۴- په اسلامي نړۍ کې د واحد سیاسي مشرتابه نشتوالی
د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو د بریاوو له مهمو عواملو څخه د یو واحد او ځواکمن سیاسي مشرتابه شتون و؛ خو برعکس، په اوسني عصر کې د مسلمانانو د زوال له اساسي لاملونو څخه یو هم په اسلامي نړۍ کې د واحد سیاسي مشرتابه نشتوالی دی.
کله چې عثماني خلافت د کفارو په لاس سقوط شو او له منځه ولاړ، دا هم د مسلمانانو د کمزورۍ له مهمو عواملو څخه وګرځېد. اسلامي هېوادونه د دښمنانو تر ولکې لاندې راغلل، مسلمانان یې پر وړو ټاپوګانو او کوچنیو دولتونو ووېشل. دښمنانو د همدې ولس له منځه ځینې کسان د غلامانو په توګه وټاکل، څو پر مسلمانانو واک وچلوي، هغوی وځپي، سپک او ذلیل یې کړي او د هغوی اقتصادي سرچینې کفارو ته وسپاري. که به چا د کفارو د ظلم او تېري پر وړاندې د دفاع یا رد غږ پورته کاوه، نو یا به وژل کېده او یا به د زندان تر مېلو شا ته اچول کېده.
خلاصه دا چې مسلمانان د واحد مشرتابه له ستر نعمت څخه بېبرخې شول او له همدې وروسته د دښمنانو د توطئو او دسيسو اصلي هدف وګرځېدل. سره له دې، مسلمانان د تاریخ په ډېرو پړاوونو کې یا له واحد مشرتابه او یا هم له څو پیاوړو رهبرانو څخه برخمن پاتې شوي دي.
د مسلمانانو د مشرتابه وروستۍ ټینګه کلا عثماني امپراتوري وه. د عثماني امپراتورۍ مشرانو په وړتیا او لیاقت وکولای شول چې د پنځو پېړیو لپاره اسلامي نړۍ رهبري کړي او د خپلو سیمو ساتنه وکړي. په دې موده کې ځواکمن عثماني دولت د اسلامي امت د اقتدار او یووالي سمبول بلل کېده او د اروپایانو پر مخ د اسلامي خاورو د یرغل او اشغال دروازې تړلې وې.
د اسلام دښمنانو هم دا درک کړې وه چې تر څو پورې عثماني دولت پر خپل ځای ولاړ وي، دوی به خپلو استعماري موخو ته ونه رسېږي. له همدې ځایه د اروپایانو لهخوا د عثماني امپراتورۍ د ړنګولو پلان پیل شو. بالاخره د شلمې میلادي پېړۍ په پیل کې، د مصطفی کمال اتاترک په راڅرګندېدو سره، د عثماني امپراتورۍ پر تابوت وروستۍ مېخ ووهل شو.
د عثماني امپراتورۍ په ړنګېدو سره د مسلمانانو د یووالي او اقتدار بنسټ ونړېد او د اسلامي نړۍ په جغرافیه کې بېلابېل واړه او لوی دولتونه راڅرګند شول. دا دولتونه، چې ډېری یې ختیځ او لوېدیځ پورې تړلي وو او له بشپړې خپلواکۍ او اقتدار بېبرخې وو، ونه توانېدل چې د مسلمانانو پخوانی عزت او عظمت بېرته را ژوندی کړي؛ بلکې د دغو حکومتونو د غفلت او بېپامۍ له امله د مسلمانانو زوال لا پسې ژور شو.
واحد سیاسي مشرتابه، په هر قالب او چوکاټ کې چې وي، د اسلامي امت یوه بېړنۍ اړتیا ده. که دا اړتیا پوره نه شي، نو نه به د مسلمانانو غږ په نړۍ کې واورېدل شي او نه به مسلمانان وکولای شي چې د نړیوالو بدلونونو او تحولاتو په بهیر کې مثبت او اغېزمن رول ولوبوي.












































