داعش چې يو وخت يې په ښکاره توګه د خلافت ادعا کوله، د ښارونو او سيمو کنټرول يې په لاس کې درلود او خپل ظاهري ځواک ته يې پراخ تبليغات کول، اوس يې بڼه او تګلاره بدله شوې ده. دا ډله، چې په عراق او شام کې يې لومړنی ظهور وکړ، له نظامي ماتې وروسته، اوس د يوې خپرېدونکې، او پټې شبکې په ډول عمل کوي.
د داعش اوسنی شکل، نور د سيمو نيول نه، بلکې د وېرې خپرول، بېثباتۍ رامنځته کول او د فکري جګړې پراخولو ته متوجه دی. دوی په ښکاره جبهو کې د جګړې پر ځای، اوس د نفوذي بريدونو، ځانمرګو چاودنو، هدفي وژنو او د استخباراتي وسيلو له لارې خپلو موخو ته کار کوي. دغه بدلون دوی ته دا فرصت ورکړی چې له يوې خوا پټ پاتې شي او له بله پلوه پر خپلو موخو د تمرکز او ضربې وهلو وس يې باقي پاتې شي.
د ټولنيزو رسنيو له لارې د استخدام، د افراطيت خپراوی، د مخالف فکرونو بدنامه کول، او د خپلو افکارو تغذيه يوه نوې جبهه ده چې دوی ورباندې تمرکز کړی. دا يوه داسې جګړه ده چې هدف يې د خلکو د ذهنونو اشغال دی.
سره له دې چې داعش له ظاهري پلوه ماته خوړلې، خو دا ډله هر ځل د ناامنۍ په يوې نوي بڼه کې راڅرګندېږي. دوی هڅه کوي چې د دولتونو تر منځ اختلافونه، قومي تضادونه، مذهبي اختلافات او ټولنيز فشارونه د استخدام، بريد او نفوذ لپاره وکاروي.
دغه بدلون موږ ته دا راښيي چې داعش له منځه نه دی تللی، بلکې خپل شکل، وسايل او تګلاره يې بدله کړې ده. د همدې لپاره اړینه ده چې له داعش سره جګړه یوازې پوځي بڼه ونه لري، بلکې څو اړخیزه مبارزه ورسره وشي. دا مبارزه باید فکري، فرهنګي، ټولنیزه، استخباراتي او رسنیزه بڼه ولري. فکري مقابله دې د علماوو، استادانو او روڼ اندو له لارې تر سره شي، د ټولنیزو رسنیو جدي څار دې وشي څو د افراطیت تبلیغات مهار شي، ځوانانو ته دې دیني او ملي شعور ورکړل شي، ترڅو د دې ډلې ښکار نه شي. همداراز، سیمهییزه او نړیواله همغږي مهمه ده، ځکه داعش یوه سیمهییزه ستونزه نه، بلکې نړیوال ګواښ دی.
د همدغو تدابیرو له لارې کولای شو چې دا ډله له فکري، تبليغاتي او استخباراتي اړخونو هم وځپوو او په نطفه کې يې ټول پلانونه شنډ کړو.











































