د سوداګرۍ او راکړې ورکړې لارو فلج کول:
یوه له هغو مهمو برخو څخه چې په وروستیو لسیزو کې په نښه شوې، د اسلامي هېوادونو اقتصاد او سوداګري ده؛ بې له شکه چې سالم اقتصاد د ټرانسپورټي او سوداګریزو لارو خوندیتوب ته اړتیا لري، ځکه توکي او تولیدات یوازې د خلاصو او خوندي لارو په مرسته تګ راتګ کولی شي، خو مزدورو ډلو لکه داعش، د ناامنیو په رامنځته کولو او په لویو لارو کې د ګواښونو په پيدا کولو سره، په عملي توګه د سیمې د اقتصاد د فلج کولو لپاره لویدیځ ته لار پرانیستې ده.
اسلامي هېوادونه د خپل جغرافيايي موقعیت له امله تل د نړیوالې سوداګرۍ په څلورلارې کې پراته دي، د ورېښمو تاریخي لاره، بندرونه، ځمکني سرحدونه او هوایي لارې ټول د اقتصاد د پراختیا او د ختیځ او لویدیځ د نښلولو د مرکز په توګه فرصتونه وو، خو داعشي خوارجو په سړکونو کې په چاودنو، پر سوداګریزو کاروانونو په بریدونو او سوداګرو ته په ګواښونو سره دا فرصتونه په ګواښونو بدل کړل.
هغه څه چې لویدیځ په سیاسي او اقتصادي ډګر کې په مستقیم ډول نشوای کولای، د داعش په لاس ترسره شول، هرکله چې په لارو کې سوداګریز موټر په نښه کیدل، نه یوازې د مسلمانانو مال او سرمایه له منځه تله، بلکې په سیمه کې د پانګونې په برخه کې د سوداګرو باور هم کمېده، دا بهیر د دې لامل شو چې ډیری اسلامي ټرانزیټي لارې ناامنه وګڼل شي او یو ځل بیا د سیمې اقتصاد له ودې څخه پاتې شي.
کله چې داخلي او سیمه ایزې لارې ناامنه شي، اسلامي هېوادونه اړ کیږي چې خپل اړین توکي له لویدیځو بازارونو او لرې لارو څخه چمتو کړي؛ دا کار اقتصادي تړاو زیاتوي او د لویدیځ لپاره د سیاسي فشارونو لپاره لاره پرانیزي.
په ساده ژبه، داعش په سوداګریزو لارو کې د ناامنیو په رامنځته کولو سره، د اسلامي هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې ورانې کړې. دې کار لویدیځ په داسې حالت کې کېښود چې ځان «یوازینی باوري عرضه کوونکی» معرفي کړي، په حقیقت کې، داعشي خوارجو د لویدیځ په لاس کې د وسلې په څیر عمل وکړ؛ هغه وسله چې هم یې وینې تویولې او هم یې اقتصاد له دننه څخه فلج کاوه.
کله چې محلي بازارونه خپل محصولات بهر ته صادر نه کړي، د تولید انګیزه کمیږي. بزګران خپل محصولات یا په لږ قیمت په دننه کې پلوري او یا په ګودامونو کې له منځه ځي، فابریکې هم د خامو موادو د نه رسیدو یا د صادراتو د نه امکان له امله خپل تولیدات ودروي. داعش ډلې د لارو په بندولو او د ناامنیو په رامنځته کولو سره، دا دروند ګوزار د کورني تولید پر بدن ولګوه.
د ترانزیتي لارو د فلج کولو یوه بله پایله، د بهرنیو شرکتونو او قدرتونو لپاره د فرصت چمتو کول دي ترڅو د اسلامي هېوادونو سرچینې په لږ قیمت وپیري، په داسې حال کې چې که خوندي لارې شتون درلودای، همدا سرچینې په سیمه ایزو یا نړیوالو بازارونو کې په ریښتیني قیمت پلورل کیدلای شي.
لویدیځ په ښه توګه پوهېده چې که اسلامي اقتصادونه له یو بل سره وصل شي، نو خپلواک او ځواکمن کیدای شي، خو داعش د ویرې، وژنو او چاودنو په رامنځته کولو سره، دا اړیکه پرې کړه او د پردیو لپاره یې د مسلمانانو د سرچینو د ارزانه لوټلو زمینه برابره کړه.
یوه له هغو لویو زیانونو څخه چې ناامني او اقتصادي ضعف راوړي، د خلکو د راتلونکي په اړه د امید او باور له منځه وړل دي. کله چې سوداګر، صنعتګران او بزګران وویني چې هر وخت د دوی پانګه په لاره کې له منځه تللای شي، نور د پانګونې جرأت نه کوي، په پایله کې، په داسې یوه فضا کې، کسادت د ودې ځای نیسي او خلک د غوره فرصتونو موندلو لپاره لویدیځو هېوادونو خوا مهاجرت ته اړ کیږي. دا هماغه څه وو چې لویدیځ غوښتل او داعش یې د تحقق وسیله وګرځېده.