینو په هغه دعوه کې موندل کېږي چې پورته یادونه ترې شوې ده. یعنې هماغه رواني اړخ دلته بیا راڅرګندېږي، چې ملحدین یې په مذهب تور پورې کوي. د پاکستان ولس ته د ظالمو واکمنانو او پوځي بنسټونو له لوري دا باور ورکړل شوی چې که همدا پوځ، همدا سیاسي ګوندونه او همدا اوسنی نظام پاتې نه شي، نو هېواد به ټوټه ټوټه شي؛ بهرني ځواکونه به برید وکړي، د هېواد وجود به له ګواښ سره مخ شي، او د دوی حال به د لیبیا او غزې په څېر شي. حال دا چې دردناکه حقیقت دا دی چې همدا بنسټونه له تېرو ۷۸ کلونو راهیسې پر خپل ولس اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیک او آن مستقیم ځاني قتلِ عام روان ساتلی دی.
په بل عبارت، پر پاکستاني ملت دا تپل شوې چې د هغه ژوند د هماغه پاکستاني قاتل پوځ سره تړلی دی؛ یعنې هغه باید هره شېبه دا ایمان او عقیده ولري چې د ده اصلي ساتونکی همدا قاتل پوځ دی. همدا خو سیاسي او پوځي هیپنوتیزم دی؛ یعنې یو داسې ذهني نشه… چې مظلوم پاکستاني مسلمان د خپلې پوځې ظلمونه هم ویني، خو بیا هم چوپ پاتې کېږي؛ هغه ته دا سوچ نه پرېږدي چې اصلي امنیت له زورورو بنسټونو نه، بلکې له انصاف، روڼتیا او ولسي شعوره زېږي.
تر هغې چې د پاکستان مظلوم مسلمان په خپل فکر کې د بدلون جرأت پیدا نه کړي، تر هغې چې دا پوښتنه پورته نه کړي چې: «موږ دا هر څه ولې زغمو؟»
تر هغې به هېڅ شعار، هېڅ ګوند او هېڅ ځواک د دوی تقدیر بدل نه کړي. ځکه چې د تاریخ اصل بېخي روښانه دی: هغه قومونه چې خپله سوچ کول او عملي اقدام پرېږدي، پر هغوی ظالمان او جابران واکمنېږي، چې ورو ورو یې څیرې او خوري.











































