د بانکي حساب لیرې کنټرول: (Remote Control of Bank Accounts)
ډېری هغه کسان چې له اروپا څخه د داعش د جګړې سیمو ته سفر کوي، هڅه کوي چې په خپل بانکي حساب د لرې واټن کنټرول وساتي تر څو د ټولنیزې فایدې مرستې یا نور عواید ترې دوامدار ترلاسه کړي. دا طریقه د داعش شبکو لپاره یوه پټه او نسبتاً خوندي مالي سرچینه ګرځېدلې.
دغه فعالیت په لاندې میکانیزمونو ولاړ دی:
• د بانکي کارتونو او SIM کارتونو له ځانه سره وړل
د اروپا پرېښودو پر مهال، ځینې غړي خپل بانکي ډیبیټ/کریډیټ کارتونه او د حساب سره تړلي SIM کارتونه له ځان سره وړي، ترڅو د OTP کوډونو، بانکي نوتیفیکیشنونو او د حساب تائید لپاره ورسره پاتې شي. د دې اقدام هدف دا دی چې حساب د فعال کارونکي په څېر ښکاره شي او د شک امکان کم شي.
• د انلاین بانک اپلیکیشن له لارې د حساب لیرې کنټرول
داعش غړي د دغو لارو په وسیله خپل حسابونه فعال ساتي، د بانک انلاین اپلیکیشن، د انټرنیټ بانکینګ، OTP او دSIM کارت له لارې د پیسو ترلاسه کول. په دې توګه هغوی له اروپا بهر هم کولی شي د حساب بیلانس وګوري، اجازه ورکړي چې پیسې وباسي او د لېږد اړوند تائید ترسره کړي.
• د منځګړو له خوا د ATM له لارې د پیسو ایستل
په اروپا کې دننه، د داعش ملاتړ کوونکي یا د غړو باوري ملګري د اړوند بانک کارت په کارولو سره ATM ته ورځي،پیسې وباسي او په نغدي بڼه یې ترلاسه کوي. اکثره وخت دا فعالیتونه په مختلفو ښارونو او ATM ماشینونو کې ترسره کېږي تر څو د څار احتمال کم شي.
• د نغدو پیسو انتقال د جګړې سیمو ته
د ATM څخه نغدې شوې پیسې بیا د لاندې لارو داعش ته رسېږي:
✓ Hawala شبکې
✓ غیر رسمي مالي بروکران
✓ د سفر کوونکو له لارې لېږد
✓ قاچاقي لړۍ چې پیسې له پولې په پټه او خوندي توګه تېروي، په اخره کې دا پیسې د داعش د مالي شبکې لاس ته ورسېږي او د عملیاتو، تجهیزاتو، معاشاتو او پروپاګند لپاره کارول کېږي.
دا طریقه داعش ته د څو لاملونو له مخې مهمه ده:
۱: ثابت میاشتنی عاید:
هغوی ته هره میاشت د څو کسانو له حسابونو لسګونه زره یورو برابریږي.
۲: د ټیټې کچې د کشف خطر:
ځکه چې پیسې د قانوني مرستو په بڼه راځي، د غوښتونکي بانکي حساب رسمي وي او نظارتي ادارې د وتلو له دقیقې نېټې ناخبره پاتې کېږي.
۳: د ترهګریزو فعالیتونو تمویل:
دا عواید د داعش لپاره په لاندې برخو مصرفېږي؛ د جګړې عملیات، د وسلو اخیستل، د رسنیزو او تبلیغاتي دستګاو تمویل، د افراطي کسانو معاشونه او لوژستیک
ج) د جعلي هویتونو په کارولو سره د مرستو ترلاسه کول (Benefit Fraud via Identity Fraud)
د داعش د مالي تمویل په مهمو تاکتیکونو کې یو هم د جعلي هویتونو کارول دي، چې له مخې یې په مصنوعي اسنادو او تقلب شویو پېژندپاڼو د ټولنیزو فایدې سیستم له کمزوریو څخه ناوړه استفاده کېږي. په دې میتود کې داعش وسلهوال، ملاتړي او شبکې د مختلفو نومونو لاندې د بېلابېلو ټولنیزو مرستو لپاره غوښتنلیکونه ثبتوي او په موازي ډول څو چنده عاید ترلاسه کوي.
د جعلي هویتونو ډولونه او کارېدونکي اسناد
د داعش شبکې د هویت د جعل لپاره د مختلفو کچو او کیفیت لرونکي اسناد کاروي. دا اسناد په ځینو مواردو کې ډېر مسلکي او په ځینو کې ساده، خو د اداري تشو له امله د قبول وړ وي. په عام ډول دا اسناد عبارت دي له؛ پاسپورټونه، ملي پېژند پانې، د کډوالۍ کارتونه یا د پناه غوښتنې اسناد، د اوسېدو اسناد او د غلا شوو شناختونو معلومات.
