عبدالله ایلیار
رښتیا هم، غزه درد ګالي او سخته ټپي ده. دوی د هغه ځاله ویجاړه کړه او د هغه ماشومان یې شهیدان او میندې یې په ماتم کېنولې.
الحمدلله غزه اوس هم په ارامه قدمونه اخلي او خپل غږ پورته کوي، هغه په روښانه او ښکلې توګه خبرې کوي، هغه خبرې چې نړۍ یې تر اوسه د خوږوالي څخه بې برخې ده.
غزه وتوانېده؛ چې د جهالت او تاریکۍ پرده لیرې او د نننۍ نړۍ او انسانیت رښتینې څهره خلکو ته وښایي.
د آزادۍ او عدالت د دعویدارانو څهره!
د غربي او دیموکرات انسان څهره!
د بشري حقونو او د بیان د آزادۍ څهره!
د ماشومانو د حقونو او د بشري ارزښتونو د ساتنې بنسټونو د دروغجنو مدافعینو څهره!
حتی غزه وتوانېده؛ چې د داعش/خوارج په ننني عصر کې د ایمان او خلافت د دعوه کوونکو رښتیني منافقانه څهره په څرګنده توګه په ډاګه کړي.
هغه مُدعیان چې د ظالم پر وړاندې یې د جهاد شعارونه ورکول! ځانونو ته يې د ژغورونکي فرقې نوم ورکاوو او نور يې مشرکان ګڼل.
غزې ثابته کړه چې دا مجاهدین نه؛ بلکې د موساد د استخباراتو او د نړیوال کفر د احتیاطي عسکرو یوه سرچینه ده، چې اوس راغلي ترڅو د شاه له خو په مجاهدینو باندې ګوزارونه وکړي.
غزه د مقاومت، جهاد او آزادۍ سمبول دی او همداسې به پاتې وي؛ د راتلونکو نسلونو او د راتلونکي ملت لپاره د تاریخ نمونه او ریکارډ دی.