غربیانو ددې لپاره چې په نورو باندې خپل قانون او فرهنګ عملي کړي، نړیوالو ته ځانونه د بشریت خادمان وښیي، خپل جرمونه پټ او د جواز جامه ور واغوندي، اسلام د سختدریځۍ دین معرفي کړي، مسلمانان دهشتګر ثابت کړي او له اسلامي فکر او منهج څخه خلګ کرکجن او متنفر کړي؛ ډېر کار له رسنيو اخلي، پراخ لګښتونه ورباندې کوي او داسې خلګ ورته روزي چې له اسلام سره په دښمنۍ کې لومړنی مقام لري او د نورو د بې لارې کولو اوږده او پخه تجربه لري.
نن سبا د نړۍ په یوه وړه اسلامي جغرافيه (فلسطین) کې هغه څه روان دي، چې هغه ته په نسبت د افغانستان اوسنی وضعیت سل په سلو کې د امن، پرمختګ، هوساینې او اقتصادي وضعیت له پلوه خورا د ستايلو وړ دی، خو پر دې سربېره غربي رسنۍ د فلسطین په غمیزه پټه خوله دي او د افغانستان کورني موضوعات یې تر بحث لاندې نیولي دي، دوی غواړي په خپل ټول توان سره له امارت څخه په تبلیغاتي وسله د خپلې ماتې کسات واخلي او اسلامي نظام، پالیسي، قوانین او دریځ نړیوالو ته ناسم معرفي کړي.
په هرو دریو میاشتو کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په یو راپور کې(چې له سوچ درواغو او اتهاماتو ډک وي) د افغانانو د بشري وضعیت نقض، جبري نیونې، خپلسرې وژنې او د ملکي تلفاتو شمېر ښودل کیږي، حال دا چې په غزه کې تر دې دمه د صهیونستي رژیم لخوا د شهیدانو شمېر (٣٩٤٤٥) ته او د زخمیانو شمېر (٩١٠٧٣) ته لوړیږي، تر اوسه (٢٠٦) لرغوني اثار، (١٩٧) دولتي ځایونه، (٨٢١) مسجدونه، (٤٣٠٠٠٠) انفرادي سرپناوې له منځه وړل شوي دي او (٣٤١٠) شمیرې عامه وژنې ثبت شوې دي، خو غربي رسنۍ یې په اړه چوپه خوله دي.
په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو خبره هره ورځ کیږي، حال دا چې په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت را وروسته له لوږې د مرګ پېښه نه ده ثبت شوې او په غزه کې تر دې دمه ٣٧ وګړي له لوږې شهیدان شوي.
د طالبانو له حکومت سره د حساسیت له کبله بهرنیو هیوادونو ته د کډوالو د ډېرښت خبره کیږي، حال دا چې په غزه کې تر دې دمه (١٠٠٠٠) لس زره کسان نادرکه او دوه میلیونه کډوال شوي دي.
دلته له بشري حقوقو څخه د میرمنو د محرومیت او تاوتریخوالي خبره سهار او ماښام روانه وي او په غزه کې تر دې دمه (١٠٧٩٨)میرمنې په شهادت رسیدلې دي.
دلته د بیان د نه ازادۍ، د تلویزیونونو او راډیوګانو د تړلو او په خبریالانو د محدودیت خبره ډېره تکرارېږي، حال دا چې په غزه کې تر دې دمه (١٦٥) خبریالان شهیدان شوي دي.
دلته له عصري زدکړو د نجونو پاتې کیدل او پر مخ یې د مکتبونو تړل د خبرونو سرټکی ګرځیدلی دی او په غزه کې تردې دمه (٤٤٥) مدرسې او پوهنتونونه بمبار شوي دي.
دلته له خدماتو او لوړو معاشاتو څخه د ډاکټرانو د محرومیت خبره کیږي او په غزه کې تراوسه (٥٠٠) طبي کارمندان شهیدان شوي دي.
دلته شپه ورځ د ماشومانو د خوارځواکۍ موضوع توده وي او په غزه کې تراوسه (١٦١٧٢) ماشومان شهیدان شوي دي.
دلته افغانستان کې د غربي رسنیو لخوا د ډول ډول ناروغیو رامنځته کیدل، له سالم چاپیریال او صحي خوړو څخه د افغانانو لري پاته کېدل او وخت په وخت درملنې ته د نه رسیدو تبصرې کیږي او په غزه کې تر اوسه (٢٦٢) روغتیايي مراکز او شفاخانې له خدمتونو لویدلې دي او (١٣١) امبولانسونه بمبار شوي دي.
اوس دا پوښتنه چې ولې غربي رسنۍ د اسرائيلو په جرمونو چوپه خوله او د افغانستان وړې وړې داخلي مسئلې یې تر بحث لاندې نیولې دي؛ داسې ځوابولای شو چې د دې مزدورو رسنیو دنده یوازې د کفارو جرمونه پټ ساتل، د رښتیني مسلمانانو بدنامول او د اسلامي نظامونو په خلاف د خلګو را پارول دي؛ ځکه خو دوی په خبرونو کې د فلسطین حماس ډله او اسلامي امارت په دې ټکو یادوي: (حماس چې د امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا په یو ترهګر سازمان پیژندل شوی…..) د طالبانو حکومت (چې تر اوسه هیڅ یو هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی…..)
یادونه: د صهیونستي رژیم لخوا د پورته ترسره شويو جرمونو معلومات له باوري عربي رسنیو څخه ترلاسه شوي دي.