عام اسناد چې د Benefit Fraud او مالي درغلیو لپاره کارول کېږي:
داعش سره تړلې شبکې او مجرمې کړۍ د دولتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د جعلي او بدلون موندلو اسنادو په پراخه اندازه کاروي. دغه اسناد یا په بشپړه توګه جعلي جوړېږي، یا د اصلي اسنادو په معلوماتو کې د درغلۍ له لارې بدلون راوستل کېږي. په دې برخه کې تر ټولو ډېر کارېدونکي اسناد دا دي:
۱ـ پاسپورټونه (Fake/Altered Passports)
جعلي پاسپورټونه دوه ډولونه لري:
۱: په بشپړه توګه جوړ شوي (Counterfeit): د صفر نه په جعلي چاپونو، عکسونو او سټیکرونو جوړ شوي.
۲: بدل شوي پاسپورټونه (Altered): د اصلي پاسپورټ په معلوماتو کې د عکس، نوم، عمر یا تابعیت بدلول.
دغسې پاسپورټونه د هغو کسانو لپاره کارول کېږي چې غواړي په څو مختلفو هویتونو کې د ټولنیزو فایدې پروګرامونو ته نوم لیکي یا غواړي د سفر او بانکي سیستمونو د څار څخه ځان وژغوري. په ډېرو قضیو کې د یوه کس په نوم څو غوښتنلیکونه درج کېږي چې هر یو یې جلا مرستې ترلاسه کوي.
۲ـ ملي پېژندپاڼې (National ID Cards)
دا اسناد د فایدې پروګرامونو لپاره مهم سرخوږی جوړوي، ځکه چې ډېری هېوادونه د مرستو ورکولو بنسټ په ملي پېژندپاڼو اډانه کوي.
۱: په جعلي نومونو پېژندپاڼې جوړېږي.
۲: د اصلي پېژندپاڼو معلومات کاپي کېږي او بیا د بل عکس سره یو ځای کېږي.
۳: د هغو کسانو پېژندپاڼې بدلېږي چې اروپا یې پرېښې وي، څو دولت فکر وکړي چې لا هم په هېواد کې اوسېږي.
۴: په دې توګه یو کس کولی شي څو چنده مرستې ترلاسه کړي.
۳ـ د کډوالۍ کارتونه یا پناه غوښتنې اسناد (Asylum/Refugee Cards)
دا اسناد د هغو کسانو لپاره جوړېږي چې د پناه غوښتونکو په نوم جعلي کیسونه جوړوي:
۱: جعلي کډوالۍ کارتونه هغه کسانو ته جوړېږي چې اصلاً هېڅ اضافي اسناد نه لري.
۲: ډېر پناه غوښتونکي په یوه هېواد کې اسناد اخلي، خو وروسته په بله برخه کې د بل هویت لاندې بیا غوښتنلیک کوي.
۳: د دې اسنادو په وسیله په څو ځایونو کې مرستې اخیستل کېږي.
۴: ډېرې اروپایي څېړنې ښيي چې داعش ډله ځینې وخت یو کس د څو “مهاجرینو” په نوم کاروي.
۴ـ د اوسېدو اسناد (Residence Permits)
د اقامت کارتونه د مرستو، کورني ملاتړ، بېکاري مرستو او روغتیايي خدماتو لپاره کلیدي ارزښت لري.
۱: جعلي اقامت کارتونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې اروپا یې پرېښي وي.
۲: ځینې کسان په بدلې شوې اقامت پاڼې سره د خپلې کورنۍ غړي یا بل کس ته امتیازونه انتقالوي.
۳: دا اسناد د بانک حساب پرانیستو لپاره هم کارېږي، چې وروسته یې د داعش شبکې د پیسو د لېږد لپاره کاروي.
۵ـ د غلا شوو شناختونو معلومات (Stolen Identities)
دا ډول د هویت غلا په ډیجیټلي نړۍ کې ډېره عامه شوې.
۱: د خلکو شخصي معلومات د سایبري بریدونو له لارې غلا کېږي.
۲: غلا شوي هویتونه بیا د مرستو د غوښتنې لپاره کارول کېږي.
۳: د هویت اصلي مالک هېڅ خبر نه وي چې په نوم یې مرستې اخیستل کېږي.
۴: ځینې وخت د یوې غلا شوې پېژندپاڼې په وسیله څو کسان په مختلفو ښارونو کې مرستې ترلاسه کوي











































