اې د تاریخ د ویاړونو خاورې! ته د مجاهدینو د وینو په سرو زرو رنګ شوې یې، ته د هغو اتلانو کور یې چې د ایمان، عزت او غیرت په نوم یې خپل ژوند قرباني کړ، خو نن یو داسې تور سیوری پر تا راغلی چې ځان د دین په نوم ښيي، خو د دین دښمن دی؛ دا سیوری د داعش په نوم پېژندل کېږي.
داعش د تکفیر په تورې د امت په غوږونو کې زهر شیندي، هغوی د اسلام د سپیڅلي نوم تر سیوري لاندې د مسلمان ورور د وینې تویولو ته روا جامه ور اغوستې ده، داسې ډلې چې نه د قرآن روح پېژني او نه د محمدي رحمت له حقیقت څخه خبر دي، بلکې یوازې د خپلو بادارانو د اجنډا لپاره د امت ځوان نسلونه د اور لمبو ته ټېل وهي.
اې ځوان نسله! پوه شه چې داعش د فکرونو تښتوونکي دي، هغوی د شعارونو په ښکلې جامه کې داسې خنجرونه پټ کړي چې پر زړه لګېږي. هغوی د “جهاد” تر نامه لاندې د امت د زړونو ترمنځ د نفرت کرښې غځوي او د “خلافت” په پلمه د امت د تیتېدو لوبه کوي.
داعش د مینې دښمنان دي، هغوی کورونه یتیموي، میندې کونډوي، او د ماشومانو د خندا پر ځای د ژړا غږونه پورته کوي. دوی د قرآن هغه آیتونه چې د عدالت، رحمت او ورورولۍ پیغام لري، له مخې غورځوي او یوازې د جګړې د اور شعلې لویوي.
داسې نه ده چې دوی یوازې د چا پر کور برید کوي؛ نه! دوی د ذهنونو پر کلا برید کوي، هغوی د ځوانانو زړونه له اصیلو ارزښتونو خالي کوي او پر ځای یې د تکفیر او افراطیت زهر ور اچوي. هغوی پوهېږي چې که فکرونه اسیر کړي، نو لاسونه به د دوی په چوپړ کې وي.
ای والدینو! تاسو د خپلو اولادونو د زړونو ساتونکي یاست، که مو هغوی د علم، پوهې او دیني بصیرت په رڼا کې وروزل، نو د داعش تیاره به هېڅکله د هغوی پر ذهنونو سیوری وانه چوي. ستاسو بې پروایي د هغوی د ښکارېدو لاره هواروي، نو مه پرېږدئ چې د خپلو ماشومانو زړونه د دې تورې ډلې په جال کې بند شي.
دین هغه نه دی چې داعش یې معرفي کوي. زموږ دین د رحمت، شفقت، ورورولۍ او عدالت دین دی. هغه دین دی چې د یوې معصومې وینې تویول د ټول انسانیت د وژنې سره برابر ګڼي. خو داعش د همدې معصومې وینې پر تویولو ویاړ کوي او ځان د ایمان ژغورونکی بولي!
داعش د اسلامي امت پر بدن داسې زخمونه پرېښي دي چې د درملنې لپاره کلونه او حتی نسلونه غواړي. هغوی په عراق، شام، افغانستان او نورو هېوادونو کې د وینو سیلابونه بهولي دي. خو د دوی د ظلمونو پایله یوازې د مسلمانانو تباهي او د دښمنانو خنداګانې وې.
ای ځوان نسله! په هوښ راشه! د هغوی په ښکلو شعارونو مه غولېږه. پوه شه چې د داعش هره وینا د یوې نوې توطیې پیغام دی. هغوی نه د جنت دروازې پرانیزي او نه د عزت لاره درښيي؛ هغوی یوازې د قبرونو لار ښيي، هغه هم د بېګناه ورور او خور پر وینو ولاړه.
که غواړو د دې فتنې مخه ونیسو، باید په ګډه د پوهې، بصیرت او وحدت د مشعلونو رڼا خپره کړو. والدین دې خپلو اولادونو ته د دین د رښتیني روح درس ورکړي، ښوونځي دې د بصیرت مرکزونه شي او علما دې د منبر له لارې د دې تورو مفکورو پر وړاندې غږ پورته کړي.
داعش به تل هڅه کوي چې د امت ترمنځ درز واچوي، خو که موږ د قرآن د رحمت پیغام ژوندی کړو، که موږ د ورورولۍ ریښتینی تړون وپالو، نو د دوی تیاره به زموږ د رڼا پر وړاندې هېڅ ځای ونه لري، ای امته! پوه شه چې د داعش اصلي جګړه زموږ د فکرونو سره جګړه ده. هغوی غواړي زموږ زړونه له شک، وېرې او نفرت ډک کړي. نو که موږ خپل زړونه د مینې، ورورولۍ او د حق د دفاع په میړانه ډک کړل، هغوی به هېڅکله بریالي نشي.