د افغانستان په جغرافیه باندې حاکم قیادت د افغانستان له هغه قلمرو نه ساتنه کوي، چې د بې شمیره شهیدانو د وینو او ټوټه ټوټه هډونو محصول دی، دغه قیادت په خپل رعیت باندي هیڅکله د ظلم او ستم وارونه نشي زغملای.
هغه لاسونه پرې کوي، چې د مظلوم ګرېوان ته ورلویږي، دغه د یاد قیادت رسالت دی چې په بشپړه توګه ورته ژمن دی او په دې مورد کې یاد قیادت هغو خطرونو ته ځان ورکړ، چې په نړیواله سطحه ورته متوجه و؛ نو هغه خطرونه چې د یو هیواد په سطحه وي او د ناکام سیاست پیداوار وي، هیڅکله به یې ترې درېغ نه کړي.
پاکستان د افغان قلمرو په داخل کې یو څو بې ګناه افغانان شهیدان کړل، چې زیاتره برخه یې ښځې او ماشومان و، خو یاد قیادت ته نه مسلماني، او نه انساني غیرت دا اجازه ورکړه چې عوام په نښه کړي، له همدې امله یې د پاکستان د فوج سرتیري د انتقام په توګه په نښه کړل.
دغه تګلاره که له یوې خوا د انسانیت د خیرخواهۍ سمبول ده، له بلې خوا د افغانستان د مستقل او خپلواک قیادت په وړاندي د پاکستان بزدلانه ګړنلاره هم څرګندوي.
پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې هیڅکله نه دی توانېدلې چې د مخامخ جګړې د سوبي او بري ویاړ خپل کړي، ده تل د سیاسي موخو په ترڅ کې بې دفاع ښځې او ماشومان شهیدان کړي، چې دا هم د اسلام د مبارک دین، هم د انسانیت له غوښتنو ټیټ عمل دی.
افغانستان تل خپله خپلواکي ساتلې، هیڅ چا ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د دغه جغرافیې حتی یو تن لا ژوبل شي، که څوک بزدلانه کړنلاره غوره کوي او بې دفاع ماشومان شهیدانوي، هرومرو به د پرون په څېر له توند غبرګون سره مخ کیږي.
د افغانستان هر سرتېری او مجاهد دې ته لېوال دی، چې قاتل او د معصوم قشر بدله واخلي، په دې برخه کې حتی له نړیوالو جګړو بریمن راوتلی دی او د مظلوم د انتقام اخیستنې انګیزې په هر میدان کې ځلولی دی، پاکستان پر ځای د دې چې دغه ډول کړنلاره مداومه کړي، پخپل ناکام سیاست او مدیریت دې غور وکړي، کنه نو د افغانستان اوسنی حاکمیت به ددې هرې کړنې بدل په څو چندوه لوړ واخلي.
دا افغانستان په اړه دغه حقیقت هغه وخت لاښه درک کیږي، چې د افغانستان تاریخ په غور مطالعه شي، د پاکستان اوسنۍ تګلاره به د دغه هیواد اینده ته لوی خطر وي، مخکې تر دې چې دغه ناکام سیاست ناوړه پایلې رامنځته کړي، په دغه تکلاره دې له سره غور وشي.