د اسلامي نظام د مزایاوو په تداوم نن د یاد نظام څو نورې مزایاوې هم ستاسو مخته ږدو.
۶:- د فقر او غربت له منځه وړل:
فقر او غربت په نړۍ کې هغه ستونزه ده، چې ټول هیوادونه، سازمانونه او نړیوالې ادارې یې په مهارولو کې پاته راغلي، خو د اسلام جوړښت په دې مجال کې دومره فصیح او عجیب ده، چې د ټولنې له هر فرده د فقر او غربت ګردونه څنډي، په اسلام کې د زکات فلسفه، یوه داسې فلسفه ده چې په عملي کولو سره یې داسې فضاء رامنځته کیږي، چې د نړۍ په ماډرن او پرمختللي هیوادونو کې به یې هیڅ وګړی ونه لري.
زکات یوازینی شی دی چې د فقیر او غریب فقر ته پکې زیاته پاملرنه شوې ده، په اسلام کې د زکات سربېره صدقات، خیرات او د بیت المال مسؤولیت هغه مزایاوې دي چې نور نظامونه ترې محروم دي.
۷:- اسلام عقیدوي نظام دی:
اسلامي نظام د عقیدې په اساساتو ولاړ وي، نړۍ او ژوندانه ته د عقیدې له نظره ګوري، د اسلامي نظام په جوړښت کې قوم پرستي، نسب پرستي او وطن پالنه ځای نه لري، بلکې د اسلامي نظام د افرادو ترمنځ د عقیدې او مفکورې تړون وي، دوی د اسلام په تار سره پېیلي وي، همدا لامل دی، چې قدرتونه یې په وړاندي فلج شوي دي او د دوی دا عقیدوي تړون هیڅ یوه معاصر دجال نه دی مات کړی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: المسلم أخو المسلم لا یظلمه ولا یخذله ” رواه أحمد فی مسنده
ژباړه: مسلمان د بل مسلمان ورور دى چې نه پرې ظلم کوي او نه يې رسوا (ذليل) کوي.
دا راز په بل حدیث شریف کې فرمایي: مثل المؤمنین في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد ” رواه مسلم
ژباړه: په تعاطف، مهربانۍ او مینې، محبت کې د مسلمانانو مثال د یوه جسد په څېر دی.
۸:- اسلامي نظام د ژوندانه ټولو اړخونو ته شامل نظام دی:
دا چې د اسلامي نظام مصدر او منبع اسلام دی او اسلام یو شامل او کامل دی، نو له امله یې ده ته منسوب نظامونه هم په دغو صفاتو موصوف شوي دي، په اسلامي نظام کې د حاکم او محکوم دواړو دندې معلومې دي، دا چې حاکم باید له رعیت سره څه ډول چلند وکړي او محکوم باید کوم موقف غوره کړي، یا دا چې اسلامي نظام باید له نورو غیر اسلامي نظامونو سره څه ډول تعامل او په کومو مجالاتو کې ترسره کولای شي، دا هر څه په اسلامي نظام کې خورا واضح او ښکاره دي.
د حاکم په اړه د فقهې په دغې یوې قاعدې بسنه کوو: “تصرف الإمام علی الرعیة منوط بالمصلحة”
ژباړه: په رعیت باندې د امام تصرف په مصلحت پوري موقوف دی، یعني امام باید د رعیت مصالح په پام کې ونیسي، په اسلام کې دغه اصل د حاکم لپاره ټاکل شوی دی، اسلام محکوم/رعیت ته ډول توصیه کوي:
متعال رب فرمایي:
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ”
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله، د هغه د رسول او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ.
د اسلامي نظام د شمولیت صفت له ګڼ شمېر آیاتونو څخه معلومیږي، چې ځیني یې په لاندي ډول دي:
متعال رب فرمایي: “و نزلنا علیک الکتاب تبیانا لکل شئ”
ژباړه: او موږ په تا باندې (پیغمبره) یو داسې کتاب نازل کړی، چې د هر څه بیان پکې شوی.
دا راز فرمایي: “ما فرطنا في الکتاب من شئ ”
ژباړه: موږ په دې کتاب کې هیڅ نه دي پرې ایښي، یعنې هر څه بیان شوي دي.
نو اسلامي نظامونه د ژوندانه ټولو اړخونو ته شامل نظامونه دي، په هر مجال کې د دغه ډول نظامونو جوړښت او تګلاره خورا واضحه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر قدم او هره خبره د یادو نظامونو لپاره یو اصل او مأخذ دی، هغه صلی الله علیه وسلم د جامعیت یو هغه سرلاری دی چې د نړۍ روڼ اندي او متفکرین له هغه وخته تر ننه پوري ورته خم دي.