له هغه وخته، چې اسرائیل منځته راغلي دي، د فلسطینيانو پر وړاندې د هغوی د وحشت، زور، تاوتریخوالي، ظلم او استبداد دا لړۍ په پرلپسې توګه روانه ده. میلیونونه فلسطینیان د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته کډوال شوي او هغه فلسطینیان چې لا هم په خپل وطن کې میشت دي، له تېرو شپېتو کالونو راهیسې په جګړېیز حالت کې دي او دوامداره قربانۍ ورکوي.
په فلسطین کې د اسرائیلو مستقل دولت شاوخوا یوه پېړۍ مخکې د اروپايي قدرتونو لخوا جوړ شو. دا هغه وخت و، چې عثماني خلافت سقوط وکړ او د خلافت مربوط عربي سیمې ووېشل شوې. دغه کار د انګلستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر بالفور د تړون مطابق وشو، کوم چې هغه له یهودیانو سره کړی و.
کله چې برتانیې د فلسطین مبارکه خاوره اشغال کړه؛ نو یې د نړۍ له ګوټګوټ څخه د یهودیانو راټولولو او په فلسطین کې د هغوی د مېشتولو رسمي پلان جوړ کړ؛ ځکه تر دې مخکې یهودیان د نړۍ په ګوټګوټ کې خپاره وو او هېڅ ځای یې خپله مستقله دولتي اداره نلرله.
د یهودانو نړیوال صهیونستي خوځښت د عثماني خلافت څخه غوښتنه وکړه، چې دوی ته دې په فلسطین کې د مېشتېدو اجازه ورکړي؛ ځکه دوی دا سیمه خپل پخوانی قومي وطن ګڼي؛ خو مګر د خلافت عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني رحمهالله له دې اجازې ورکولو څخه مطلق انکار وکړ، هغه (سلطان عبدالحمید) ویل، چې دا خلک غواړي په فلسطین کې د مېشتېدو تر نامه لاندې پر بیتالمقدس باندې تسلط پیدا کړي؛ نو ځکه یې د دوی غوښتنه هم ونه منله.
بیا چې کله په لومړۍ نړيواله جګړه کې عثماني خلافت، چې د جرمني متحد و، ماته وخوړه او د خلافت مربوط عربي سیمې یې له لاسه ووتلې؛ نو یهودیانو د برتانیې سره اړیکه ونیوله او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر سره یې تړون وکړ، چې په دې تړون کې برتانیې فلسطین د یهودیانو د ملي وطن په توګه ومانه او ژمنه یې ورسره وکړه، چې فلسطین کې به یهودیان مېشتوي او د دوی لپاره به هلته یو جلا دولت هم جوړوي.
کله چې برتانیې فلسطین اشغال کړ؛ نو سمدستي یې د نړۍ له ګوټګوټ څخه یهودیانو ته هلته د ورتګ او مېشتېدو لپاره اجازه او اسانتیاوې برابرې کړې او د برتانیا تر چتر لاندې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یهودیان ورغلل او هلته مېشت شول.
اول یهودیانو هلته له فلسطینیانو څخه په پیسو ځمکې واخیستې، بیا یې خپل کورونه ورباندې جوړ کړل او بیا یې سوداګري او کاروبار لړۍ یې پیل کړه. دغه مهال د فلسطین د هغه وخت ستر مفتي الحاج امین الحسیني رحمهالله یوه فتوى صادره کړه، چې په یهودیانو باندې د فلسطین د ځمکو پلور حرام دی؛ ځکه یهود غواړي لدې لارې څخه بیتالمقدس اشغال کړي. د نړۍ سترو او لویو علماوو هم د دې فتوى ملاتړ وکړ، چې د دې فتوا تفصیل د حکیمالامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمهالله په کتاب «بوادر النوادر» کې موجود دی.
خو له دې ټولو سره ـ سره بیا هم د فلسطینیانو ځمکه خرڅېدله او کله چې یهودیانو د فلسطین یوه لويه برخه ځمکه په پيسو واخيسته او هلته یې مېشتېدل پيل کړل؛ برتانیې د ملګرو ملتونو سره په ګډ وړاندیز، فلسطین په دوو برخو وېش کړ او د فلسطین یوه برخه یې د یهودیانو د ملي وطن په نوم ونوموله او د «اسرائیل» تر عنوان لاندې، د ملګرو ملتونو او لویدیځو قدرتونو لخوا په رسمیت وپیژندل شوه، چې له هماغه وخته د اسرائیلو د تسلط او اشغال پر ضد د فلسطینیانو مقاومت او د ازادۍ جګړه روانه ده.
