لیکوال: خاکسار پکتیاوال
څنګه چې ټولو مسلمانانو ته له لمر څخه زیاته روښانه ده، چې اوسني بغاوت کونکي، خوارج دي او د دوی وژل د پخوانیو خوارجو په شان دي او د دوی عقیده او کړنلارې له پخوانیو خوارجو سره هیڅ کوم توپیر نه لري، مګر ییا هم بعضې تش په نامه مسلمانان او په محدوده اندازه هغه ملایان، چې د اسلام مبارک دین یې د دې په خاطر زده کړ، تر څو له امریکایانو څخه پیسې لاسته راوړي او په هغوی باندې خپل دین د یو څو پیسو په خاطر خرڅ کړي، وایي چې اوسني بغاوت ګر خوارج نه، بلکې له هغوی څخه جلا ډله ده. مګر دوی دا خبرې یوازې د دې په خاطر کوي، تر څو د امریکا اهداف پوره او د دوی پلیت جیبونه له ډالرو څخه امبار شي، خو دوی هیڅ کله هم په دې خبرو نه مسلمانان غولولی شي او نه هم د دوی په دې بې ځایه افواهاتو په دین کې کوم بدلون راځي، د اسلام مبارک دین مونږ ته هر څه واضح او څرګند بیان کړي. اسلام نننیو بغاوتګرو ته خوارج وایي، مګر دوی/ډبل خیټي ورته خوارج نه وایي، اوس مسلمانان هک پک حیران دي تر څو د دوی/ډالري ملایانو خبر ومني او که د اسلام د مبارک دین، که چیرته مونږ په دین عمل کوو نو په دین کې خو د خوارجو په هکله داسې اقوال راغلي.
1امام شهرستاني په کتاب الملل والنحل ج1ص 114 کې فرمایي. کل من خرج علی الامام الحق الذي اتفقت الجماعة علیه یسمی خارجیا، سواء کان الخروج في ایام الصحابة علی الأﺉمة الراشدین او (من) کان بعدهم علی التابعین لهم باحسان والأﺉمة في کل زمان.
یعنې هر هغه څوک چې بغاوت وکړي، له داسې اسلامي امام څخه چې د هغه په امامت باندې د مسلمانانو اتفاق وي، نو دا شخص خارجي بلل کیږي، برابره خبره ده که دا خروج/بغاوت د ده، په زمانه د صحابوو کې وي او یا وروسته له صحابوو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین څخه او همدارنګه چې له اسلامي بادشاهانو/امامانو څخه بغاوت وکړي، هغه که په هره زمانه کې وي. او ابن حزم رحمه الله په دې عبارت باندې داسې الفاظ ور زیات کړي. ویلحق بهم من شایعهم علی افکارهم او شارکهم في اراﺉهم في اي زمان.
یعنې له خوارجو څخه هغه څوک هم دي، چې له دوی/خوارجو سره همفکره وي او یا یې له دوی/خوارجو سره رایه یوه وي، هغه که په هره زمانه کې وي. اوس که مونږ اوسنيو بغات کونکو ته نظر وکړو، نو نه به یې له پخوانیو خوارجو څخه فکر مخالف وي او نه به یې هم رایه بدله وي. لومړی خارجي عبدالله تمیمي چې په نبي علیه السلام باندې اعتراض وکړ او د عدل کولو یې ورته وویل، نو له هغه څخه رانیولې بیا د خلفاء راشدینو تر زمانې آن تر اوسه پورې د ټولو خوارجو هم فکر یو ده او هم یې رایه یوه ده. دوی ټول یواځې د مسلمانانو د ختمولو او شهیدانولو لپاره، مسلمانانو ته په وړه خبره د کفر او شرک نسبتونه کوي. دوی د حضرت علي او معاویة رضی الله تعالی عنهما په حق کې په یو جايز کار باندې د کفر نسبتونه وکړل او د هغوی وینې مالونه او ښځې یې د ځان لپاره حلال وبلل، مګر اوسنیو خوارجو هم له دوی څخه کوم توپیر نه ده څرګند کړی او نه یې هم له دوی څخه کومه جلا رایه استعمال کړې. دوی یوازې په دې بهانه چې مسلمانانو له کافرانو سره معاهده کړې نو دوی/ خوارجو له ځانونو څخه د غرب غلامان جوړ کړي او د مسلمانانو وژلو ته بهانې لټوي. دوی/خوارج دومره له جهالت څخه ډک دلایل وړاندې کوي، چې نه یې ورسره عقل تاﺉیدوي او نه هم نقل. که چیرته د دوی رایه او قول په حق وای آیا دومره علماوو به له دوی څخه مخالفت اعلان کړی وو؟ آیا علماء له اوسني نظام څخه ډاریږي چې په مقابل کې یې غږ نشي اوچتولی؟ او که چیرته د ډار خبره وای، نو بیا یې ولې د ټولې کفري دنیا په مقابل کې غږ اوچت کړی وو؟