د کدر، بَنو سلیم او سُویق له غزاګانو څخه د اخیستل شویو درسونو په تسلسل کې درته دا څو نور مهم ټکي هم وړاندې کوو:
۳:- له دې ټولو غزاګانو څخه دا ښکاره شوه چې مجاهد که د جهاد په نیت میدان ته راووځي، که جګړه وکړي یا ونه کړي، په هر حال الله تعالی هغه ته اجر ورکوي، ځکه په د سویق په غزوه کې چې کله د اسلام لښکر له جګړې پرته راستون شو، صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: «ایا دا غزا به موږ ته په اجر وشمیرل شي؟» نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «هو، دا هم غزا ده.»
۴:- د سویق له غزا څخه دا هم ښکاره شوه چې د هغه وخت د عربو مشرکین پخپله خبره قسم خوړل، نذرونه به یې کول او بیا یې په پوره کولو پابند هم پاته کېدل، همدارنګه دوی د جنابت غسل کاوه، چې دا په هغه دوره کې له نورو ولسونو څخه د هغوی یو ځانګړی امتیاز و.
د بنو قَینُقاع غزا
بنو قَینقاع په مدینه منوره کې هغه یهودي قبیله وه چې له ډېر پخوا څخه هلته مېشته شوې وه. کله چې مدینې ته د اسلام د رڼا وړانګې ور ورسېدې او مسلمانان هلته مهاجر شول، نو له یهودو سره یې تړونونه وکړل چې یو له بل سره به ښې اړیکې ساتي او دښمني به نه کوي، مسلمانانو تل هڅه وکړه تړون ته وفادار پاته شي او هیڅ داسې عمل یې و نه کړ چې له یاد تړون سره په ټکر کې وي، خو یهود بیا په دې تړون وفادار ونه وتل.
د وخت په تېرېدو سره یې د مسلمانانو په وړاندې خپل حسد څرګند کړ، په بازارونو کې به یې پر مسلمانانو ملنډې وهلې او هغوی ته به یې تکلیفونه ورکول، کله چې مسلمانان په بدر غزا کې بریالي شول، د یهودو حسد او کرکه نوره هم زیاته شوه؛ ځکه دا بریالیتوب د هغوی د اټکل خلاف و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قَینُقاع بازار ته تشریف یووړ، هغوی یې راټول کړل، نصیحت یې ورته وکړ او ورته ویې ویل: «اې د یهودو ډلې! له دې وړاندې چې د قریشو د برخلیک ښکار شئ ایمان راوړئ.»
خو هغوی د هدایت د منلو پر ځای د زور خبرې پیل کړې، او ویې ویل:
«اې محمده! دا چې تا څو تنه ناوړه جګړه مار قریش وژلي دي، مه غره کېږه؛ که له موږ سره وجنګېږې، بیا به پوه شې چې موږ څوک یو!»
دا ښکاره د جګړې اعلان او د پخواني تړون صریح نقض و؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم له زغم څخه کار واخیست، په مستقیم ډول یې جګړه ورسره پیل نه کړه، بلکې هغوی ته یې فرصت ورکړ چې خپل حالت سم کړي.
یوه ورځ یوې مسلمانې ښځې د خرڅلاو لپاره د بنو قَینُقاع بازار ته لاړه، او د یو یهودي زرګر تر دوکان ناستېده، دا ښځه محجبه او مستوره وه، د یهودو ټوکې او شرارتونه پرې ډېر شول، ورته ویل یې چې مخ دې ښکاره کړه، خو هغې د خپل ایمان له امله دا کار ونه کړ، یوه یهودي زرګر په مکر سره د ښځې د کمیس شاتنۍ لمن د هغې له ټکري سره وتړله، کله چې ښځه پاڅېده، حیا یې ښکاره شوه او بې پرده شوه، یهود په کړس کړس وخندل. ښځې چیغه کړه، فریاد یې پورته شو. دا غږ یو مسلمان واورېد، د غیرت جذبه یې راوپارېده، او پر ځای یې یاد زرګر یهودي وواژه. کله چې نورو یهودانو دا ولیدل، هغوی هماغه مسلمان شهید کړ.
همدلته بیا د مسلمانانو او بنو قَینُقاع تر منځ اړیکې بیخي خرابې شوې؛ جګړه وشوه او په پای کې دغه یهودي قبیله له مدینې منورې څخه وشړل شوه. دوی خپله فتنه وکړه او خپله یې سزا ولیده.