فلسطین ته د نړۍ له ګوټګوټ څخه د یهودیانو د راتګ او مېشتېدو یو اړخ دا دی، چې برتانیې او نورو لویدیځو قدرتونو فلسطین د دوی ملي وطن په توګه ومانه او د هغوی سره د یو مستقل دولت د جوړولو ژمنه یې پوره کړه؛ خو بل اړخ هم لري، چې قرآن کریم اشاره ورته کړې ده. د سورة بني اسرائیل په یوه آیت کې الله تعالی بني اسرائیلو ته خطاب کوي، فرمایي: “فاذا جاء وعد الاٰخرۃ جئنا بکم لفیفا”. یعنې «کله چې د آخرت وعده پوره شي؛ موږ به تاسو ټول په یوه ځای راټول کړو.»
تفسیر بغوي کې د دې یوه تشریح داسې شوې ده: کله چې د عیسیٰ علیهالسلام د نازل کېدو وخت را ورسيږي؛ د نړۍ له ګوټګوټ څخه به یهودیان ټول راټول شي او په یو ځای کې به ځای پر ځای کړل شي. بناء ویلی شو، چې دا د قیامت له نښو څخه یوه هغه نښه ده، چې بشپړه شوې ده او دا دی یهودیان په یو مرکز کې راټول شوي دي او د خپلې واکمنۍ د پای ته رسیدو پر لور روان دي.
د تاریخي تناظر له مخې، د فلسطین یوه برخه د «اسرائیل» په نوم د یهودیانو ملي وطن په توګه ومنل شوه او بله یې ملګرو ملتونو او لویدیځو قدرتونو د فلسطینیانو لپاره د هغی د پخواني وطن په نوم ځانګړې کړه او د اسرائیلو په څېر د ازاد فلسطیني دولت د جوړولو ژمنه یې ورکړه.
لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیکونو او قراردادونو کې څرګنده شوې، چې فلسطین ته د یو آزاد دولت د جوړېدو حق باید ورکړل شي او فلسطینیان باید پخپله د دغه دولت د سمبالښت حق ولري؛ خو تر اوسه پورې دا حق ندی ورکړل شوی او یوازې د ښاروالۍ په څېر یوه فلسطیني اداره جوړه شوې ده، ترڅو فلسطینیانو ته ځواب ورکړي، چې ګواکې تاسو خپل مستقل دولت لری. په دې مسئله کې د اسلامي نړۍ دریځ په دوو برخو ویشل شوی دی:
یو دا دی، چې ډېری اسلامي هېوادونه د فلسطین دا وېش نه مني او اسرائیل هم د یوه قانوني او مشروع دولت په توګه نه ګڼي او ټول فلسطین د فلسطینیانو وطن بولي؛ خو ځینې نور هېوادونه بیا اسرائیل د یوه مشروع دولت په توګه مني او غوښتنه یې دا ده، چې فلسطینیانو ته د هم د یو بشپړ آزاد او خپلواک دولت د جوړولو حق ورکړل شي او اسرائیل دې پدې مجبور کړل شي، چې د ملګرو ملتونو ټاکل شوو حدودو ته بیرته لاړ شي او هغه سیمې د خالي کړي، چې په ۱۹۶۷م کې یې له نړیوالو سرحدونو څخه د تېري په پایله کې نیولې دي، چې بیتالمقدس هم پکې شامل دی.
د فلسطیني ډلو الفتح او حماس دریځونه هم له یو بل سره توپیر لري، چې زما په نظر، اسرائیل له دې اختلاف په ګټه اخیستنې نه یوازې دا چې د فلسطین د ملي خپلواکۍ په وړاندې پرلپسې خنډونه جوړوي؛ بلکې وخت په وخت د بېلابېلو بهانو په کارولو سره فلسطینیان د زور او ظلم نښه ګرځوي، چې تازه څپه یې د غزې پرلپسې بمبارۍ او د اسرائیلي ځواکونو پوځي عملیات دي، چې د ټولو په وړاندې ښکاره دي.
په دې اړه تر ټولو خواشینونکی چلند د مسلمانانو او عربي حکومتونو دی، چې د اسرائیلو ترهګرۍ او وحشت ته هیڅ پام نه کوي؛ بلکې یوازې په لفظي غندنو او بېمعنا بیانونو وخت ضایع کوي، په داسې حال کې، چې په دوی فرض دي، چې له بیت المقدس او فلسطیني ولس څخه کلکه دفاع وکړي.